داکتر (یاسین زی )
ړندی شه هغه سترګی
چه می یار خپه کوی ړندی شه هغه سترګی
چه غماز خوشحالوی ړندی شه هغه سترګی
راته سترګو کی یی ځای چه دی راکړی
چه هر څوک یی لمسوی ړندی شه هغه سترګی
باغ د ګلو می جوړ کړی خپل آشنا ته
چه یی څوک راوچوی ړندی شه هغه سترګی
سترګی هغه سترګی دسترګوچی شرمیږی
چه تری زهر بادوی ړندی شه هغه سترګی
دسترګو په کتو کی اثر د محبت وی
نفرت چی ټوکوی ړندی شه هغه سترګی
زار له هغو سترګو نیغ چی درته ګوری
چه یی ښکته خموی ړندی شه هغه سترګی
یاسین زیه ورکی فرق دسترګو وکړه
چه برګ برګ یی غړوی ړندی شه هغه سترګی
(یاسین زی )
کوهاټ غلام بانډه