لبکوال :پوهنوال رسول باوري
په روزګان ولايت کي د دوو تاريخي ډبرليکونو څرک
مورخين د بيلا بيلو اخځونو په مرسته د پخوانيو پيښو رښتني حالات را بر ملا کوي ، ډبر ليکونه يو له هغو ارزښتمنو منابعو څخه شميرل کيږي چي تاريخ پوهان او څيړونکي يې د بشپړ ډاډ تر بريده د پيښو او حالاتو د څرګندولو لپاره کاروي . د ډبر ليکونو ارزښت او د هغو د پيژندلو په اړه د بيلا بيلو ميتودونو توضح او بيان به په يوه بله ځانګړې ليکنه کي را وڅيړم ، په دې ليکنه کي يوازي موخه د هغو دوو ډبر ليکونو يادونه ده چي د روزګان ولايت په خاص روزګان کي پيژندل شوي ، د څيړونکو تر قلمونو رسېدلي او په تاريخي څيړنيزو اثارو کي کارول شويدي .
په خاص روزګان کي د شالۍ ناوه هغه سيمه ده چي د روزګان دوه ډبر ليکونه پکښي ساتل شوي او د خاص روزګان د مرکز څخه لس ميله ليري پرته ده . د لومړي ځل لپاره د هېواد نامتو مورخ علامه حبيبي د روزګان د دوو ډبر ليکونو په اړه هر اړخيز مالومات په خپل يوه نامتو اثر ( هفت کتيبه قديم ) کي خپاره او د څيړونکو تر پامه ورسول . علامه حبيبي نه يوازي دا چي دا دوه ډبر ليکونه يې د څيړونکو د پام وړ وګرځول ، بلکي هغه يې ولوستل او پر پوهنيز بنسټ يې د هغو په معرفي کولو کي هر اړخيزي هڅي کړيدي .
هغو ارونو او پرنسيپونو ته په پام چي د ډبر ليکونو د لوستلو او پيژندلو لپاره کارول کيږي ، علامه حبيبي و توانېدۍ چي د روزګان د ډبر ليکونو ليکدود ، د ليک ژبه او پر ډبره حک شوۍ متن ولولي . د څيړنو پايلي وښودل چي د دې ډبرليکونو ليکدود مات ( شکسته ) يوناني او ژبه يې د هفتليانو د مهال هغه ګړدود دۍ ، چي په پنځمه او شپږمه مېلادي پيړۍ پوري اړه لري . فرانسوي لرغونپوه پيوار هم د علامه حبيبي په څير دا ډبرليکونه د زابلي پاچا مهراکولا اړوند ګڼلۍ دۍ چي د واکمنۍ پير يې د ٥٠٠ زيږد کالو په شا او خواکي ښودل شويدۍ .
دواړه ډبر ليکونو کي ليکل شوي حروف د بغلان د سره کوتل د ليکني سره ورته او يوډول دي ، د حروفو تر منځ واټن د ( ٥ ) په ډول ليکل شوۍ او د ( Z ) توري پر سر درې ټکي هم ورکړل شويدي ، خو هغه مات ليکدود چي په روزګاني ډبرليکونو کي ليدل کيږي ، د بغلان په ډبر ليک کي نه تر ستر ګو کيږي . په دې مانا چي د بغلان ډبر ليک توري يوله بله په روښانه ليک او څرګندو کرښو بيليږي ، په داسي حال کي چي د روزګان ډبر ليکونو کي توري يوله بله سره مښتي ليکل شويدي .
د روزګان په يوه ډبر ليک کي لولو چي :
= : بګه – شاه – ځوۍ – مهر - ماه – زميګ
يا په دې ډول :
= : بګه – شاه – زاول - مهر - ماه – زميګ
د روزګان د ډبرليک څخه د کاپي شوي ليک يو انځور
که دا ټولي کليمې په يوه جمله کي راغونډي کړونو داسي متن به تر لاسه کړو :
( بګه شاه ځوۍ مهر ماه زمکه )
او يا
( بګه شاه زابل مهر ، ماه او زمکه )
په اوسنۍ پښتو کي تر ټولو نږدې تعبير دادۍ چي :
( د ځمکي او سپوږمۍ لوئ شهزاده )
او يا
( د ځمکي او سپوږمۍ لوۍ زابلشاه )
د دې سره - سره چي په مات يوناني ليکدود ليکل شوۍ دئ ، خو د لوستلو لپاره يې په بشپړه توګه هغه معيارونه کارول شويدي چي د نورو پخوانيو ليکدودونو لپاره کارول کيږي . د بغلان په ډبرليک کي هر تورۍ په بيل ډول ليکل شويدئ ، چي د لوستلو او په متن د پوهېدلو اسانتيا يې منځ ته راوستې ده ، د نوموړي ډبرليک لاندي انځور دا څرګندوي چي هغه دوې مميزئ چي د سره کوتل په ډبرليک کي ليدل کيږي د روزګان په ډبر ليکونو کي هم شته چي وړاندي ورته ګوته ونيول شوه .
د بغلان د سره کوتل د ډبرليک يو ه برخه
د دې ټکي يادول په کار دي چي د سره کوتل د ډبرليک د لوستلو پر مهال د لرغونو ژبو دويش پر ډولونو زيات پام نه دۍ ساتل شوۍ ، د هغو ورستيو څيړنو پر بنسټ چي د رباطک ډبرليک په اړه تر سره شويدي ، دا په ډاګه کوي چي د بغلان ډبرليک او د رباطک ډبرليک دواړه په يوناني ليکدود ليکل شوي ، خو ژبه يې منځنۍ پښتو او دري ده . د همدې اصل پر بنسټ د روزګان ډبرليک ليکدود هم يوناني او ژبه يې منځنۍ پښتو ده .
اوس دا پوښتنه منځ ته راځی چي د دې ډبرليکونو په متن کي ياد شوۍ ( زابلشاه ) او يا( شاځوۍ ) څوک دۍ ؟ په پراخه کچه يفتليان اوپه سيمه ايزه کچه زابل شاهان د افغانستان په تاريخ کي يو خورا مهم او د زيات پام وړ مهال دۍ . يفتليانو د کوشاني پاچاهانو ورستيو واکمنانو ته ماته ورکړه او خپله واکمني يې د کوشاني امپراتورۍ پر يو شمير سيمو د څه ناڅه څلورو سو کالو لپاره وساتل .
انګليسي مورخ سر اولف کارو په دې باور دۍ چي يفتليان د منځنۍ اسيا څخه د سهيل په لور را خوځيدلي او په درې سوه شپيته زيږد کال يې د کوشانيانو واکمني پاې ته ورسول او د ساسانيانو سره تر درنې جګړې وروسته د خپلو سيمو دفاع ته اړ سول ، دې قبيلو زيات شمير بودايې ودانۍ ړنګي او د لمر نمانځني عبادت ځايونه يې ودان پريښودل ، هغه وخت چي يې د واکمنۍ پراخه امپراتوري په وړو وړو سيمه ايزو واکمنيو واوښتل بيا يې د عربي مهاجمينو په وړاندي لږ تر لږه دوې پيړي پر له پسي د دفاع سنګرونه تاوده وساتل . په دې پيړيو کي تر ټولو نامتو عرب قوماندان چي د زابلي او رتبيلي پاچاهانو سره يې په بيلا بيلو وختونو او حالاتو کي ، يادمځکي د لاندي کولو او ياهم د باج او خراج د تر لاسه کولو په نيت جګړې کړيدي ، عبيدا لله بن ابي بکر ( ٦٧١ زيږد کال ) عباد بن زياد ( ٦٨١ زيږد کال) اصفح بن عبدالله ( ٧٤٧ زيږدکال ) محمد بن قاسم يادولای شو .
علا مه حبيبي د يفتلي پاچاهانو او يو شمير پښتني قبيلو د نومونو تر منځ د ورته والي په اړه د هر اړخيزي څيړني وروسته داپايله تر لاسه کړيده چي ، د هيپتل کلمه د پښتنو قبيلو د ابدال د نوم سره چي د پښتنو يو لويۍ ټبر دۍ ، ورته والۍ لري ،دا ورته والې د ژبني ارونو د ادلون بدلون سره برابردۍ . يوه بله داسي بيلګه د پښتو غلجۍ د عربي خلجۍ اود درې غلزۍ دۍ ، چي په ژبنيو څيړنو کي يې د يفتليانو سره اړيکي جوتي دي .
په دې ډول د شک پرته ويلای شو چي د رزګان ولسوالۍ په شالۍ ناوه کي د يفتلي پاچا مهراکولا د دوو ډبر ليکونو کشف او د هغو لوستل د دې ټکي ښه او څرګند ثبوت دۍ چي روزګان د افغانستان په تاريخ کي د خورا مهمو واکمنانو لپاره د زيات ارزښت وړ سيمه وه .