د مشرف دوېمه کودتا او د پاکستان د راتلونکي تت عکسونه
عبدالهادي حېران
د پاکستان د شپېته کلن عمر زياته برخه پوځ خوړلې ده خو دا لومړى ځل دى چې يو پوځي مشر يې دوه ځل کودتا کوي. جنرال پروېز مشرف لومړنۍ کودتا د ١٩٩٩ کال د اکتوبر د مياشتې په دولسمه نېټه وروسته له هغې وکړه چې د ملک دننه د هغه وخت د صدراعظم نواز شريف د حکومت څخه په پراخه پېمانه سر ټکېده او ان ځينو سياسي ګوندونو په اشارو کنايو کې پوځ ته د قبضې بلنه ورکوله.
په همدغو ورځو کې د صدراعظم نوازشريف او د هغه لخوا د ټاکل شوي پوځي مشر جنرال پروېز مشرف ترمنځ سخت اختلافات رامنځته شول او لکه څنګه چې هر ځل او هر ځاى کېږي، جنرال مشرف د يو بهرني هېواد په سفر و چې نوازشريف له خپل منصبه ګوښه کړ خو هغه په خپل ځوابي بريد کې د نوازشريف د حکومت بستره ورټوله کړه او هر څه يې په خپل لاس کې واخيستل.
د دويمې کودتا مخ شکل خورا توپير درلوده. دا ځل حکومت خپل و، د ملک دننه زېږېدلې ستونځې د مشرف خپلې وې، خلک لکه څنګه چې د لومړنۍ کودتا پر مهال د نواز شريف د حکومت څخه بېزاره وه دا ځل دده د حکومت څخه بېزاره وه او لانجه د يو داسې قاضي سره وه چې خپل زور يې لا د مخه د ملک په لارو کوڅو کې ښودلى و.
د سترې محکمې په تر ټولو لوړ منصب ناست قاضي افتخار چوهدري، داسې ويل کېږي، چې دا ځل د مشرف د ولسمشرۍ د مشروعيت پر ضد پرېکړه کوله خو مخکې لدې چې دغه پرېکړه اعلان شي، مشرف خپل وار پرې لومړى کړ او يو ځل بيا يې کودتا وکړه.
دا کودتا، چې د جنرال مشرف په ګډون د پاکستان ټول حکومت ورسره وارخطا معلومېږي، د خپل کړۀ وړۀ، موجوده وضعې، پخوانيو پېښو، سياسي کړکېچ او پراخ مخالفت له امله ډېر خوارۀ وارۀ اړخونه لري. د حکومت د وارخطايۍ لامل دادى چې دا د نړۍ په تاريخ کې ښايي لومړنۍ کودتا وي چې يو پوځي جنرال د خپل جوړ کړي حکومت پر مهال وکړه او سمدستي وروسته يې په خپله وېنا کې په خلاص مټ د خپلو ناکاميو اعلان هم وکړ خو د اعتراف جرائت يې ونکړاى شو.
د جنرال مشرف په وېنا، د کودتا د کولو دلايل دا وو:
٠ ترهګر ډېر پياوړي او منظم شوي دي.
٠ په پوځ او پوليسو بريدونه زيات شوي دي.
٠ ترهګر اَن د ملک زړه اسلام اباد ته رارسېدلي دي.
٠ زمونږ نه څوک نه ډارېږي.
٠ وضعه ډېره خرابه شوې ده.
٠ د سترې محکمې قاضيانو له خپلو څادرونو زياتې پښې غزولې.
٠ سترې محکمې خطرناک ترهګر خوشې کول.
٠ د ترهګرۍ په وړاندې جګړه له خطرې سره مخ وه.
٠ اقتصادي لاسته راوړنې له لاسه وتلې.
دا دلايل د غور وړ دي. ترهګر رښتيا هم ډېر پياوړي او منظم شوي دي او په پاکستان کې د ترهګرۍ پر ضد جګړه د خطرې نه بلکې له يوې سختې او سترې ماتې سره مخامخ ده. خو پوښتنه داده چې ددې مسئوليت د چا په غاړه دى؟ نښې نښانې او د نړۍ د تقريباً ټولو نظر لرونکو غږ خو دادى چې د ترهګرو په پياوړي کولو او منظم کولو کې پخپله د پاکستان د استخباراتي ادارو او ځينو ګوندونو لاس دى. که دا خبره سمه نه هم وي نو دا خو سمه ده چې ترهګر پياوړي شوي او منظم شوي د بل چا په حکومت کې خو نه دي، په هماغه حکومت کې دي چې پخپله جنرال مشرف جوړ کړى دى او په خورا وياړ سره يې د خپل اته کلن حکومت ستره لاسته راوړنه ګڼي.
د همدې حکومت پر مهال بنسټپال ځواکونه د القاعده او طالبانو په نامه د وزيرستان، باجوړ، مومندو او نورو سيمو نه تر سوات او اسلام اباده ورسېدل، ځانمرګي بريدونه د پخوا پر نسبت څو سوه چنده زيات شول، په خلکو او د خلکو په کاروبارونو نېغ په نېغه حملې وشوې، د انسانانو د ذبح کولو جزاوې ايجاد شوې، د ړندو بمباريو په ترڅ کې په سلګونو بې ګناه خلک ووژل شول او دا لړۍ لا هم په نژدې راتلونکي کې نه ښکاري چې پاى ته ورسېږي.
په قاضيانو او ستره محکمه دا تور چې خطرناک ترهګر يې خوشې کول هم يو څه د خندا وړ خبره معلومېږي. ځکه چې د مشرف د دويمې کودتا يوه ورځ لا نه وه وتلې چې پخپله همدې حکومت اتلس داسې بنديان خوشې کړل چې د حکومتي معلوماتو له مخې په ځانمرګيو بريدونو کې يې لاس درلوده. دغه بنديان د وزيرستان د بېت الله محسود د ډلې سره تړلي وه او د هغو څه د پاسه دوو سوو بنديانو په بدل کې خوشې شول چې څو مياشتې وړاندې په وزيرستان کې تښتول شوي وه. د څه دپاسه دوو سوو وسله والو پوځيانو تښتونه يوه بېله داسې موضوع ده چې ډېرې پوښتنې يې راولاړې کړې دي او جلا بحث ته اړتيا لري.
جنرال مشرف او په سايکل سپرو (ق ليګ) مشرانو په خپل فکر د ملک دننه د موجوده ستونځو د حل لپاره بيړنى حالت يا ايمرجنسي اعلان کړه چې دا پخپله يوه ستونځه ده. نو ايا يوه ستونځه به بله ستونځه حل کړي؟ د بې نظير بوټو په وېنا دا به لا نورې ستونځې پسې وزېږوي، خو د زياتو سياسي شنونکو بيا دا فکر دى چې جنرال مشرف سره له دې پرته بله چاره نه وه ځکه چې وايي په اوبو کې ډوبېدونکى هر بوټي ته لاس اچوي او ښايي د جنرال مشرف لپاره دا اخري بوټى و چې لاس يې ورواچاوه. لدې وروسته څه پېښېدونکي دي؟ که دا حقيقتونه وليدل شي او غور پرې وشي نو د يو څو تتو عکسونو منظرنامه پکې ليدل کېږي.
٠ خلک په بشپړه توګه د موجوده حکومت څخه بېزاره دي.
٠ قضاييه او مېډيا چې د يو ملک د نظام دوه مهمې ستنې ګڼل کېږي په پوره زور او شور سره د جنرال مشرف پر ضد مېدان ته راوتلي دي.
٠ هره ورځ دومره زوره ورې اوازې خپرېږي چې جنرال مشرف يې په خپله ترديد کولو ته اړتيا ويني. دا د وارخطايۍ يوه بله علامه ده.
٠ پيپلز پارټي چې د پاکستان تر ټولو زيات کارکوونکي لرونکى سياسي ګوند دى او په دې وروستيو کې يې د جنرال مشرف سره تفاهم شوى و هغې هم د نوې وضعې په سختو ټکو کې غندنه کړې ده.
٠ د امريکا په ګډون ګردې نړۍ د پاکستان په نوې وضعه اندېښنه ښودلې او دا يې د نه منلو وړ بللې.
٠ د ګردې نړۍ په سطح د جنرال مشرف دې اقدام ته د هغه د جرمونو او ناکاميو د اعتراف په توګه کتل کېږي.
٠ په ملک کې دننه قضاييه، انتظاميه، پوځ، سياسي ګوندونه او استخباراتي ادارې د يو بل سره د ټکر په حالت کې دي.
په دغسې يو حالت کې د يو ملک قرار، د وګړو بې يقيني او وېره او د مشرانو خپلسري او ستونځې په ستونځو حل کول يوه داسې تګلاره ده چې د کوم مثبت بدلون طمع ترې نه شي کېدلاى ځکه چې روښان يوسفزى هسې نه وايي:
چې تراوسه هيڅ رڼا پکې رانغله
ددې کور بنياد جوړ ايښى چا د شپې دى
خو بيا هم مونږ د بهترۍ او ښه والي لپاره لاس په دعا يو.