د سلام فرهنګي ټولني له خوا افغان اولس ته د ډاډګيرني پيغام
په وير او خواشينۍ مو د نړيوالو خبري رسنيوهغه خبر ونه واوريدل چي د افغانستان پخوانۍ پاچا د ملت بابا اعليحضرت محمد ظاهر شاه دا فاني نړۍ پريښوده . اوحق ته يې ځان وسپاره .
انا الله انا اليه راجعون
سلام فرهنګي ټولنه او اړوندان يې دافغان اولس ، او د ملت د با با دکورنۍ دټولوغړو سره په دې را پيښ غم کي ځانونه شريک ګڼي . موږ د زړه له کومي دخپل خواخوږۍ مراتب وړاندي کوو او د ملت بابا سپيڅلي روح ته د لوڅښتن رب العزت ( ج )له حضوره د فردوس جنت غوښتنه کوو او افغان اولس ته ډاډګيرنه او تسليت وړاندي کوو.
امين يا رب العالمين
د سلام فرهنګي ټولني په استازيتوب
پوهنوال رسول باوري