د بابوزي په قلم
لوبه توده بريښي
( ښاغلۍ کرزۍ انګليس ملامتوي اود انګليس سفير ليکلي پاڼي څيري )
زموږ په هېواد کي د تروريزم په وړاندي نړيوال ائتلاف يوازي په نوم ائتلاف پاته دۍ . هر هيواد د خپلو ګټو لپاره په افغانستان کي د تش په نامه ائتلاف په ډله کي خپل نوم ثبت کړۍ دۍ . دا بيل والۍ ډير پخوا څرګند سوۍ وو ، خو په دې ورځو شپو کي د نړيوال ائتلاف په د ننه کي بيلا بل نظرونه او اندونه را څرکنديږي . ايتاليا ، او جرمني او يو شمير نور هېوادونه خو د خپلو ځواکونو د وتلو تر بريده خپل ائتلافي ملګرو ته ګوتڅنډنه کوي ، استراليا او فرانسه بيا په افغانستان کي د خپلو ځواکونو د زياتېدلو او د جګړې تر پايه د درېدلو خبري کوي ، په سيمه کي د شانګهای پلويان هم په افغانستان د امنيتي چارو سره د مرستي پر خبرو زور اچوي . خو تر ټولو د پام وړ خبره د نړيوال ائتلاف د دوو سترو ځواکمنو ، امريکا او انګليس تر منځ د ليد لورو او مفکورو تفاوت او کله هم مخالفت دۍ ، چي له يوې خوا يې په افغانستان کي د امنيتي چارو د سم سمکي مخه ډب کړې او د بلي خوا يې سيمه د يوه څو اړخيز سياسي – جغرافيايې بدلون پر لور ټکنۍ ټکنۍ روانه کړېده .
په افغانستان او دې سيمه کي ستر لوبغاړي ، امريکا ، انګليس ، او شانګهای دي . امريکا سيمي ته د مخامخ لوبغاړي په توګه نوې راخوځېدلې ده ، انګليس او د شانګهای پلويان په سيمه کي د ماتي او بريو پيړۍ پيړۍ تاريخونه لري . هېوادونه يې لاندي کړي ، ويشلي او بيا يې د همدې سيمي داولسونو په زورماتي خوړلي او پر شا سوي دي ، چي بيلګي يې ډيري دي .
خو اوس : انګلستان د محافظه کار ځواک په توګه په سيمه کي د خپل پخواني ويش ملاتړ او پالنه کوي ، په داسي حال کي چي سيمي ته راغلې امريکا بيا نه يوازي دا چي پخوانې ويش سم نه ګڼي بلکي د نوي پلان په عملي کولو کي د چا پروا نه ساتي او خپل د پلان سره سم پر مخ ځي . شانګهای ته د ورپيښ خپل منځي مخالفو ليد لورو پر بنسټ لا تر اوسه په دې نه دۍ توانېدلۍ چي په سيمه کي د يوه ځواکمن لوري په توګه خپل دريځ څرګند کړي ، په داسي حال کي چي د شانګهای هر غړۍ هېواد د خپلو ځانګړو ګټو له مخي په سيمه کي خپل دريځ ټينګول غواړي ، چين د هند پر خلاف د پاکستان د شتون او ځواکمن کېدلو اراده لري په داسي حال کي چي روسيه او هند د پاکستان په وړاندي دامريکا د هر مخالف حرکت ملاتړ کوي .
ايران هم په دې لوبه کي يو داسي لورۍ دۍ چي که يې مخامخ زور ونه رسيږي نو د پټو کړکيو څخه د خپلي ارادې د پلي کولو چاري پر مخ بيا يې . ايران د امريکا په وړاندي د هر هېواد سره د دوستۍ لاس ورکولو ته چمتودۍ ، هغه هېواد د يوه متعصب سياسي – مذهبي ځواک په توګه د خپلي کورنۍ او بهرنۍ پاليسۍ پر بنسټ په عراق او افغانستان کي امريکا يې ضد قيامونوهڅوي او هغو ته مرسته رسوي .
افغانانو ته په دې لوبه کي کوم اړخ او کومه پاليسي ګټوره ده ؟ لومړۍ خو دا بايد څرګنده کړم چي افغانان اوس په دې نړيواله لوبه کي داسي اړ خ دۍ چي طرف او مقابل نه لري ، بلکي د هريوه لوبغاړي د ګټو د ساتندويانو په توګه کارول کيږي ، ښايې دا به د ټولو افغانانو خپل خوښ کړۍ او يا خپل غوره کړۍ موقف نه وي ، خو اوس يې د مدعا اوښ د خپل کور مخ ته خيمه وهلې ده . ناچاره ، هم په کور کي او هم د کور بهر د دې راغلي غميزي د ليري کولو او مخنوي په نيت د يوې او يا بلي خوا سره ودريږي .
انګليس او شانګهای والاو خو زموږ سره د تاريخ په اوږدو کي هډونه مات کړي کله يې وژلي يو او کله مو هم وژلي دي ، نه هغوۍ زموږ دوستان سوه او نه يې موږ دوستۍ ومنله ، د دې خبري ښه شاهد د انګليس په وسيله د افغانستان ويش او د روس له لوري د سره پوځ يرغل دۍ .
موږ افغانان څه وکړو ؟ انګليس غواړي چي د پخوا په څير پاکستان په سيمه کي برلاسۍ وي او امريکا غواړي چي نه يوازي پر دې سيمه بلکي پر نړۍ واکمن او برلاسۍ پاته سي . زموږ لپاره به کوم يو ښه وي ؟ که په ډانګ پېيلې خبره وسي ، داسي بريښي چي د افغانانو ملي ګټي ( که دا اصطلاح ومنو ) به د انګليسي او شانګهايې پاليسيو په نسبت د امريکا يې پاليسيو سره زياتي خوندي وي . نه پوهيږم چي ستاسو رايه به څه وي ؟
په درنښت
بابوزئ