د بابوزي په قلم
انګلېس او افغان دولت يو بل ته مخامخ اړم شول
د انګليس ټاېمز ورځپاڼه وايې چي : (( دا افغان دولت دۍ چي د طالبانو په نسبت په سيمه کي په يو خنډ اوښتۍ دۍ )) دا خپره شوې کرښه خورا ژوره بريښي ، او هغه مخامختيا را څرګندوي چي څه ناڅه يو کال وړاندي په ګنګوسو پيل شوه او ورو ورو دا دۍ د مخامختيا پړاو ته ورسېدل . پخوا مي هم يو ځل دې ليکني ته ورته يوه لنډه مقاله کښلې وه چي د (( لوبه توده بريښي )) تر سرليک لاندي په يو شمير بريښنا پاڼو کي خپره شول . مينه وال يې په دې لاندي تړاو کي لوستلای شي .(( http://www.salaamtolana.org/fullstory.php?id=3268 ))
د انګلېسي ټايمز ورځپاڼي دا کرښه د يو شمير کار پوهانو او پوځيانو د انده ليکل شوېده . اوس پوښتنه دا ده چي دا کومه پټه غوټه د ديپلماسۍ په بوغچه کي شته چي دا ډول مخامختيا يې منځ ته راوستې ده ؟ دې پوښتني ته زما په اند دوه لنډ ځوابونه شته .
لومړۍ دا چي : د تروريزم سره د مبارزې تر سر ليک لاندي په افغانستان او سيمه کي را ټول شوي پوځي ځواکونه اوس اوس هغه پړاو ته رسېدلي دي چي د خپلو ملي او سياسي ګټو په بيل بيل دريځ کي ودريږي .
دوهم دا چي : په افغانستان او سيمه کي د افکارو د بوختولو يو بل پړاو دۍ چي د سيمه ايزو او نړيوالو رسنيو په توان هڅول کيږي .
زه د لومړي ځواب سره موافق يم ، د انګليس او افغان دولت ترمنځ مخامختيا څرګندڅرک هغه مهال را بر سيره شو چي د مخدره توکو په کنفرانس کي افغان اولسمشر پرانګليسي ځواکونود بې امنيو او په هلمند کي د مخدره توکو د زياتوالي پړاه واچول او د انګليس سفير بيا په هم هغه غونډه کي د غونډي د برخوالو په وړاندي د غبرګون په توګه خپله ليکلې مقاله څيري کړل ( د يادولو ده چي سفير خپله ليکنه هغه مهال څيري کړل چي افغان اولسمشرساعت وړاندي د غونډي څخه وتلۍ وو ) . او د دې مخامختيا لوړ پړاو د افغانستان څخه د دوو بهرنيو ديپلوماتانو سملاسي شړل وه ، چي تيره مياشت يې د خبرونو سرليک جوړ کړۍ وو . او دا دۍ اوس د افغانستان او انګليس ټولنيزي رسنۍ هم په دې لړۍ کي برخه وال شول .
د افغانستان په ملي تلويزيون کي د افغانستان د کابينې يو فعال غړي ، د افغانستان څخه د بهرينو ديپلماتانو شړل د د ځان پيژندني او پر ځان د ډاډ او باور د پيدا کېدلو پيل ګڼي او په وياړ يې يادوي ، په داسي حال کي چي انګليسي جګپوړي مامورين بيا د افغانستان اوسنۍ دولت په سيمه کي د ستونزو عامل بولي .
زما په اند دا مخامختيا هغه معمولي مخامختيا نه ده چي کله ناکله د دوستو هېوادونو او ملګرو ترمنځ پيدا کيږي . بلکي دا مخامختيا د هغو ژوروپيښو سره تړاو لري چي پټيدل يې د تل لپاره شوني نه دي . په دې مخامختيا کي انګليس په سيمه کي پر خپلو ځواکونو برسيره د يو شمير اروپايې هېوادونو پر ملګرتيا او په سيمه کي د محافظه کارو کړيو او د پاکستان په دولتي جوړښت کي د ( ای اس ای ) پر يو شمير جګپوړو چارواکو ډه ډه لګوي ، او د دې په وړاندي په مخامخ توګه افعان دولت او د دې مخامختيا هڅونکۍ ځواک د امريکا متحده ايالات او په سيمه کي د هغه هیواد ځواکونه او د پاکستان اوسنۍ واکمن جګپوړي ملکي او پوځي مامورين او په سيمه کي د بنسټ پالو مخالف ځواکونه د ځان ملګړي بولي . ( د يادولو ده چي دبنسټ پالواو مجاهدينو تر نوم لاندي ټول کړل شوي ځواکونه هم دې ته ورته برخليک لري چي په يوه بله ليکنه کي به د هغې جاج واخلو )
که د امريکا او انګليس تر نومونو لاندي دا مخامختيا ياده کړو بيا به دې پوښتني ته خورا ښه ځواب ومومو چي ولي دا مخامختيا منځ ته راغله ؟ زما په اند امريکايې بهرنۍ پاليسي پر دې ټکي پام را ګرځولۍ دۍ چي په سيمه کي د افغانستان د اوسني دولت اوياپه افغانستان کي دخپلونورو ملګرو له لاري د سيمي لپاره د خپلي اوږدې مودې ستراتيژۍ د پلي کېدولو زمينه برابره کړي ، او انګليس بيا په سيمه کي د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره د پاکستان محوري کېدل ګټور ګڼي او د پاکستان هېواد يې د پيدايښت څخه تر اوسه د خپل هېواد د بهرنۍ پاليسۍ نه هېرېدونکې موخه ګرځولې ده . ښايې يو شمير وروڼه به د دې اند پلوي نه وي ، خو د بيان د ازادۍ پر بنسټ مي خپله رايه د درنو هېوادوالو په وړاندي څرګنده کړل .
که د دې دو ابرقدرتونو د مخامختيا څخه راتير شو ، او د خپل هېواد ګټو ته پام وکړو ، زما باور دا دۍ چي زموږ لپاره دواړه ځواکونه بهرنيان دي ، چي يو له بله بشپړه ګټوره ځانګړتيا نه لري ، خو که د دې دواړو ترمنځ د غوره کولو خبره وي نو زما په اند په سيمه کي انګليسي ستراتيژي زموږ د هېواد دملي ګټو سره په تقابل او مخالف لوري کي واقع ده ، په داسي حال کي چي زموږ د هېواد لوړي ګټي د امريکايې ستراتيژۍ سره تر زياته برېده خوندي کېدلای شي .
درنو لوستونکو ته په درنښت
هيله من يم چي خپله رايه څرګنده کړۍ