په اتريش کي د پښتوژبي نړيوال سيمنار ته
د سلام فرهنګي ټولني پيغام
تر هرڅه وړاندي د اتريش هېواد په وين ښار کي د افغان اولس فرهنګي ټولني دا پرځای نوښت ته چي د پښتو ژبي د نړيوال سيمينار تابيه يې کړېده ، د زړه له کومي مبارکي وايو او دسيمنار د ګډونوالو لپاره د برياليتوب هيلي څرګندوو.
پښتو د ٢٠٠٣ ميلادي کال د نړيوالي سرشميرني پر بنسټ په نړۍ کي د څه ناڅه پنځوس مليونو انسانانو ژبه ده ، د پښتو ليکدود د رباطک ډبرليک پر بنسټ څه ناڅه دوه زره کاله پخوانئ دۍ ، پښتو د ژبي او ليکدود ترڅنګ يو ځانګړۍ کلتور او انساني سپيڅلۍ دود دئ . او په دې ډول زياتي ځانګړتيا وي شته چي د پوهیدلو لپاره يې د پښتو دڅيړنيز نړيوال سيمينار دجوړولو اړتياڅرګنده وه ، له نيکمرغه تاسو دې اړتيا ته پام کړۍ ، او د پښتونړيوال سيمنار د جوړولو مخکښ شوي ياست .
سلام فرهنګي ټولنه ستاسو د دې نوښت درنښت کوي او په دې نړيوال سيمنارکي د نامتو پښتو پوهانو لپاره د بشپړ بري هيله څرګندوي . زموږ باور دا دۍ چي ستاسو د نړيوال سيمنار پايلي به په نړۍ کي د خورو ورو پښتنو لپاره څرګندي علمي پايلي ولري .
په پښتني مينه
د سلام فرهنګي ټولني په استازيتوب
پوهنوال رسول باوري
اسن ---- هلند
٢٠٠٧ \ ١١ \ ١٥