دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
په روزګان ولايت کي د تاريخي څيړنو او لرغونو پلټنو اړتيا

 

ليکوال : پوهنوال  رسول باوري

 

( د روزګان مهالنۍ د ١٣٨٦ لمريز کال پنځمي ګڼې څخه )

 

                             په روزګان ولايت کي د تاريخي څيړنو او لرغونو پلټنو اړتيا

 

د روزګان ولايت  په مرکز او هره ولسوالۍ کي دتاريخي ودانيو داسي نښانې او بيلګي شته چي هره برخه يې د څيړنو او پلټنو لپاره د ځانګړو پوهنيزو پروژوپه توګه د څيړلو او پلټلو ارزښت لري . له بده مرغه تر اوسه روزګان ولايت  ته د تاريخي څيړنو او لرغونوپلټنو له اړخه  هيڅ پام نه دئ شوئ . د روزګان ولايت جغرافيايې موقعيت  د شک پرته دا څرګندوي چي په تيرو زمانو کي يې  د سياسي ، اقتصادي  او نظامي پلوه  ځانګړۍ دريځ  درلودلۍ او ساتلۍ دئ . د دې وينا سپيناوۍ د هغو څيړنو له برکته په خورا څرګنده بڼه کيدلای شي چي د دې ولايت سره د څنګ ګاونډيو ولايتونو په بيلا بيلو  سيمو کي تر سره شويدي .

 ديفتلي پاچاهانو او بيا  زابل شاهانو يوستر مرکز  اوسنۍ زابل ولايت و، چي د روزګان ولايت سهيل ختيځ ته پروت دئ . د دې ولايت  نوم  په زيات شمير تاريخي متونو او ليکنو ، په ځانګړي توګه د اسلامي پير ليکوالو په اثارو کي  يادشوئ او نامتو شويدئ . په دې ولايت کي د زابليانو او رتبيلانو د مهال زياتي پيښي  د تاريخ په پاڼو کي شته چي  پر له پسې دوې پيړۍ د اعرابو د پر مختګ مانع  ګرځیدلئ او د مهاجمينو په وړاندي يې پر له پسې اتلولۍ کړيدي . د قلات ښار او په قلات ښار کي  تاريخي غونډئ چي په لومړۍ افغان انګليس جګړه کي د انګريزي لښکرو په وړاندي د وياړ سمبول ګرځېدلې وه ، هغه  بيلګه  ده چي د هېواد په تاريخ کي يې  وياړمن نوم ګټلئ دئ . د دې تر څنګ د زابل ولايت په بيلا بيلو ولسواليو کي د لرغونو او تاريخي اثارو شتون د دې ولايت د ارزښتمن رول په اړه د ډاډ وړ بيلګي دي  .

د روزګان ولايت ختيځ ته د غزني ولايت  پروت دۍ چي  تاريخي او لرغوني اثار او سيمي يې د بيلا بيلو لرغونپوهانو او څيړنکو له لوري څيړل شوي او پيژندل شويدي .  د امريکايې لرغونپوه لويس دوپرې  په زيار د ناور دښت وڅيړل شو ، چي په افغانستان کي  د لرغونو انسانانو د شتون  تر ټولو پخوانۍ او څرګند ټاټوبۍ ګڼل کيږي  . دلومړي ځل لپاره د فرانسوي لرغونپو هانوډله د مسيو فوشه تر مشرۍ لاندي  په غزني ولايت کي  د بودايې پير زيات شمير  پژۍ او لرغوني توکي را وپيژندل  . همدا ډول  د اسلامي پيړيو اړوند ابدات  او په ځانګړي توګه د غزنوي پاچاهانو د مهال ودانۍ او ابدات  په زياته پيمانه د ايتالوي  لرغونپوهانوپه زيار وڅيړل شوه ، چي نه يوازي د لرغوني او تاريخي غزني ارزښت يې را څرګند کړ ، بلکي د افغانستان د لرغوني تاريخ زيات شمير پټي او نا څرګندي برخي يې  څرګندي  کړېدي  .

باميان ولايت د روزګان او اوسني دايکندي شمال ختيځ لوري ته پروت دۍ . د زيات تفصيل پرته ويلای شو چي باميان نه يوازي دا چي د هېواد په لرغوني تاريخ کي ځانګړۍ دريځ لري  ، بلکي د لرغونو زمانوبودائيانو لپاره يې  د يوه سپيڅلي سيمي ارزښت درلود ، د دې  وينا سپيناوۍ  په هغو سترو او زياتو مجسمو کي  ليدلای شو چي د باميان ولايت  په مرکز او اړوندو ولسوالېو کي  د لرغونپوهانو او څيړونکو په زيار پيژندل شوي او څيړل شويدي . په باميان کي د صلصال او شمامې دوې ستري پژۍ نه يوازي دا چي د افغانستان د لرغوني تاريخ او پخواني کلتوري شتمنيو ستره برخه ده بلکي د نړۍ د پخواني تاريخ  د څرګند څپرکي په توګه د نړيوال کلتوري ميراث په توګه  منل شوي  او د څيړونکو او سېلا نيانو د پام وړ ګرځېدلي دي . 

د روزګان شمال لوېديخ لورته د غور ولايت پروت دۍ ، نوموړۍ ولايت د خپلو نورو لرغونو اثارو او تاريخي ودانيو تر څنګ د جام څلي په شتون زيات نامتو شويدئ . د جام تاريخي څلئ چي په افغانستان کي د اسلامي پير د زياتو نامتو ودانيو څخه ګڼل کيږي  ، اوس مهال ديو نسکو ادارې له لوري  د نړۍ د لرغونو کلتوري ميراثونو په لړ کي شميرل شوئ دئ . د دې تر څنګ د لرغوني شا مشهد ، فيروز کوه ، باغ ارام  ، قلعه اهنګران او نوري   تاريخي سيمي   شته چي د لرغوني او تاريخي غور ځانګړۍ ارزښت يې څه ناڅه را برسيره کړئ دئ . په غور ولايت کي  د فرانسوي لرغونپوهانو په څانګړي توګه د پروفيسور فيشر  له لوري  د تاريخي ودانيو پاتي شوني  او اودلرغونو انسانانو د ميشت ټاټوبې په زياته پيمانه  سروې  شوي او څيړل شويدي ،  چي  د غور ولايت تاريخي ارزښت يې برملا کړئ دئ .

هلمند د روزګان ولايت سهيل لويديځ ته پروت هغه تاريخي ولايت دئ چي  د يو شمير تاريخ پوهانو او لرغونپوهانو له لوري يې نامتو لرغوني سيمي او تاريخي ټاټوبي څيړل شوئ او پلټل شوئ دئ  ، چي د بيلګي په توګه  په سنګين کي لرغوني هديرې ، موسې کلا او څاروان کلا کي د لرغونو ودانيو پاتي شوني  په زياته پيمانه لېدل کيږي   .   د دې تر څنګ  د فرانسوي او افغاني  لرغونپوهانو او مورخينو له لوري د لښکري بازار په نوم د يوې تاريخي سيمي د څيړلو او پيژندلولپاره وړ هڅي تر سره شويدي . او همداسي  د بست کلا  او هغې ته څيرمه زياتي تاريخي ودانۍڅيړل شوي اومعرفي شوي دي . دبست کلا نه يوازي داچي په سيمه کي د فکلوري   نکلونو او وياړونولپاره يوه ستره شتمني  شميرل کيږي  بلکي د افغانستان دپيژندلو يوه زرينه بيلګه هم  ګرځېدلې ده .

دکندهار ولايت چي د هېواد په لرغوني تاريخ کي  د پنځه زره کلن  تاريخ وياړ او لومړۍ  باب جوړي  د روزګان ولايت  سهيل ته پروت دۍ .  که د منديګک له لرغوني ټاټوبي تير شو ، چي زموږ د هېواد د پنځه زره کلن تاريخ سر ليک ګڼل کيږي  ،  په نوموړي ولايت کي  زيات شمير نوري سيمي هم شته چي د هېواد په تاريخ کي  د څرګندو وياړنو ښکارندويې کوي  . د شمشير غار لرغوني سموڅي  ، د دهموراسي غونډئ ( احتمالا ديميترويوس  غونډئ ) چي د لرغونو پيرونو څرګندي بيلګي دي  ، د دې تر څنګ د نارنج باغ  تاريخي ماڼۍ ، د تاريخي کندهار زوړ ښار ، د حضرت محمد مصطفی ( ص ) مبارکه خرقه ، د ميروېس نيکه  او د احمد شا بابا زيارتونه   او نور ي بيلګي يادولای شو چي په بيلا بيلو مهالونو کي د لرغونپوهانو او تاريخ پوهانو له لوري  تر څيړنو او پلټونو لاندي نيول شويدي .

رښتني خبره دا ده چي د يادشويو نامتو لرغونو او تاريخي سيمو په منځ کي پروت د روزګان  ولايت به خامخا د زياتو تاريخي او لرغونو اثارو خاوند وي . د دې رښتينوالي  سپيناوئ يوازي د هغه ګاونډيو ولايتونو د لرغونو سيمو او تاريخي ابداتو د شتون له خيالي تړاو سره نه دۍ ملګرئ ، بلکي په بشپړ ډاډ ويلای شو چي د روزګان ولايت په هر ولسوالي کي  د تاريخي ودانيو په لسګونوداسي پاتي شوني شته چي  سيمي ته په رسېدلو سره د هر ليدونکي پام ځان ته اړوي  .   خو له بده مرغه تر اوسه  نه د بهرنيو او نه هم د کورنيو اوس مهاله ( معاصر ) څيړونکو له لوري ورته پام شويدئ .

د اوس مهاله پوهانو له شميره يوازي  مرحوم علامه حبيبي   په خپلو تاريخي سفرونو کي د روزګان د لرغونو ډبرليکونو څيړنه کړې اوهم  د روزګان په اړه  د يو شمير تاريخي پيښو ياد کړئ  دئ  ، چي خپل ځانګړئ ارزښت يې تر اوسه ساتلئ دئ . په داسي حال کي چي په پخوانيو تاريخي متونو او ليکونو کي د روزګان اوسني ولايت پوري تړلي بيلا بيلو سيمي  د نامتو مورخينو ، ګرځندويانو ( سياحين ) او جغرا فيا پوهانو له لوري په يوه يا بل ډول ياد شوئ او په اړه يې پوره او يا څه ناڅه مالومات ثبت او ليکلي دي .د بيلګي په توګه ، طبقات ناصري (  ليکوال : جوز جاني  ) تاريخ سيستان ( ليکوال : نا څرګند ) حدود العالم  ... ( ليکوال : ناڅرګند )  پټه خزانه ( ليکوال : محمد هوتک ) ګرشاسپ  ( ليکوال : حکيم طوسي ) منتخبات قانون  ( ليکوال : مسعودي )  او همدا ډول  په راوروسته پيړيو کي د تاج التواريخ  ( ليکوال : عبدالرحمن خان ) سراج التواريخ ( ليکوال : فيضمحمد کاتب او بيا علامه حبيبي يادولای شو  .

د دې ليکني موخه دا ده چي په روزګان ولايت کي د تاريخي څيړنو او لرغونو پلټنو چارو،  پيل ته پام واړول شي . که دا ډول څيړنو او پلټنو ته سر له اوسه پام وشي هغه د افغانانو متل دئ چي وايې ( ماهئ چي هروخت له اوبو ونيسې تازه دۍ ) دا به نيک پيل وي . اوس غواړم په لنډه توګه هغو زيانونوته د لوستونکو پام واړوم چي د پاملرني د نشته والي  له امله شوني دي  ، او هم هغه ګټوري پايلي يادي کړم چي د اړيني پاملرني له امله به يې ولرو . 

لومړۍ  -   د نه پاملرني له امله دزيان  اوښتلو شونتيا   :

١ -  د روزګان ولايت په بيلا بيلو ولسواليو کي په زياته پيمانه  لرغوني سيمي او د تاريخي ودانيو پاتي شوني شته ، چي که ورته په بيړه پام ونه شي ، زموږ دا تاريخي وياړونه او کلتوري شتمنۍ به له لاسه وتلي وي ، هغه وخت به يې زيان  يوازي د روزګان   تاريخ ته  نه  بلکي د افغانستان لرغوني  تاريخ ته رسېدلئ وي .

٢ -  که په روزګان ولايت کي  د لرغونو سيمو او تاريخي ځايونو د ساتني  رسمي  او پر له پسې   څارنه او پالنه ونه شي ، د دې احتمال ډير زيات دۍ چي د قاچاق وړونکو او غير مسلکي سپړنکوله لور به ورته نه جبيره کېدونکي  زيانونه ورسيږي .

دوهم -  د پاملرني  په صورت کي ګټوري پايلي  :

١ -  په روزګان ولايت کي  د ميشتو اولسونولپاره د پوهنيزو چارو د پراختيا يوه اغيزمنه لار د هغو لرغونو او تاريخي سيمو په اړه  په زړه پوري مالومات  وړاندي کول دي چي د هغوئ تر سترګو لاندي را څرګنديږي .

٢ -  په روزګان ولايت کي د ليږد او ناليږد موزيمونو د جوړېدوپر بنسټ زده کونکو او عام اولس ته د ليدلو او کتلو پوهنيزه کړکۍ پرانستل کيږي ، او ورسره سم  د کار زمينه پيدا کيږي .

٣ -  د لرغونو او تاريخي اثارو او ابداتو پيژندل او ځلول  به په دې ولايت کي د سېلا نيانو د تلو راتلو زمينه برا بره ، او په سيمه کي به دلاسي صنايعو، مالداري  او زراعتي پيداوار و  د راکړي ورکړي ګټوره لار پرانستل شي . او په دې ډول نور ښيګڼي شته چي په راتلونکو ليکنو کي به يې يو په يو را يادوم اوپه هېواد کي د کلتوري  څانګو لوړ پوړيو چارواکو ، د اطلا عاتو او کلتور وزارت او نورو اړوندو ادارو   د پام اړولوپه نيت به  د ليکنو دا لړۍ پر له پسې  ساتم .

په درنښت

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006