اتل ته
کاشکي ته وای را سره زما تسل ته
دژوندون کږلېچو اړ ويستمه مل ته
نه ځواني اونه ياران د ځوانۍ وينم
کږه ونه سر مي ټيټ د ځمکي تل ته
ما به ډانګ را سره ووړ د ماتي نه وم
اوس حريف کاروي زماعساء بدل ته
په سرو سترګو د دې باغ ميوه پخيږي
ټيټي مشه سترګي سرې د هېوادغل ته
که د دوست زيارت ته لاړي دعا وکړه
بابوزئ به هم دعا کړي خپل اتل ته
بابوزئ
٢٠٠٧ \ ١٢ \ ٠٦
د بابوزي يو شعر
خيالي بيتونه
پټه په کتو کي مينه خوند کوي
شنو درو رغوکي مينه خوند کوي
سترګوکي دي مينه شته خو نه وايې
دا ډول نازو کي مينه خوند کوي
پريږده توري زلفي چي راتاو مي کړي
تورو ترږمو کي مينه خوند کوي
را به دي وړم غيږي لره غوږ به شم
خوله په خوله ويوکي مينه خوندکوي
ښکاري بابوزي ته مينه درند پيټۍ
دې خيالي بيتو کي مينه خوند کوي
2008.01.16