لومړۍ برخه دلته لوستلای شۍ:
په کوشاني امپراتورۍ کي د سوداګرۍ بڼه
دوهمه برخه : په کوشاني ستر واکۍ کي د سوداګرۍ بڼه
لومړۍ : په کوشاني سترواکۍ کي د سوداګرۍ لپاره وړ چاپير يال :
په دې برخه کي هغه وړ تياو او شونتياوو ته پام اړوو چي د کوشاني ستر واکۍ پر مهال سوداګريزو هڅوته مرستندوۍ ګرځېدلي وې .
١ – په لرغوني افغانستان کي د سوداګرۍ لپاره د ګټور و توکو شتون :
پخوا تر دی چي د کوشاني سترواکۍ بنسټ کښيښودل شي ،په سيمه او ځانګړي توګه افغانستان کي د ملي او نړيوالو شونتياو په لمن کي يو ګډ او مزج شوۍ مدنيت چي په تاريخ کي ( دګريک – باختري ، يا - يونانو باختري مدنيت ) په نوم ياديږي ، منځ ته راغلۍ او د ودې بيلا بيل پړاونه يې تر شاه پره ايښي وه . هغه ګډوالي ( امتزاج ) په سيمه کي د ميشتو اوسېدونکو دټولنيز جوړښت او اړيکو پر بيلا بيلو اړخونو سياسي ، اقتصادي ، کلتوري ( ژبني ، ليکني ، عقېدتي ، رواني ) اغيزي وشندلې . يوناني قوماندانانو د خپلو لښکرو سره يوځاې د بيلا بيلو هنرونو ، علومو او فنونو ماهران او کار پوهان يوځا د ځان سره هغو سيمو ته راوستل چي د هغوۍ تر واکمنۍ لاندي راتللې ، پخواني افغانستان ته هم د لښکرو سره يوځای د هنرمندانو او کار پوهانو لړۍ را ماته شول او په سيمه کي د امنيت تر تامين وروسته يې د خپلو علمي او هنري لاسته راوړونو کمال او جمال په سيمه کي وغوړاوه . د دې ټکي يادول په کار دي چي ، دا يوازي د يونانياني پوهانو او يوناني راغليو نظاميانو او سياسيت پوهانو نوښت او خوځښت نه وو ، چي د ګريک _ باختري مدنيت يې منځ ته راوست ، بلکي په سيمه کي د ميشتو اولسونو او په ټولنه کي د نوښتګرو استعدادونو شتون هغه هڅه په بشپړه بري واړول چي د يو شمير يونانيانو له لوري پيل شوې وه .
د يونان باختري مدنيت څخه پاته شوې اريانا هغه بډايه سيمه وه چي په ګاونډيو کي يې سارۍ نه ليدل کېدۍ ، هغه مهال چي کوشاني سترواکي پيل شوه دا سيمه لا بډايه ، سمسوره او دهره اړخه ارزښتمنه شول . لرغونپوهانو د دې وينا د سپيناوي لپاره په پراخه کچه اسناد او لاسوندونه د افغانستان په بيلا بيلو سيمو کي د لرغونو سپړنو په ترځ کي تر لاسه کړيدي . د بيلګي په توګه د ( زراعت در باختر باستان ) څيړنيز اثر ليکوال په دې باور دۍ چي په ای خانم کي د يوناني پير د کانالونو تر څنګ د کوشاني مهال هغه کانالونه چي د شاړو مځکو د خړوبولو لپاره جوړ شوي وه په زياته کچه ارزښتمن دي . نوموړۍ ليکي : د ای خانم سمسوره سيمه د پخوا څخه هم تر کرني لاندي مځکي درلودې خو د يونان - باختري پير کي يې پراختيا وموندله ، وروسته بيا د کوشانيانو د واکمنۍ پر مهال نويو کانالونو او د لا زياتو زراعتي مځکو د خړوبولو چارو ته داسي پاملرنه وشول چي هم يې زياتي مځکي تر اوبو لاندي کړې او هم يې زراعتي محصولات هومره زيات شول چي ګاونډيو سيموته يې د تجارتي متاع په توګه ليږل . (٩ : ٣٢ )
هيونتسنګ چيني زيارت کونکۍ چي په ٦٢٩ ميلادي کال د بودايې مرکزونو د ليد لو او زيارت کولو لپاره پخواني افغانستان ته راغلۍ وو ، د دې هېواد زياتي سيمي يې ليدلي او په اړه يې ارزښتمن مطالب ليکلي دي ، نوموړۍ د خپلو ليکنو په لړ کي د د بلخ د سيمي او ښار په اړه ليکي چي : ( د پوهو ( بلخ ) ښار ته کوچنۍ راجاګريها وايې ، د دې ښار سره نږدې يو زيارت شمير بودايې مقدس ځايونه ودان شويدي ځکه د راجاګريها نوم ورکړل شوېدئ . دغه ښار په پاخه ډدل ودان شوۍ ، د خمکي پيداوار يې زيات ډولونه لري ، يوازي د ګلانو د ډولونو شمير ل يې چي په اوبيزه او للمي توګه کرل کيږي ګران کار دۍ . )
هيونتسنګ د همدې يون په لړ کي اوسنۍ کاپيسا ته هم رسېدلۍ او په دې اړه ليکي چي : ( د دې هېواد مرکز چاپيره محيط لس ليه ( يو لۍ د دريو ميلو سره سمون خوري ، چي څه ناڅه پنځه کيلو متره کيږي . ) دۍ ، په دې هېواد کي هر ډول داني غلي کرل کيږي ، چي نورو سيمو ته يې وړي . د هر ډول ميوو وني شته ، د شين جنس اسونه همدلته روزل کيږي او دلته يو ډول خوشبويه او عطر لرونکي ريښې هم شته چي ديوکين ( YU-KIN ) په نوم ياديږي .دې هېوادته د زياتو سيموسوداګران راځي . دې چيني زيارت کونکي د خپل يون پر لاره پرتې سيمي يو په بل پسې معرفي کړي او د هغو سيمو ځانګړتياوي يې په خپلو ياداشتونو کي ثبت کړيدي ، د نورو سيمو څخه يوه بله بيلګه ننګرهار يادوو چي په اړه يې هيونتسنګ ليکي : او د ناکي لوهو ( ننګرهار ) سيمه د غلو دانو له پلوه ډيره شتمنه ده . هلته په زياته اندازه ګلان او ميوې پيداکيږي ، هوايې نمجنه او توده ده . ( ١١ : ١٣٥٧ )
دلرغوني افغانستان څخه بهرنيوهيواد ونوته يوازي کرهڼيز محصولات نه ليږل کيدل ، بلکي لاسي صنايع، قيمتي کاڼي ، دوايې بوټي او داسي نور سوداګريز توکي هم په زياته پيمانه د سوداګرانو په وسيله د نړۍ نورو سيمو ته د ښې ګټي وټي په نيت ليږ دېدل ، د بيلګي په توګه د لاجوردو کاڼي يادولای شو ، په دي اړه جاپاني لرغونپوه ماوريز يوتوزي په خپله څيړنيزه مقاله کي ليکي (( په مصر کي لرغونپوهانو داسي کاڼي د بيلابيلو فرغوني قبرونو څخه تر لاسه کړل چي له افغانستان څخه دري زره کاله پخوا تر ميلاد د تجارتي متاع په توګه وړل شوي وه . د دي لاجوردي کاڼو شميره تر ٥٠٠ زياتو قميو ته رسېدل چي د ١٠٩ قبرونو څخه تر لاسه شوي دي . ( ١٢ : ٥٤ )
هلندي ليکوال باکر (Bakker ) هم د لرغوني افغانستان څخه په پراخه کچه د لاجوردو سوداګري يادوي او ليکي : ... همدا شان د افغانستان په شمالي سيمو او په ځانګړي توګه بدخشان ولايت کي د لاجوردو کانونه د دروزرو کالو پخوا تر مېلاد زمانو کي کارول شوي او هغه مهال دا قيمتي ډبري د تجارتي متاع په توګه نورو سيمو ته تللي دي . څيړنو څرګنده کړې ده چي د ( Lapis lazuli ) اثار په زياته پيمانه د بيلا بيلو لرغونو سيمو څخه تر لاسه شويدي . دغه ابي رنګه قيمتي ډبري د يوې تجارتي متاع په توګه د ميزوپوتامياڅخه بيا تر پخواني اندوس يا اوسني پاکستان پوري په زياته پيمانه پيداشويدي ، چي د لرغوني افغانستان له سيمو راوړل کېدل ، او دا په خپل وار په دې لويه حوزه کي د يو غني او بډای سوداګريز کلتور د شتون څرګنده ونه کوي .( ٢ : ٥٧ )
علامه حبيبي د ابن اثير په حواله ليکي چي د لرغوني مصر د تجارتي توکو له جملې څخه يو اساسي قلم د هرات منسوجات او اوبدل شوي او توليد شوي ټوکران وه . د نورو تجارتي توکو د يادولو تر څنګ د بلخ تاريخي جغرافيا ليکوال د اسونو هغه تانګونه هم يادوي چي د بلخ په زندان کي د محبوسينو له خوا جوړيدل او بيا به د تجارتي متاع په توګه لويو بازارونو ته وړل کيدل .لومړۍ به د هغه مهال کورنيو سوداګرو د هېواد د بيلا بيلو سيمو څخه د لاسي صنايعو او کورنيو توليداتو بيلا بيل ډولونه د لويو لارو پر سر پرتو ښارونو او سوداګريزو مرګزونو ته راوړل او ذخيره کول ، او بيا به يې د نورو هيوادونو او سيمو څخه راغلو سوداګرو باندي بهر ته د وړلو په نيت پلورل . ( ٦ : ٤٤ )
٢ – د کوشاني ستر واکۍ پرمهال د نړيوالو او کورنيو لويو لارو څرک :