ليکونکۍ : حاجي امين باوري
يادونه : دا ليکنه مي د کوچيني اختر په مناسبت ليکلې او د هلند هېواد د ځوانو محصلينو ټولني په بلنه او غوښتنه مي هغوۍ ته د کوچني اختر په وياړ د جوړي سوې غونډي پر مهال واورول . هيله ده لوستونکو ته په زړه پوري وي .
حاجي امين باوري ته تر وينا وروسته د لايدن د ځوانو محصلينو په استازيتوب د هغې ټولني مرستيالي د ګلو ګېډۍ ورکړل
د افغانانو اخترونه او جشنونه
خوشالۍ او خدای دې ليري لري غمونه ، د انسان د پيدايښت سره سم پيدا سوېدي ، خو ډيرښت او پراختيا يې د انساني ټولنو د ودي او پر مختيا سره متناسب دي . دخوشاليو ډولونه او د پر ځای کولو چاري دود او دستورې يې د ټولنو په رواني عقېدتي او کلتوري وړتيا پوري تړلۍ دۍ . د جشنونو او اخترونو مهالونه او زمانې هم د اړوندو ټولنو له خوا په منل سويو کالنيو کي څرګند دي ، د پرځای کولو او سر ته رسولو چاري ، او د اړوندو ټولنو په منځ کي د هغه جشن او يا اختر لپاره د اولس ګډون هم ډول ډول وي او په دې تر تيب نوري بيلا بيلي ځانګړني سته چي د بشري ټولنو جشنونه او اخترونه ، يوله بله سره بېله وي اود خوشاليو دودونو ته بيل بيل رنګونه ورکوي . افغانان هم د نړۍ د نورو لرغونوقومونو په څير د خوشاليو او جشنونو ځانګړي دودونه او رواجونه لري .
که دافغاني ټولني مروجواخترونو او جشنونو ته ځير سو په ټوليزه توګه به د خوشالۍ درې ډولونه اخترونه او جشنونه را څرګند سي ، لومړۍ هغه چي مذهبي بنسټ اوبڼه لري لکه لوی اختر ، کوچنۍ اختر ، د برات شپه او نور . دوهم هغه چي ملي او وطني بنسټ او بڼه لري لکه د خپلواکۍ جشن ، د نوروز جشن د د معلم جشن او نور . او دريم هغه چي د کورنيو او قومونو لپاره دخوشاليو پر بنسټ جوړيږي لکه د واده جشن ، د ماشوم د زيږېدلو جشن ، د ماشوم دسُنتۍ جشن او نور يادولای سو چي په دې برخه کي د بيلګي په توګه د درويو يادسويو ډولونو څخه يوازي د کوچني اختر د دودونو يادونه کوم . دا کوچنۍ اختر چي اوس يې موږ او تاسي د نمانځني په وياړ دلته را ټول سوي يو .
دکوچني اختر د ورځو دود :
د دې سره - سره چي دا يو مذهبي خوشالي ده ، خود افغانانو په کلتور کي يې ځانګړۍ رنګ او خوند خپل کړۍ دئ ، دافغانانو لپاره د اخترد خوشاليو دود په کليو او ښارونو کي توپير لري . د کليو د اخترونو دود په ټوليزه توګه سره ورته دۍ ، د اختر په سهارد لمانځه وروسته ، په کلي کي د ميشتو کورنيو مشران چي په تير کال کي يې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي وي ، د پام اړولو پرته د خپلو متوفی کسانو زيارت ته ځي او هغوۍ ته دعا کوي ، او تر لمر پورته کېدلو
وړاندي خپل کورته ځان رسوي . په کلي کي ميشتي کورنۍ د لمر څرک پر مهال د(( اختر کاسه ) ېا د اختر کاسې په نوم خورا په زړه پوري دود لري . د کلي هره کورنۍ د خپله کوره هغه خواړه جومات ته راوړي چي د همدې سهار لپاره يې په ځانګړې مينه پخوي ، د کلي ټول ماشومان ، ځوانان ، لويان او سپينږيري په خورا مينه دا خواړه يوځای خوري او هريو هڅه کوي چي د هريوه کوره څخه راوړل سويو خواړو يوه – يوه مړۍ يا يوه ګوله واخلي او خوند او مزه يې وګوري . د راوړل سويو خوړو د خوړلو پر مهال يو او بل ته د يوه او بل د کوره د راوړل سويو خوړو د خوندورتوب او ښه پخلي خبري کوي او په دې ډول د کلي د اوسېدونکو ترمنځ چي د کال په ترځ احتمالا کوم خفګان او خوابدۍ منځ ته راغلۍ وي ، له منځه ځۍ .
د اختر په دې سهار د کلي د ميشتو کورنيو لپاره د غذا يوځای خوړل د افغانانو داسي دود دۍ چي يوازي داختر مذهبي چاره نه بلکي يوه بشپړ افغاني دود دۍ چي ځانګړي اصول او معيارونه لري . د طعام خوړل که د ښمن له کوره وي نور نو هغه دښمن نه شميري ،بيا هغه ته د دوستۍ لاس ورکول کيږي . افغانان د ډوډۍ او مالګي خوړلو ته ځانګړۍ درنښت لري او خورا لوړدريځ ورکوي ، مالګي او ډوډۍ ته چي طعام يې بولي ، خيانت او هيرول ستره تيروتنه او نه بخښونکې ګناه ګڼل کيږي . د همدې دليل پر بنياد افغانانو د اختره په لومړي سهار د غذا يوځای خوړل دود ګرځولۍ او په دې توګه د کليو د ميشتو وګړو تر منځ ټول خفګانونه او کش کوک ته د پای ټکۍ ږدی .
د سهار د کاسې تر خوړلو وروسته د کلي امام د خير او ورورۍ او د شکر کولوځانکړې دعا لولي او ټول حاضرين د ماشومه تر سپينږيري ورته په ورين تندي الله امين وايې . او بيا د کلي لويان د اختر د لمونځ پر خوا تيارۍ نيسي ، او د اختر لمونځ په لويه جمع کيږي چي تر لمانځه وروسته د لمانځه خطيب د سولي او ورورۍ دعا کوي او ټوله برخه وال صميميت او پخلايني ته رابولي او په دې توګه د بيلا بيلو کليو ميشت وګړي تر لمانځه وروسته يو له بل سر د غيږي روغبړ کوي او په دې توګه که چيري د ځينو وګړو ترمنځ بدنيتي ، شخړه او کدورت راغلۍ وي ، يو او بل ته په غيږ ورکولو او پر مخ مچولو سره خپل زړونه د کينې او کدورته پاکوي .
د اختر تر لمانځه وروسته د اختر د ورځو چاري ځانګړي کيږي او هره کورنۍ د معمولو دودونو د پرځای کولو لپاره خپل پلانونه پلي کوي ، هغه کسان چي د نامزادي لپاره يې جامې يا د اختر کالي برابر کړي وي ، د خسر کور ته د هغه جوړي د وړلو تيارۍ نيسي ، او د خسرګنۍ په کور کي هم د جوړې د راوړلو لپاره د ميلمنو تيارۍ نيول کيږي . په جوړه کي د نامزادي او د هغې د کورنۍ د نږدې کسانو لپاره کالي ، زيورات ، ميوې او د ماشومانو د اختر ميلې په نوم د پيسو تيارۍ هم په پام کي نيول کيږي . د خسرګنۍ کورنۍ له خوا د زوم لپاره کالي او دهغه د کورنۍ د نږدې کسانو لپاره کالي اوهمدا ډول د زوم لپاره د اختر هګۍ چي پخې سوي اوپه بيلا بيلو رنګونو ښکلي سوي وي ، ورکول کيږي . په اولسي کلتور کي د هګيو يوه مانا د نسل تداوم او پايښت ته درناوۍ دۍ . او بله مانا يې د جسمي توانمندۍ زياتوالۍ دۍ ، ځکه په کليو کي د خواښي د کور ځانګړي خواړه ، خاګنه يا د هګيو پخلۍ دۍ .
په افغانستان کي د اخترونو ميلې درې ورځي پر له پسې تر سره کيږي ، په دې دريو ورځو کي ټوله ماشومان ، ځوانان ، لويان او مشران په نويوي کاليو کي ليدل کيږي . لومړۍ ورځ يې د عبادتونو پر ځای کول اود لويانو درناوي ته ځانګړې وي . په دوهمه او دريمه ورځ د ځوانانو او تنکيو زلمو لپاره په بازارونو او د يوځای کېدو په سيمو کي بيلا بيلي ساعتيرۍ او مصروفيتونه جوړيږي . د سپورت بيلا بيلي لوبي ، د هګيو جنګول ، د نيزې او دورې لوبي ، د اسونو ځعلول ، نښان ويشتل ، ډبري اچول او د موسم سره برابري نوري لوبي تر سره کيږي ، خو تر ټولو زيات يې د هګيو جنګول او دوره او د ډبري اچولو لوبي دي . په دې ډول د اختر ورځو ته د ښارونو په نسبت د کليوالو ليوالتيا زياته وي .
راخۍ چي د افغانانو په څير د دې کوچني اختر دود پرځای کړو . ميلې او اتڼونه جوړ کړو او د تيرو خفګانونو او ناخوالو څخه زړونه پاک کړو . اختر دي تاسو ټولو او ستاسو کورنيو ته نيکمرغه وي .
ستاسو د پاملرني څخه مننه
حاجي امين باوري
بلجيم -- د ات ښار
٢٠٠٧ \ ١٠ \ ١١