فضل الرحمن عمرخيل
اسلامي هېوادونه بايد څه وکړي ؟
زه دشک په سترګه دلستوڼي مارته وګورم _ دوى وايي دروېش خوله دوستانوهم نفرت کوي
دنړۍ داستوګنونږدې څه دپاسه پنځمه برخه مسلمانان جوړوي خودوګړو ددغې شميرې سره ، سره لاهم مسلمانان په سياسي اواقتصادي لحاظ له ګڼ شمير ستونزوسره مخ دي چې دغوستونزودژوند په بيلابيلوبرخوكې په نړۍ كې دمسلمانانوژوند سخت تريخ كړى . سره لدې چې اسلامي هيوادونه دانرژۍ په ګډون ترځمكې لاندې ګڼ شمر زيرمې لري خوبياهم په اقتصادي لحاظ دنړۍ په غير اسلامي هيوادونو په ځانګړي توګه دنړۍ په سترو پرمختلليو هيوادونوپورې تړلي دي چې دغه تړاو دګڼ شميراسلامي هيوادونو اقتصادي خپلواكي له ګواښ سره مخ كړې چې كه چيرې په اړه يې اړين ګامونه پورته نشي ښايي دغه ستونزې ورځ تربلې ډيرې شي چې هغه مهال به په هغوباندې برياليتوب ياخوناشونى وي اوكه شونى هم وي نوپه ډير لوړ قيمت .
ددې لپاره چې اصل مطلب ته راوګرځو نوپوښتنه راولاړيږي چې داسلامي هيوادونو داقتصادي ناسپړل شويو منابعواوزيرموسره ، سره بياولې دوى دژند په ډير تيټ حالت كې قرار لري ... ؟ چې زه غواړم دخپلې ليكنې په لړكې دامكان تربريده ورته ځواب پيداكړم .
لكه څرنګه مې چې په سريزه كې يادونه وكړه چې اسلامي هيوادونه په يونه يوډول دنړۍ په سترو اقتصادي زبرځواكونو پورې تړلي دي هغه لدې لامله چې يوخوداسلامي هيوادونو په منځ كې دپخوا په پرتله ديوبل پروړاندې اعتماد اوباورنشته چې ددغه باور نشتوالي ددوى ترمنځ د سياسي اړيكودخرابيدو په برخه كې ستر رول لوبولى همدالامل دى چې دوى د بيلابيلو مذهبونو ، دودونو ، اقتصادي ګټو په دايره كې راګيرشوي چې له امله يې ددوى ترمنځ ګڼ شمير سياسي ، مذهبي ، اقتصادي اختلافونه اوستونزې موجودې ، دي لكه د سعودي عربستان ، ايران ترمنځ دوهابيت اوشيعه مذهب ترمنځ مذهبي اختلاف چې ددوى دغه اختلاف نورو هيوادونو ته هم سرايت كړى چې هره ورځ دنړۍ په ګڼ شمير اسلامي هيوادونو كې دفرقه يي نښتو په ترڅ كې ګڼ شمير مسلمانان خپل ژوند له لاسه وركوي چې ښكاره بيلګه يې پاكستان او اوسنى عراق دى . لكه څرنګه مې چې پورته يادونه وكړه چې اسلامي هيوادونه ترځمكې لاندې ګڼ شمير زيرمې لري خوبياهم د سترو غيراسلامي هيوادونو اقتصادي مرستواولورينوته اړدي چې دغه اړتيا اوپه غيراسلامي هيوادونو پورې داسلامي نړۍ ممكنه تړاو اوپرهغو باندې داسلامي هيوادونوسياسي اواقتصادي اتكاء بله هغه ستونزه ده چې ددغو هيوادونو ترمنځ يې د اړيكوله پلوه خورا ستر واټن رامنځته كړى چې له امله يې په اسلامي هيوادونو كې د نړۍ ددغو وينه زبيښونكو زبرځواكونو دلاسوهنې زمينه برابره كړې هريويې هڅه كوي دخپلو سياسي ، اقتصادي ، كلتوري ګټو په پاللو سره ددغو هيوادونو په برخليك باندې لوبې وكړي لكه دعربي هيوادونو ، ايران ، پاكستان او ...... ؟ په چاروكې دامريكا ، برتانيې ، چين اوروسې لاسوهنې . په اسلامي هيوادونو كې د عصري ښوونې روزنې ، تخنيك پوهنې نشتوالى اويا دهغې دټيتې كچې موجوديت دګڼ شمير ستونزو څخه يوه هغه ستره ستونزه ده چې تل يې د تاريخ په اوږدوكې داسلامي هيوادونو داستوګنو لاسونه غيراسلامي هيوادونوته اوږده كړي لدې امله چې په اسلامي هيوادونوكې دتوليد ډير لږ امكانات موجود ، دي نو مسلمانان اړدي له دغوهيوادونو څخه ټول هغه بې كيفيته توكي وپيري كوم چې هلته د پير اوپلور وړ نه وي چې لدې لارې يوخود مسلمانانوشتمني دهغه چا جيبونو ته لويږي چې بيرته يې ددوى پرضد استعمالوي اوبل داچې مسلمانان دتل لپاره دنورو بې كيفيته توليد شوو توكوته اړكيږي چې پدې سره اسلامي نړۍ نشي كولاى دهغو له خوښې پرته په خپلواكه توګه خپلې ورځنۍ چارې ترسره كړي چې دغې مسئلې يوځل بيا په نوموړو هيوادونو كې دهغو لاسوهنې ته لاره برابره كړې دټينګار په توګه وړانديز كوم كه چيرې په اړه يې وړ ګامونه اوچت نشي نولرې به نه وي چې د اسلامي هيوادونونو سياسي اواقتصادي برخليك د نړۍ دسترو اقتصادي ښامارانو په برخليك پورې وتړل شي چې هغه مهال به دغه اسلامي هيوادونه هرومرو دهغوى روا اوناروا خبروته پرته لدې چې خپلې مشروع ملي ګټې په پام كې ونيسي ، غوږ ، ږدي نوددې لپاره چې مونږ مسلمانان دځمكې ددغې پراخه خاورينې كرې پرمخ آرام ، آسوده اوسوله ايز ژوند وكړو نولازمه ده چې ترهرڅه وړاندې پخپلو مټو دخپلو سياسي ، اقتصادي ، دفاعي اوټولنيزو بنسټونودپياوړي كيدو لپاره ګامونه پورته كړو پخپلو هيوادونوكې دښوونې اوروزنې ، تخنيك پوهنې په برخه كې نه ستړې كيدونكې هڅې وكړو ، پخپلو بازارونوكې د غيراسلامي هيوادونودتوليد شويوبې كيفيته توكودپيراوپلوردمخنيوي اوپرځاى يې دخپلوتوليداتودخرڅلاو په موخه فابريكې جوړې كړوترڅووكولاى شوپدې سره دخپلوتوليدي بنسټونودپياوړي كيدو له لارې دخپلو هيوادونو سياسي اواقتصادي خپلواكۍ وساتلى شو كه خداى مكړه مونږ په اقتصادي او تخنيكي برخه كې دنورو لاس ته اړ واوسو نوهيڅكله به هم خپله سياسي اواقتصادي خپلواكي ونشوساتلى اوتل به دنورو د سياسي اواقتصادي پلانونواوتجربو قرباني كيږو .
د اسلامي نړۍ داقتصادي غښتلتيا په هيله .