استاد کهزاد نه هيرېدونکۍافغان مورخ او لرغونپوه
د پوهنوال رسول باوري دهغي وينا متن چي د افغانستان د جوړېدلو د ٢٦٠ مي کاليزي په وياړ جوړ شوي نړيوال سيمنار کښي واورول شوه . دا سيمنار چي په جرمني هېواد کي د افغان کلتوري ودي ټولني له لوري يې تابيا شوې وه ، د افغانستان د پنځو نامتو مورخينو( خدای بخښلو فيض محمد کاتب ؛ احمد علي کهزاد ؛ علامه حبيبي ؛ مير غلام محمد غبار او قاضي عطالله خان ) علمي او څيړنيزو هڅو ته ځانګړې شوۍ وو . د يادولو ده چي دا ليکنه د هغو دوو پخوانيو ليکنو لنډه کۍ ټولګه ده چي پخوا خپرې سوېدي ، مينه وال کولای شي چي بشپړ تفصيل يې په ( احمد علي کهزاد د افغاني پوهانو له نظره - استاد کهزاد نه هيريدونکۍ افغان مورخ او لرغونپوه) تړاونو کي ولولي :
په جرمني کي د نوي افغانستان د جوړېدلو د ٢٦٠ مي کاليزي يو انځور
د غونډي درنو برخوا لو اسلام عليکم ! تر هرڅه وړاندي تاسو ټولو ته د افغانستان دجوړېدلو د ٢٦٠ مي کليزي مبارکي وايم .
----- زه خوشاله يم چي يو ځل بيا ستاسو په وړاندي په دې ستر جشن کي د خپلي مقالې د لوستلو فرصت پيدا کوم .
----- ما خپله ليکنه د : ( استاد کهزاد نه هيرېدونکۍ افغان مورخ او لرغونپوه ) تر سر ليک لاندي د سريزي پرته په دريو وړو عنوانو نو کي ليکلې ده . لنډه سريزه ، د کهزاد ژوند ژواک ؛ په هېواد کي د استاد کهزاد علمي سفرونو ځانګړني ؛ او استاد کهزاد د افغاني پوهانو له نظره ؛ زه به هڅه وکړم چي دا ټول په لنډه توګه او لږ وخت کي ستاسو خدمت ته وړاندي کړم .
----- په سريزه کي مي دې ټکي ته پام اړولۍ چي د شلمي پيړۍ د مورخينو تر منځ د پيښو پر تسلسل او په ځانکړې توګه د لرغونو مدنيتو د پيدايښت په اړه دوه ځانګړي ليد لوري په ګوته شويدي .
----- يوهغه چي د لرغونې نړۍ مدنيتونه د يوه ځانګړي ټاټوبي څخه ناشي او زيږنده ګڼي چي دا ليد لور د ډيپوزن په نوم مشهور شوئ دۍ . د دې ليدلوري په سر سر کي استراليايې داکتر اليوت سميت معرفي شوئ دۍ .
---- دوهم هغه ليد لورۍ دۍ چي د مدنيتونو پيدايښت د سيمه ايزو شونتياو پر بنسټ څيړي او باور لري چي د هري سيمي مدنيت ځان ته او ځانګړۍ دۍ . دې لېد لوري ته يې دسيمه ايزو شونتياو ليدلوري نوم ورکړۍ دئ . د دې ليد لوري په سر سر کي د انګلستان نامتو لرغونپوه او مورخ ګوردن چايلد ياديږي . استاد کهزاد هم د چايلد په څير د هغو مورخينو او لرغونپوهانو په لړ کي دۍ چي د مدنيتو نوجرړي د هغو سيمو په شونتياو کي څيړلي او منلي دي .
========
======== داستاد کهزاد ژوند ژواک : دا زما د ليکني لومړۍ برخه ده . په ( ١٢٨٧ ) لمريز کال د ثور د مياشتي په اتمه نيټه چي د ( ١٩٠٨ ) ميلادي کال د اپريل مياشتي( ٢٨ ) مه کيږي د کابل ښار د ميوند واټ په لومړۍ برخه کي د يوه لوستي کورنۍميرزا محمد علي خان په کور کي يو ماشوم وزيږدئ چي د احمد علي په نوم يې و نوماوه . ماشوم د پلار تر لارښوني لاندي د ليک لوست کالونو ته ورسېد ، لومړۍ د سيد عبدالحميد مدرسې ته ولاړ او بيا د اتحاد او حبيبيې ښونځيو کي درس ولوست او په ١٣٠٨ لمريز کال د استقلال ښونځۍ څخه فارغ شو .
------- احمدعلي د ليک لوست او زدکړي ځانګړۍ استعداد درلود لا د ښونځۍ زده کونکۍ وو چي د خپلي ښونځۍ د جريدې چاري ورته وسپارل شوې او په خورا زړه راکښونکي ډول يې د جرېدې چاري سمبال کړې او هغه مهال يې د هېواد نامتو ژورناليست غلام محي الدين انيس پام ځانه ته را واړاوه او د ښونځۍ جريده يې د انيس په چاپي موسيسه کي خپرول .
------ د ښونځۍ څخه تر فراغت وروسته سمدستي په سلطنتي ارګ کي د فرانسوي لرغونپوه مسيو کزال سره د ژباړن په توګه دندي ته وګمارل شو . ، هغه مهال يې په فرانسو ژبه د افغانستان په اړه تاريخي او کلتوري ليکنه وکړل چي بيا وروسته يې د هغې ليکني پر بنسټ فرانسوي علمي موسيسو د نامتو افغان څيړونکي په توګه ومنۍ .
------ کهزاد په لنډه موده کي د ښه ژباړن په توګه وپيژندل شو ، په بهرنيو چارو وزارت کي د ژباړن او بيا په ايتاليا کي د افغان سفارت د مامور په توګه دندي ته وګمارل شو ، خو د څه مودې وروسته يې هغه دنده پرېښودل او هېوادته راوګرځېدۍ چي ورسره سم د کابل توقيف ځای کي بندي شو، هلته يې د افغانستان لرغونۍ تاريخ وليکۍ چي ورسته همدې اثر د افغانستان د مطبوعاتو لومړۍ درجه جايزه وګټل .
------ په بيلا بيلو اداري پستونو کي يې دنده تر سره کړېده ، د موزيم د مدير ، د تاريخ انجمن د مشر ، د کلتوري سلا کار دنده او نوري اداري چاري ورته سپارل شويدي ، خو کهزاد تر هرڅه وړاندي د يوه څيړونکي ، مورخ او لرغونپوه په توګه زموږ د هېواد په علمي کړيو کي پيژندل شوئ دئ .
------ د استاد کهزاد په سلګونو ملي سيمنارونو او په لسګونو نړيوالو کنفرانسونو کي ګډون کړۍ چي له برکته يې د افغانستان تاريخ او کلتور په ملي او نړيوال ډګر کي د پوهېدلو او پيژندلو وړ وګرځول شوئ دۍ .
------ د همدې کنفرانسونو په لړ کي د ايتاليا هېواد د لرغونپوهني انستيوت له لوري ورته د داکترۍ وياړ او د پر فيسرۍ لقب ورکړل شو . او هم يې په امريکا کي د لرغونپوهانو د نړيوالي غونډي څخه د برلاسي څيړونکي مقام او د سروزرو مدال تر لاسه کړيدئ . په لنډه توګه ويلای شو چي د استاد کهزاد د ( ٧٥ ) کلن ژوندانه زياته برخه د افغانستان د وياړونو سره تړلې ده .
=======
زما د ليکني دوهمه برخه په افغانستان کي د استاد کهزاد د علمي سفرونو ته ځانګړتياو ته بيله شوېده .
------ استاد کهزاد په خپل وياړلي او ګټور ژوند کي تر ٥٥ زيات علمي او څيړنيز کتابونه او رسالې او تر دوه سوه زياتي علمي مقالې او بيانيې ليکلي دي ، چي د بيلګي په توګه په دوه ټوکه کي د افغانستان لرغونۍ تاريخ ، افغانستان در پرتو تاريخ ، بالا حصار او تاريخي پيښي ، لوۍ کوشاني کنشکا او نور يادولای شو .
------ ما په دې ليکنه کي يوازي هغو کتابونو او رسالو ته پام اړولۍ چي د استاد کهزاد د هېواد بيلا بيلو سبمو ته د خپلوعلمي سفرونو په پايله کي ليکلي او خپاره شويدي .
----- په افغانستان کي د استاد کهزاد لومړنۍ علمي يون په ( ١٣١٠ ) لمريز کال د کابله تر هلمنده وو ، چي په لار کي يې د عزني ، زابل ، کندهار ، ګرشک او فراه تاريخي او لرغوني سيمي هم وليدلې او په اړه يې ارزښتمن مالومات را ټول کړل . د دې سفر په پای کي استاد کهزاد خپل نامتو څيړنيز اثر د لښکرګاه په نوم وليکۍ او په دې اثر کي يې د هغي سيمي جغرافيايې ارزښت اوتاريخي وياړنو بشپړ سپيناوۍ وکړ ، او داسي نوي برسيره وني يې څرګندي کړې چي تر هغه وړاندي چا نه وې تر سره کړي .
----- د استاد کهزاد دوهم علمي يون د کابله تر کنړ او نورستان پوري په ( ١٣١١ )لمريز کال تر سره شو . کهزاد د لاري پر سر پرتې ټولي سيمي د يوه مورخ او لرغونپوه په توګه وڅيړلې او دا ځل بيا کهزاد يوازي د يوه لرغونپوه په توګه نه بلکي د يوه اتنولوجيست مورخ په توګه يې د سيمي په اړه پراخي څيړني او سپړني تر سره کړې . د دې پوهنيز يون پايله د هغه نامتو اثر پنځول شوه چي هغه يې د سروبي تر اسماره په نوم ونوماوه . په دې اثر کي د لومړي ځل لپاره د يوه افغان مورخ له لوري د نورستان د ميشتو وګړو اريايې ريښه را څرګنده شوه او په ملي موزيم کي هم د لومړي ځل لپاره د نورستان د کلتوري اثارو نندارتون پرانستل شو .
------- په هېواد کي دننه د استاد کهزاد دريم علمي يون د هېواد شمالي سيمو ته د ( ١٣١٢ ) لمريز کال تر سره شو . دا يون د لرغوني بلخ څخه بيا تر جوزجان ، فارياب ، بادغيس او هرات پوري ورسېدۍ . په دې سفر کي استاد کهزاد دوې نامتو رسالې وليکلې چي يوه يې د افغانستان په شمال کي دری زره کېلومترو په واټن علمي سفر او بله رساله يې ( د کوه بابا او هريرود په مسير کي ) تر سر ليک لاندي وليکلې . دنوښت سره سم ليکل شوي دا رسالې نه يوازي دا چي د
هېواد په تاريخ کي خوارا ارزښتمن دۍ بلکي بهرنيو څيړونکو يې د لرغونو سيمو د سروې او څيړني لومړني پړاونه هم ګڼي .
------ د شل کاله ځنډ وروسته يو ځل بيا استاد کهزاد د هېواد سهېلي سيمو پکتيا ته ولاړ ، په دې سفر کي يې د مرزکې څخه تر ٣٠ زره زيات تاريخي او لرغوني مسکوکات د سپړنو او
پلټنو په ترځ کي تر لاسه کړل او هغه يې د هېواد ملي موزيم ته وسپارل . د دې علمي يون پايله د استاد کهزاد هغه نامتو څيړنيز اثر پنځول شوه چي د ( د افغانستان لرغوني مسکوکات ) تر سر ليک لاندي يې وليکۍ . دا اثر اوس د کورنيو او نړيوالو څيړونکو لپاره د يوه معتبر ماخذ په توګه منل شوۍ دۍ .
------ په لنډه توګه استاد کهزاد په هېواد کي يوازنۍ مورخ دۍ چي هم يې د هېواد تاريخي سيمي ليدلي - سپړلي دي او هم يې په اړه د علمي معيارونو سره سم څيړنيز اثار ليکلي او خپاره کړيدي .
=====
د مقالې دريمه برخه د هغو افغاني ليکوالو او پوهانو نظريو ته ځانګړې شوېده چي د استاد کهزاد په اړه يې ليکلي او يا ويلي دي . زما په دې ليکنه کي تر ( ١٥ ) پنځلسو زياتو افغان پوهانو نظريات ياد شويدي ، چي زه دلته د وخت د سپما په هيله يوازي څو بيلګي يادوم :
----- دکانديد اکادميسن پوهاند مير حسين شاه خان په نظر (( کهزاد رښتيني مورخ او دعلمي څيړنوپلوي او د سپيڅلي شخصيت خاوند دئ . ))
---- د مرحوم سر محقق دوست شينوارۍ په نظر (( استاد کهزاد د افغانستان د لرغوني تاريخ برلاسۍ څيړونکۍ او د لرغونو وياړونو رښتينۍ مورخ دۍ ))
----- د نامتو ليکوال اکبر شورماچ په نظر ( استاد کهزاد لومړنۍ افغان څيړونکۍ دۍ چي د نورستانيانو تير تاريخ او اتنيکي ريښې يې څرګندي کړ ې . ))
----- د سر محقق مير احمد ګربز له نظره (( استاد کهزاد په هېواد کي د لرغونو اريائيانو نامتو اتنو لوجيست او ارين پوه دۍ . ))
----- او په پای کي غواړم په يوه لنډه جمله کي و وايم چي : د افغانستان لرغونۍ تاريخ د کهزاد پيژندني پرته نشي بشپړ ېدلای .
ستاسو د پاملرني څخه مننه