ليکوال : Door.Bakker
ژباړونکۍ : رسول باوري
د افغانستان يوه ماقبل التاريخي ټاپه
د مېلادي ١٩٧٧ کال يوه مياشت په افغانستان کي وګرځیدم ، ډير ژر راته څرګنده شوه چي په دې هېواد کي د بيلا بيلو کلتوري مر حلو او لرغونو پيښو څرک پيدا کېدای شي . که د بيلګي په توګه د هډې معبد چي په دوهمه ميلادي پيړۍ پوري اړه لري ، په نظر کي ونيسو په هغه کي به د نړۍ نامتو ګريک – بوديک ګندهارا يې معبد پيدا کړو . که د تاشقرغان ( خلم )يو وړوکۍ کلۍ چي پر را ګرځېدلي پخواني ديوالونه ( حصار ) يې لا تر اوسه څرګند دۍ . يو لرغونۍ ښار بلخ هغه چي ستر سکندر د خپلو يوناني لښکرو سره په کښي اوسېدلۍ ، او له هغه ډير وروسته بيا چنګيز د خپلو ورانونکو ځواکونو سره په يوه لويه جګړه کي د ښار ( بلخ ) د پوره ورانېدلو ، وروسته بريالۍ شو . او نوري داسي تاريخي پيښي يادولای شو .
په زرګونو کاله پخوا هغه وخت چي د ميلاد وړاندي څلورمه زريزه پيل شوه ، ور سره سم يو نوۍ کلتور د ودي او غوړېدلو په حال کي را څرګند شو يدۍ . ( د هغو څيړنو پر بنسټ چي په ١٩٤٩ مېلادي کال تر سره شويدي ) په دې اړه د افغانستان د ماقبل التاريخ دورې د هغي ټاپې په تفصيل يادونه کوم چي د ډبري څخه جوړه شوېده . د يادوني وړ بله خبره دا ده چي ټول اخځونه په متن کي د شمارې په ډول ښودل شوي او په پای کي يې پوره پيژندنه هم شوېده .
د افغانستان په شمال کي ( Lapis lazuli ) لاجوردي کاڼي
اوس به د هغي ډبريني ټاپې په اړه خبري وکړو چي د بلخ ښار څخه تر لاسه شوېده . بلخ د افغانستان په شمال کي هغه لرغونۍ ښار دۍ چي اوږد تاريخ لري په خاصه توګه د دې ډبريني ټاپې تقريبي تاريخ د ٣٠٠٠ درې زره کاله څخه تر دوه زره کاله پخوا تر ميلاد اټکل شويدي . په دې دوره کي زياتي ډبريني ټاپې کارول شوي او د ميلاد څخه دوه زره کاله وړاندي د برونزو څخه جوړي شوي ټاپې هم په همدې ځای کي په کار وړل شويدي . همدا شان د افغانستان په شمال کي يو بل ولايت چي بدخشان نوميږي د دروزرو کالو پخوا تر مېلاد اړوندو زمانو پوري د ( Lapis lazuli ) اثار په زياته پيمانه تر لاسه شويدي . دغه ابي رنګه قيمتي ډبري د يوې تجارتي متاع په توګه د يوې پراخي سيمي چي د ميزوپوتامياڅخه پيل کيږي بيا تر پخواني اندوس يا اوسني پاکستان پوري په زياته پيمانه پيداشويدي ، چي په خپل وار په دې لويه حوزه کي د يو غني او بډای کلتور د ودي څرګنده ونه کوي . د دې يو له بله ليرو سيمو او د زيات واټن سودا ګري مسلما د افغانستان شمالي برخي هم په بر کي درلودې . او د دې بډای کلتور څخه برخمن او متاثره شويدي . په هر حال د اندوس د بډای کلتور ( د ٣٠٠٠ څخه تر ١٥٠٠ ميلاد وړاندي کالونو ) نښانې او تاسيسات د هغو لرغونو زمانو په پاته شونو کي چي د شهر توغي څخه د لرغونپوهانو په وسيله را پيدا شويدي ، په زيات قوت محسوس دي . ( شهر توغۍ د افغانستان په شمال ختيځ کي يوه لرغونې سيمه ده ) په دې تر تيب د افغانستان يوه مشهوره او نامتو برخه د دې اوږدې لاري چي په هره برخه کي يې لاجوردپه سترګو کيږي ، شميرل شوېده . ( A34,D111,121J 14,100 )
سوري سوي يا کيندل شوي ډول ډبرين مهرونه
دا يو مهر د ( Staatiet ) ډبري څخه جوړ شويدۍ . د ډبري دا ډول پخوا کارول شوي او هم د اور په زياته تودوخه کي ايښودل شويدي . ( B84,316,G188 ) دا مهر دايروي سطحه لري چي حکاکي شويدئ . د محيط قطر يې ( ٨،٤ ) سانتي متر ه ته رسيږي د لاس نيولو له ځايه څخه بيا د بغل يا غاړي تر پورتني برخي پوري ټول جوړښت يې په يوه ډول دوام موندلۍ دئ او هم په يوه دايروي طناب کي د پورته او کښته تللو راتللو وړتيا لري ( D 222 ) د دې مهر پر سطح ( مخ ) باندي ٧٣ دري اويا وړې کندي ليدل کيږي ، ښايې دا وړې کندي د يوه ماهر تن له خوا په داسي غار جوړونکي وسيلې Drilbaar چي برمې ته ورته وسيله ده جوړ شوۍ وي . د لرګيو برمه شوي ټوټې او برمه شوي هډوکي داسي جوړ شوي چي په يوه طناب کي د پورته او کښته تللو وړتيا لري . د دې سره يو ځای ريګي ډبري ، تيز او تيره شوي کاڼي او لغوړني اوبه هم موجودي وې ( E 49 ) برمه شوي هډوکي چي د انحنايې چړو څيره يې درلوده او هم د ارې په څير قطعه شوي هډوکي ، نوک تيزه وسايل او څلور کونجه ( مربع ) ډبريني قطعې په برمه شويو کندو کي ځای پر ځای شويدي . ( J 103 ) برمه شوي ځايونه داسي ليدل کيږي ، چي ښايې دوه ځله کارول شوي وي . لومړۍ ځل کيندل شوي ځايونه ددوو ملي مترو په اندازه او بيا دهغه ځای په پخوانۍ کنده د ٤ څلور ميلي مترو په اندازه برمه شوي او کارول شويدي . لکه چي ليدل کيږي د ا برمه شوي مهرونه د ميراثي سوغات په توګه د خپل جمعيت په منځ کي کارول شويدي . د دې مهر ترڅنګ نور برمه شوي شيان هم تر لاسه شويدي ، ښايې په ورستي وخت کي د مهرونو يوه ماهر دا مهر د نورو شيانو څخه را بيل کړۍ وي ، چي بيا يې د يوې نوک تيزي وسيلې په مرسته ( ښايې سمبې ته ورته وسيله ) د حکاکۍ په ماهرانه تخنيک جوړ کړۍ وي . ( D 223,100 )
په دې مهر کي په برمه جوړ شوي کندي داسي بريښي ، چي د قالب کار ورڅخه اخستل شوۍ وي . ( عکس ته وګورۍ ) مهر د خپل منځنۍ نقطې څخه په شپږو برخو ويشل شوې يوه دايره ښئ ، دا شپږ برخي په حقيقت کي د يوه مرکز څخه د شپږ ، وړانګي ليږونکي قدرت تمثيلوي . دا سمبول په نړۍ کي د لمر د وړانګي ژوند بخښونکي توان او وړتيا څرګندوي . مهر د يوه سمبول په توګه ګردۍ او دايروي جوړ شويدۍ ، چي د ننه مخ يې هموار ( مسطح ) او په دواراني شکل داطرافو څخه مرکز ته ګردۍ جوړ شويدئ . سبربيره پر دې د مهر صيقل شوۍ مخ د يوه داسي څرخ څيره لري چي د لمر په مرسته د نړۍ د پر له پسې ودي او د کال د فصلونو د څرګندولو نښي څرګندوي .
بې پرې او پره لرونکي ګردي څرخونه ، د لمر تمثيل
د درې زره څخه تر دوه زره کاله وړاندي تر مېلاد دورو کي دا ډول مهرونه جوړ شوي او کارول شويدي . ( D 221,255 ) دا دايروي صفحې ته ورته يوه کلکه ډبره ده چي تر اوسه نسبتا سالمه تر لاسه شوېده . دا ډول سختي ډبريني دايروي حلقې د ميلاد څخه درې زره پنځه سوه کاله پخوا جوړشويدي ، ولي د دې حلقو دندانې يا پرې چي د همدې صفحې په اندازه دي . د ميلاد څخه يو زر او پنځه سوه کاله پخوا جوړ شويدي . ( E 79,125,125,126 ) په مهرونو کي دا پرې يا دندانې کېدای شي يوازي د حلقې د ښايست لپاره نه وي جوړ شوي . په هر صورت تر اوسه دا منل شوې چي د لمر د وړانګو د خپرولو سمبول دۍ .
دا شپږ نوري وړانګي خپرونکي سره يوځای وصل او مښتي دي . ، چي په حقيقت کي يو خاص تصوير يا فيګور ښئ چي د نورو څلورو وړانګو خپرونکو سره د ضرب او يا صليب د علامي په ډول څرګنديږي . دا د ضرب علامه د تاريخ وړاندي زمانو کي غالبا د ژوندانه د وني د سمبول په توګه پيژندل شوېده ، چي د جنت او مځکي په منځ کي د يوه خاص موقعيت د پوهېدلو لپاره کار ځني اخستل شوې دئ . (C 45 ) او نور پنځه وړانګي خپرونکي په زيات دقت او سختۍ سره داسي جوړ شوي چي ساحه يې په برابره اندازه ( مساوي ) وېشلې ده ، چي هلته يو بل د شپږو وړانګو خپرونکۍ فيګورپه لاس راکوي . دلته زما په نظر يوه رښتينې خبره داده چي ورستۍ دايروي حلقې د زرکاله وړاندي تر ميلاد جوړي شوي او پخواني څلور دايرې يې په پنځو نه بلکي په شپږو عوض کړيدي . ( E 152 )
همدا شان په سواستيکا ( Swastika ) ( په سانسګريت کي د ضرب نښانې يا صليب ته وايې . ) کي هم په زياته پيمانه د لمر دا ډول سمبولونه ياد شوي او ليدل شويدي . ( C 165 ) د هغو د بغلي اړخونو د ضرب يا صليب نښانه په څرګنده توګه د (( ژوندانه ونه )) سره توپير لري . دا بغلي صليبي نښانې په هم هاغه ډول چي پخوا و ويل شوه دايروي حلقې دي او د لمر سمبول څخه يې وده کړېده . په هغو کي هم فصلونه مالوم دۍ او ژوند پکښي تمثيل شوۍ دۍ . ( F 18,22 )
هغه مهرونه چي د اندوس د کلتور څخه تر لاسه شويدي ، دا څرګندوي چي شپږ د لمر وړانګي خپرونکي د يوې دايرې په دننه کي موجود دي ، چي په غالب ګمان يو د بل سره په پيوند کي د دريو لويو ښکرونو څخه جوړ شويدي . ( G 186,265 ) او د مصر په لرغوني کلتور او هم د سومريانو په کلتور کي د ښکرونو شته والۍ د کرهڼي د محصولاتود زياتوالي لپاره کارول شويدي . هغوۍهغه نر غوايې چي لوۍ ښکرونه به يې درلودل ، دکرهڼي لپاره د ښه سمبول په توګه پيژندل . په دې خاطر چي د زراعت او کرهڼي محصولات يې زيات شي نو د مارچ په مياشت کي ، چي د غوايې د تولد ستورۍ وو ، د غوايې لپاره شاعرانه بيتونه ويل . د غوايې د عبادت يا احترام او ارزښت په اړه دا ترانې په سومري کلتور او هم د اندوس په کلتور کي موجودي وې . همدا شان دا ډول اثار د افغانستان په شمال داشي ( Dashis ) ( ښايې دانوم دشلي وي * ژباړونکۍ ) کي د سپړنو په نتيجه کي تر لاسه شويدي . ( G 176,177 )
د مېلاد څخه اوه زره کاله پخوا تاريخي خاورين توکي
د مېلا دڅخه اوزره کاله پخواهم په لوېديځه اسيا کي خاورين مهرونه کارول شويدي . په يوه ټاکلې سيمه کي هري کورنۍ ځانته مهرونه درلودل ، دا ډول مهرونه به د بدن پر پوستکي او يا د کاليو پر مخ د نښانې په توګه داسي ښکاره کېدل چي ګويا د کورنۍ ځانګړې علامه او يوه وګړنۍ عقيده ده . ( I 18,19 ) د مېلاد وړاندي شا وخواڅلور زره کاله لومړۍ په ميزو پوتاميا کي ډبرين مهرونه په کار وړل شويدي . دا ډول مهرونه په مکرر ډول د عبادت په ټاټوبو کي تر لاسه شويدي . ( G 191 )
د مهرونو دا ډول د اړيکو د ودي ، د اقتصادي او ادارې چارو لپاره اړين ګرځېدلي وه . د دې مهرونو ټاپې درې زره کاله پخوا تر ميلاد په دايروي شکل جوړ شويدي . دا هڅه په ميزوپوتاميا کي د ستورو پيژندوني په اړه يو ارزښتمن پر مخ تګ ګڼل شويدئ . ( E 71,75,77,80 )
د ميلاد څخه درې زره کاله پخوا نه يوازي د ميزو پوتاميا په سومري کلتور کي ، بلکي د ټولي ساحې د وړوکي اسيا د حوزې څخه بيا تر اوسني پاکستان پوري ( د اندوس کلتور ) او د هغو په شا وخوا سيمو کي چي د ښارونو په شکل کانالي سيستم ، مرکزي ليږدونکي ادارې يې درلودې ، هغوۍ د ليرو او پراخو سيمو د سوداګرۍ د کنترول او د دولتي اسنادو د رښتني ثبوت لپاره دا ډول مهرونه استعمال کړيدي ، له دې جملې سيمو بر سيره چي يادونه يې وشول ، د افغانستان د بيلا بيلو سيمو څخه هم په زياته پيمانه دا مهرونه او د هغو په وسيله ټاپه شوي اسناد تر لاسه شويدي . ( G 119,120,123,127 )
په دې تر تيب ويلای شو چي تر ټولو پخوانيو مهرونو د ځان سره ديوه عقيدتي يا مذهبي سلوک څرک هم را ليږلۍ دۍ ( D 296 ) په پخواني کلتور کي د پلار او زوۍ تر منځ د رښتيني نښي په توګه او هم د يوې اشرافي او معتبري کورنۍ د پيژندلو د وسيلې په توګه کارول کېدۍ . ( H 14,44,53 ) که چيري پورتنيو مطالبو ته چي د يوه مهر په اړه ياد شول پوره ځير شو د افغانستان د لرغوني کلتور په اړه هغه ارزښتمن معلومات دي چي د مېلادڅخه څلور زره کاله وړاندي د همدې سيمي د اوسېدونکو په منځ کي معمول وو . دا په حقيقت کي لومړنيو اوسېدونکو درلودل ، ښايې يو څوک و وايې چي څلور زره کاله وړاندي هم همدا اوسني اوسېدونکي همدلته ميشت وه .
اخځونه :
A---- Afghanistan. Nicod M.R 1985.
B ---- Stenen en Minralen . Schuman.W.1989.
C ----- An Illustrated Enczclopaedia Traditional Szmbols Cooder J.C.1989.
D ----- Die kunst des Alten Afghanistan Sarianidi V. 1986 .
E ------ Techniek in Oudheid . Hodges .H.1973 .
F ------ The book of signs .Koch.E.1955 .
G ------ Oude culturren in Afghanistan Berghe .Vanden L. 1955.
H ------ History of Ancient India Bahattarchariee .A. 1979 .
I ------- Alte Siegelkunst des vorderen orients .Brenties . E. 1985 .
J ------ First Tmpresslons .Cvlinder Seal in the Ancient Near East.Collon. J.D.1987.
يادونه :
دا مقاله د هلند هېواد په ( A.P.A.N. ) نومي مجله کي چي بشپړ نوم يې
( Aktieve Praktijk Archeologie Nedeland ) دۍ د ١٩٩٧ ميلادي
کال په شپږمه ګڼه کي خپره شوېده .