د دې ليکني دوهمه برخه دلته ولولۍ
دوهمه برخه : په کوشاني امپراتورۍ کي د سوداګرۍ بڼه
په کوشاني امپراتورۍ کي د سوداګرۍ بڼه
لومړۍ برخه :
د پيل کرښي : د افغانستان د لرغوني تاريخ يوه خورا ارزښتمنه دوره د کوشاني سترواکۍ مهال دۍ . په دې مهال کي لرغونو افغانانو داسي سترواکي ( امپراتوري )جوړه کړې وه چي د سياسي واکمنۍ سرحدونه يې د امو د شمالي اباديو څخه په سهيل کي د هند تر سمندره ، په ختيځ کي د يارکند او کاشغر څخه ، تر لوېديځه د کرمان تر کرښو رسېدلي وې .
دې ستر واکۍ د ميلاد وړاندي نيمې پيړۍ څخه بيا تر څلورمي ميلادي پيړۍ پوري د ځنډ پرته پر يادي شوي سيمي واکمني درلودل . ما د دې سترواکۍ په اړه د سياسي پيښو په تړاو يوه ليکنه په دريو برخو کي خپره کړل ، چي يو شمير مينه والو يې پوره هرکلۍ وکړ ، دا دۍ اوس د همدې ستر واکۍ په تړاو د هغه مهال د سوداګرۍ او راکړي ورکړي جاج اخلم ، او په پام کي ده چي دا ليکنه هم په دريو برخو کي خپرېدلو ته چمتو کړم . هيله ده د مينه والو د پام وړ وګرځي .
باوري
په کوشاني امپراتورۍ کي د سوداګرۍ بڼه
سريزه :
سوداګري او راکړه ورکړه د ډيرو پخوانيو زمانو راهيسي د ټولنو او هېوادونو تر منځ دود ده او د زمان په بهير کي يې دانسانانو پر ټولنيز جوړښت او اړيکو څرګندي اغيزي کړيدي . هغه مهال چي د کار او زيار لاس ته راوړني د انساني ډلو او ټولنو د اړتياتر بريده وې ،دمحصولاتو راکړه ورکړه هم د ګټي وټي لپاره نه کارول کېده،څومره چي توليدات زياتېدل ورسره سم د راکړي ورکړي په بڼه او شکل کي بدلون ته لاره پيدا کېدل .
د سوداګرۍ موخه دهغو شيانو او مالونو ورکول او تر لاسه کول دي چي د انساني توان په نتيجه کي توليد يږي . (( دراکړي ورکړي يا سوداګرۍ افاده او اصطلاح په خپل دننه کي دوه ټاکلي مفاهيم ځای شوي دي . لومړۍ دا چي يو څوک او يا د يوه شي څښتن بايد د خپل ملکيت توکي د ورکړي مېدان ته وړاندي کړي او بل څوک يا بل تن بايد وي چي د نوموړي توکي د لرلوليوالتيا ولري . يا په بله مانا څوک څه شۍ ورکړي ته وړاندي کوي او څوک هغه ته اړتيا لري ؟ )) ( ٨ : ٣٢ )
هغه وخت چي لا په لومړنيو انساني ټولنو کي د خصوصي مالکيت مسله نه وه طرحه شوې ، ټول شيان او د طبيعت ټولي خواوي او نعمتونه د ټولني په ټولو غړو پوري اړه درلوده ، هغه مهال د سوداګرۍ او راکړي ورکړي چلند د اوسنۍ سوداګرۍ په دود د سود او ګټي پر ارونوتکيه نه درلودل ، يوازي د ستونزو د حل لپاره د اموالو او وسايلو راکړه ورکړه تر سره کېدل . په دې اړه د ( مالکيت تاريخ ) نومي اثر ليکوال ليکي : ((په بدوي ټولنو کي فردي مالکيت يوازي د څو محدودو څيزونو پر شتون ولاړ و ي ، زيات نور شيان په ګډه او مشترک ډول کاروي ، د بيلګي په توګه مځکه د ټولو هغو قبيلو د مړو او ژونديو ملکيت دۍ چي ورته څيرمه ميشت دي ... د افريقا د استوايې سيمو اوسېدونکي چي د ( کوز- کګوۍ او بر -کګوۍ ) په نوم ياديږي ( د فرانسې پخوانۍ مستعميره سيمي دي ) ، د هغوۍ ټول غرونه ، ځنګلونه ، دښتونه او سيندونه ، د مځکي پرمخ او د اوبو په دننه کي ټولو ژويو ، ميوو او نورو څخه ګټه اخستلای شي ، خو څښتنان يې نه دي ،د هغوۍ له نظره د هغو ټولوشيانو واقعي او رښتني څښتنان د نوموړو قبيلو هغه پلرونه اونيکونه دي چي اوس نشته او مړه دي . ( ١١ : ٩ )
د لرغونو قبايلو او انساني ډلو تر منځ د راکړي ورکړي سودمن دود هغه مهال پيښه کړېده چي په توليد اتو کي زياتوالۍ راغلۍ او د نويو وسايلو په مرسته انسانان د زياتو محصولاتو د لاسته راوړلو جوګه شول . پخوا تر دې چي د راکړي ورکړي دود او چلند د سود او ګټي پړاو ته ورسيږي ، لومړۍ په پخوانيو ټولنو کي د توليدي وسايلو پر مختګ منځ ته راغلۍ او بيا د هغو په مرسته توليدي محصولات زيات شويدي . دا ټکۍ د زياتي توضح پرته څرګند دۍ چي ، د توليدي وسايلو پرمختګ د پخوانيو انسانانو په منځ کي هغه مهال چټک شوۍ چي د کار ويش منځ ته راغلۍ او يا په پوهېدلي او ناپوهېدلي توګه د انساني ډلو تر منځ او د يوې ډلي په دننه کي د کار ويش پلۍ شوۍ او منل شوۍ دۍ . په پخوانيو انساني ډلو کي د زياتو تجربو اود کار په يو ځانګړې برخه کي د مهارت تر لاسه کول او د خپلي ډلي يا ګروپ له لوري د هغه مهارت منل د دې لاميل ګرځېدلي چي د کار ويش ومنل شي او ورو ورو پخواني ټولنيز ، اقتصادي ، کلتوري او سياسي جوړښتونو ته د بدلون لاره هواره کړي .
په يوې قبيلې او يا يوې انساني ډلي کي د ننه د هغو کسانو مهارت په يوه يا بل ډول ومنل شو ، چي د وسيلو په جوړولو کي برلاسي وه ، هغه کسان چي د ښکار مهارت يې له نورو زيات وو هغه هم وپيژندل شوه ، د هغه قبيلې او يا هغه جمعيت يو شمير غړو چي د ټولنيزوستونزو په اوارۍ او نورو اړوندو چارو کي يې ځانګړتيا درلودل ، هغوۍ هم ورو ورو په ټولنيزو چارو کي د امر او نهي د پر ځای کولو او پاللو جوګه شول ، هغه شمير کسان چي د مواشيو په روزنه او پالنه کي يې مهارت زيات وو ، هغوۍ ته د مالدارۍ برخه ورسېدل ، او هغه کسان چي د کرهڼي په برخه کي يې تجربه زياته وه هغوۍ په کرهڼيزو چارو بوخت شول او هغوۍ ته چي د راکړي ورکړي په لار کي بريالي وه هغوۍ ته د سوداګرۍ او تجارت زمينه پيدا شول او په دې ډول د نوروټولنيز وکارونو د ويش په ترځ کي د سوداګرۍ او راکړي ورکړي چاري هم دټولنيز ژوندانه د يوې بنسټيزي دندي په څير يو شمير کسان د ځان سره بوخت کړل .
راکړي ورکړي د يوې بنسټيزي چاري په توګه د ودي او پرمختګ بيلا بيل پړاونه تر شا پرايښي دي . د هري اضافي وسلې او خوراکي توکوراکړه ورکړه د اړتياو د حل په نيت ، جنس د جنس په مقابل کي ، جنس د سود په نيت ، او په را وروسته پيړيو کي د سوداګرۍ او تجارت ځانګړي فورمونه د سوداګرۍ د ودي او پرمختګ بيلا بيل پړاونه دي چي د ټولو څيړل د دې ليکني موخه نه بلکي د کوشاني سترواکۍ پر مهال په لرغوني افغانستان کي د سوداګرۍ او راکړي ورکړي جاج اخستل دي . د دې بحث لپاره په دريو وړوسرليکونو کي د کوشاني ستر واکۍ پر مهال د راکړي ورکړي څيړني ته دوام ورکوو.
لومړۍ : په کوشاني سترواکۍ کي د سوداګرۍ لپاره وړ چاپير يال :
نور بيا