نصر اوریا
لېونی زړه
تورې سترګې سرې شونډې د خونکاره
دسترګوغېښو ،مين په زړه کې جفاکاره
ځکه ودې وسوم په دې انګاره
ولې يي بې رحمه زما نګاره
هيڅ نه پوهېږې دخدای دپاره
تيټوهسکو څپاندو د ليونی کړم
ستاپه درکې به ځان سپېلنی کړم
مزل مو اوږدشو ترڅو په انتظاره
ځکه ودې وسوم په دې انګاره
ولې يي بې رحمه زما نګاره
هيڅ نه پوهېږې دخدای دپاره
څومره به صبر کړم او اورم پېغورونه
سرپه زنګون ورځې شمېرم لکه کلونه
کله به شم ستا خدمت ګاره
ځکه ودې وسوم په دې انګاره
ولې يي بې رحمه زما نګاره
هيڅ نه پوهېږې دخدای دپاره
دعشق په دردکې لېونی شوم
دخلکو دخندا اوس ورځينی شوم
اوښکي تويوم ستا دپاره
ځکه ودې وسوم په دې انګاره
ولې يي بې رحمه زما نګاره
هيڅ نه پوهېږې دخدای دپاره