د نصر اوريا دوه شعرونه
ليوه چه ګيد ړشي
منډې را منډې راوهلې
نارې سورې به يې وهلې
يو ځل نه چه څو ځلې به یې کړلي
پر هرچا به يې خندلې
اوس دمونږ وار دی
زر شئ چه تلواردی
دزمريو مو ښکار دی
اوس دمونږه نو بهاردی
زمريان يې ګيدړبلل
دوي يي هسې ډارن بلل
ځانونه يې څښستن بلل
بازونه يې کارغه بلل
په دې پوه شه زما ياره
ځاي نلري بې وقاره
هرچاته سپک شي بيشماره
چه نور نه پريږدي په کراره
وخت هسې رانږدې شو
په زمريانوپرباندې بريد شو
دليوه زړه دګيدړشو
په کارغانو اختر جوړشو
حمله کونکي وارخطا شول
پوسخند دهرچا شول
زمريان په نڅاشول
له حملونه را پشا شول
نوريې ځاي نشته په خپل کورکې
نه هغه نڅا اوسازپه ډول کې
خوب نلري په هر لورکې
نورهسې خيال نشته په سروکې
وروسته له ماتې دوی را ټول شول
يو بل ته په ترټلو او په ګونډو شول
ورکې سپکې يو بل ته په تر خو شول
يوبل باندې ګذار او غورځېدو شول
دژمي مخ
دپسرلي ګل وم مخ مې ښکلا لرينه
بزرګر مې يار و، هر چا نڅا لر ينه
چا درنګ چا دبوټي کړل صفتونه
شپه مي له يارسره خولمر خطالرينه
پسرلی مې لنډ ؤ مني را ته مخ کړو
اوس په مخ مې څپېړه دهرچا لرينه
نور نه بزرګر وينم نه هغه بلبلان شته
دژمي سپين مخ نوره برېښنا لرينه
دکنډ والې ژوندو ن خو نه ګناه
چه په دې ګناه مې ماته يا رشا لرينه
ځواني مې خاورې زړه مې سوری شو
دهوا مرغۍ مې دزنکدن نڅا لرينه
نصره لا نست يې د ليونيانو به تمه
ليونيانو تل دهوښيارئ دعوالرينه