دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
كوچيان د افغانستان اصلي اوسيدونكي دي....
 

كوچيان د افغانستان اصلي اوسيدونكي دي هيڅوك حق نلري چې د هغوى ورشوګانې ورڅخه لاندې كړي .

شېرزى

كوچيان چې د افغان كړيدلي ملت يوه لويه برخه جوړوي په هيواد كې د كمونستي ناورين په منځ ته راتګ سره لكه چې ددې ملت نور قومونه له برباديو سره مخ شوي دوى هم له ټپ او داغ څخه ندې پاتې شوي ، سره لدې چې دوى هم ددې هيواد اصلي بچيان دي خو وخت ناوخت ورسره د ځينو مشتو له خوا ښه چلند نه دى شوى ، مالونه يې ورڅخه بيول شوي ورشو ګانې ورڅخه  د زور ځواكو له خوانيول شوي اوداسې نور .

خو كوچيان له خپلو هيوادوالوسره اوږه په اوږه د هيواد په ساتنه كې له هيڅ راز سرښندنې څخه ندې لاس په سر شوي د هيواد په ديرش كلن ناورين كې يې مالونه له لاسه وركړي ، هجرتونو ته اړ شوي د جهاد په دوران كې يې د وسلو په ليږد كې تر هر چا ډېرې منډې كړي او په دې لاره كې يې خپل سرونه هم قربان كړي ، خو لدې سره سره هم دغه مظلوم وګړي چې په سر ستورى او په ځمكه كې سيوري نلري د يو شمير متعصبو سياسي كړيو د شومو موخو قرباني ګرځيدلي تل ورسره د مور او ميرې چلند شوى آن چې دغاصب ، ظالم او ترهګر تورونه هم ورباندې لګيدلي .

كوچيان چې په ديرش كلن ناورين كې هجرتونو ته اړ شوي ول په هيواد كې د سياسي بدلون په راتګ سره دوى هم خپلو مېنو ته مخه كړه تر څو خپل ځان د خپل هيواد له نعمتونو څخه برخمن وګرځوي او له خپلو هيوادوالو سره د هيواد په بيا رغونه كې برخه واخلي .

خو له بده مرغه په هيواد كې د يو شمير افغان دښمنو كړيو له خوا ورته د ټوپكو په ډزو سره هركلى وويل شو ځكه دوئ د كوچيانو مېنې پخوا لاندې كړې وې اونه يې شواى زغملاى چې د خپلو كوچيانو ورونو غصب شوې مېنې او څړځايونه بيرته وركړي  نو ځكه يې په كوچيانو ډول ډول تورونه ولګول او د دوى د ورتګ مخالفت يې كاوه چې يوه بيلګه  يې د روان كال د چنګاښ د ۱۵ نيټې د ستونزې منځ ته راتګ ده .

د روان كال د چنګاښ په ۱۵ نيټه د ميدان وردګو ولايت د بهسودو په اړوند كې كله كوچيان د شپې له خوا په خواږه خوب ويده ؤ د هزاره ګانو له خوا ورباندې ګولۍ و اورول شوې كوچيانو هم د خپل ځان او ناموس نه د دفاع په موخه په ورته غبرګون لاس پورې كړ، دې پيښې د ځينو سياسي كړيو چې تل يې خپله بقا په همدغسې ګډوډيو كې ليدلې ده پام ځان ته را وګرځاوه .

د پخوانيو ستميايو او شعله يانو پاتې شونو چې اوس اوس په ځينو سياسي ګوندونو، كميسيونونو او ميډياګانو كې په نورو نومونو كار كوي له موقع څخه ښه ګټه پورته كړه او داقضيه يې په بل مخ واړوله ترڅو هيواد والو اونړيوالو ته دا وښيي چې پښتانه او كوچيان ظا لمان او غاصبان دي او اوس غواړي د سيمې اوسيدونكي په زور سره له خپلو كورونو وباسي دې خبرې ته يې داسې رنګ وركړ چې ګواكې كوچيان په درنو وسلو سمبال دي او په زرګونو كورنۍ يې دې ته اړې كړي تر څو خپل كورونه پريږدي او هجرت ته مخه كړي چې پدې كې دافغانستان دبشر دحقوقو كميسيون ، طلوع تلويزيون او آئينه تلويزيون تر بل هر چا جګ لاس درلود.

د بشري حقونو كميسيون:

د بشري حقونوكميسيون چې په سلو كې ۹۸ له هزاره ګانو څخه جوړ كميسيون دى له بده مرغه بايد وويل شي چې دا كميسيون د افغانستان د بشر د حقوقو د خپلواك كميسيون په نوم ياديږي خو له رئيس څخه يې نيولې بيا د دروازې تر ساتونكي پورې ټول له هزاره قوم څخه جوړ شوى او آن چې پدې كميسيون كې د تقرر حق هغه چا ته وركول كيږي چې هغه هزاره وي او بيا كه هزاره پيدا نشي نو بيا داحق شعله يانو ته وركول كيږي ، په دغسې يو سياسي او قومي كميسيون كې چې كله يو هزاره كس پكې ګمارل كيږي ددې په اساس چې څوك نيوكه ورباندې ونكړي د سوانحو په فورمه كې د هزاره په ځاى پښتون ، تاجك او ..... ورته ليكل كيږي څه تمه ترې كيدى شي چې يو بې طرفه راپور جوړ كړي هغه هم پداسې حال كې چې د قِضيې يو طرف پخپله كميسيون وي ځكه د روان كال دچنګاښ په ۵ نيټې د افغانستان بشر د حقونو خپلواك كميسيون په خپله ويبپاڼه كې داسې يو اړخيز راپور خپور كړى چې زما ددې ادعا ثبوت ګرځي او زه غواړم چې څو بيلګې يې د درنو لوستونكو مخې ته كيږدم :

  • درگذشته كوچيها بدون سلاح بوده ولي امروزتعداد شان باسلاح خفيفه وثقيله مسلح اند كه نگراني اهالي مناطق را زياد ساخته اند كه هميشه با كوچيها مشكل داشتند.
  • حدود چند صد خانواده قريه هاى شان را ترك گفته و به جاهاى امن پنا برده اند ( كارمندان كميسيون تجمع بيجا شده گان داخلي اعم از زنان ، اطفال و مردان را مشاهد ه نموده اند )
  • برخي خانه هاى مسكوني و ملكيت مردم محل درسه  قريه ( سلطاني ، سرقول پنجي و خارقول) توسط كوچي ها به آتش كشيده شده ( كارمندان كميسيون شاهد سوختن قريه هاى سرقول پنجي ، خارقول و سلطاني از فاصله دور بوده و از صحنه آتش سوزي  عكسبرداري نموده اند)
  • پنج مكتب شامل مكتب هاى خارقول ، ابتدايه داه مرده كجاب ، ليسه مرهزار ، متوسطه محمديه و ابتدايه خاتم الانبيا تعطيل شده اند كه حدود۱۰۰۰ نفر شاگرد از مكتب رفتن محروم شده اند مكتب تره بولاغ كجاب مورد حمله كوچيها قرار ګرفته ، شيشه ها شكسته و قرطاسيه و مواد درسي به اتش كشيده شده است. ( ۱)
  • خوشمشاد تلويزيون خبريال چې سيمې ته د رپوټ برابرولو لپاره ورغلى ؤ كور په كور او كلي په كلي  وګرځيد او يو داسې رپوټ خپور كړ چې په واقيعتونو ولاړ ؤ. د بيلګې په ډول ( كله چې نومړي غوښتل د كوچيانو سيمې ته ورشي مخكې له مخكې ورته وويل شول چې كوچيان به په تاسي هم ډزې وكړي ځكه هزاره كانو دلته يوه توطيه جوړه كړې وه تر څو خبريال و ويروي او له واقعيتونو څخه پرده پورته نشي چې همغسې هم وشول خبريال خپل كار ته دوام وركړ  سره لدې چې چا يې مخالفت ونكړ بلكې په خپلوخبرو كې له دولتي چارواكو او نورو مرستندويو ټولنو څخه ګيله وكړه چې زموږ پوښتنه چا نه ده كړې  او ښكاره شوه چې دا يوه توطيه وه او پدې كې د ځينو سياسي كړيو او د افغانستان د بشر د حقوقو د كميسيون لا س دى چې زه يې يو څو بيلګې را اخلم )   

۱   (د بشرد حقوقو كميسيون ادعا كړي چې كوچيان په درنو وسلو سمبال دي)  خو په رپوټ په خپله د سيمې  هزاره ګانو له خوا كې داسې كوم ځاى په نښه نه شو  چې هغه دې په درنو وسلو ويشتل شوى وي .

۲-  (د بشرد حقوقو كميسيون په كوچيانو تور لګولى چې په سلګو نو كورونه يې سوځولي) خوكله چې د شمشاد خبريال ښاغلى ناصر خان شيخ آبادي د سيمې له هزاره ګانو څخه وغوښتل چې سوځول شوي كورونه ورته وښيي لومړى خو د سيمې خلكو ځان تير ايسته خو بيا يې ورته يوه زړه د وښو كوټه  (كا دانه )  وښوده چې هغه هم ښكاره نه ده چې چا به سوځولي وي .

۳- بل لور ته (د بشرد حقوقو كميسيون مدعي شوى چې تقريبا پنځه (۵) ښونځي يو څه سوځول شوي او تعطيل شوي دي او شا او خوا ۱۰۰۰ تنه زده كونكي له زده كړو څخه لرې پاتې شوي)  خود ياد شوي تلويزيون د رپوټ په يوه برخه كې چې كله خبريال د بهسودو ولسوالى د پوهنې له مدير سره يې مركه درلوده د نوموړي مديرله خوا ورته هيڅ داسې ښونځى په ګوته نه شو چې هغه دې سوځول شوى وي او يا دې هم زده كونكي له زده كړې څخه بې برخې شوي وي .   

د طلوع او آئينه تلويزيونونه:

ستميانو چې په هيواد كې (د مردم ستم ديده وطبقه مظلوم كشور) په نوم يې د قومونو تر منځ دبې اتفاقۍ لمن وهله تر خپلو شومو موخو ونه رسيدل په هيواد كې بې باوره او ورټل شول او اوس په خپل نوم فعاليت نشي كولاى بيا هم خپل شوم اهداف په مخه بيائي او اوس اوس يې د هيواد ځينې رسنۍ تسخير كړي او له همدغولارو څخه په ټولنه كې ككړ ويروسونه شيندي او نه غواړي چې ددې هيواد ورونه قومونه دي د ورووۍ په فضا كې ژوند وكړي چې زما ادعا په هغه كيږي چې ولسمشر د روان كال د چنګاښ په ۲۵ نيټه د وزيرانو په غونډه كې د اطلاعاتو او كلتور وزير ته لارښوونه وكړه تر څو ډله ايزې رسنۍ خپلو كړنو ته متوجه كړي او له هغه څه نه دې ډډه وكړي كوم چې د هيواد د قومونو تر منځ د بې اتفاقۍ سبب ګرځي په ځانګړي  ډول د كوچيانو او هزاره ګانو په موضوع كې .

د اساسي قانون په څوارلسمه ماده ديو شمير كارپوهانو ډير ټينګار :

يو شمير سياسي كارپوهان چې د قضيې يو اړخ څېړي او بل اړخ ته فكر نه كوي تل خپله خبره  ورته ښه ښكاري چې د هغو له ډلې څخه يو هم د ميدان وردګو ولايت څخه په ولسي جرګې كې وكيل ښاغلى رضا رضائي دى . ښاغلى رضائي چې څو ورځې وړاندې د شمشاد تلويزيون په مخامخ ګردي ميز كې چې په همدې اړه ترتيب شوى ؤ مېلمه ؤ ، تل يې په دې ټينګار كاوه چې د اساسي قانون د څوارلسمې مادي په اساس دې كوچيان مېشته شي ، خو د ښاغلي رضائي لكه چې له ياده وتلي، كله چې يو كال وړاندې هغو كوچيانو ته چې له شمالي ولايتونو څخه په زور او جبر سره راكډه شوي ؤ د همدغه اساسي قانون په بنسټ او د همدغه منتخب ولسمشر په فرمان د ميدان وردګو ولايت والي له خوا ورته د كورونو د جوړولو لپاره په ميدان ښار كې ځمكې وويشل شوې همدغه رضائي او امثالهم يې په ضد لاريونونه ترسره كړل مطبوعاتي كنفراسونه يې جوړ كړل تر څو خلكو ته وښيي چې دميدان وردګو والي عبدالجبار نعيمي په دوئ ظلم كړى او كوچيان د ميشته كيدوحق نلري ، خو نوموړى په ښكاره ډول د اساسي قانون په ياده شوې ماده  او د همدغه قانون په نهه ديرشمه ماده په سپين سترګۍ سره پښې ږدي ځكه چې د اساسي قانون په نهه دير شمه ماده كې په ښكاره ډول راغلي چې (هر افغان حق لري د هيواد هر ګوټ ته سفر وكړي او استوګن شي خو له هغو سيمو پرته چې قانون منع كړې وي).

داچې د قانون له مخې  د استوګنې حق هر افغان لري خو د ورشو ګانو او څړ ځايونو حق د كوچيانو پلرنى او عنعنوي حق بلل كيږي  لدې سره چې كوچيان ديوې احصايې له مخې د افغانستان د ټول نفوس له ۳ څخه تر ۴ ميليونو وګړي  جوړوي او كه چيرې استوګن كيږي نو يو يا دوه ولايتونه يې نشي جوګه كيدلاى او بايد د هيواد په ټولو ولاياتو كې ميشته شي، خو شايد په هغه وخت كې هم ځينې متعصب كسان د تعصب له مخې ددې مخالفت وكړي خو د هيواد د اساسي  قانون نهه ديرشمې مادې هر څه واضح كړي.

شومې موخې او ستراتيژيك پلانونه :

په هيواد كې ځينې سياسي ډلې چې ځانونه ځينو لږه كيو ته منسوبوي تل زموږ د ګاونډيو هيوادونو ښكار ګرځيدلي او د تاريخ په اوږدو كې تل همدغو لاس پوڅو زموږ په هيواد كې ګڼې ستونزې منځ ته راوړي ، داځل هم شايد د ځينو كارپوهانو په اند ددې قضيې تر شا د ايران د هيواد لاس وي ، ځكه ځينې سياسي كار پوهان په دې نظر دي چې د ايران په لمسون د هزاره ګانو ځينې سياسي ډلې غواړي له كابل څخه هرات ته په مستقيم سړك كوم چې له كابل ، ميدان وردګو ، باميان ، غور او هرات له ولايتونو څخه تيريږي د هزاره ګانو يو كمربند ته ورته خط چې دشت برچي له ايران سره نښلوي جوړ كړي پدې  كې شايد د څيړونكو ادعا سل په سلو كې سمه وي ځكه داهڅې څو څو ځايه محسوسيږي چې عبارت دي له ( په پغمان پورې اړوند د حيدر خان كلا سيمه (( قلعه حيدر خان)) ، د ارغندي د څوكۍ په سيمه كې ، په ميدان ښار كې دمهاجرو په نوم د ځمكو نيولو په موخه بې كچې هڅې د ميدان وردګو ولايت د بهسودو په اړوند كې دكوچيانو د ورتګ مخالفت كول چې ددوى په اندپه  راتلونكي كې به د دوى دپلانونو دخنډ سبب شي او داسې نور يې چې مشت نمونه يې خروار يې بلل كيږي .

پايلې :

  • كوچيان چې د افغانستان اصلي اوسيدونكي دي هيڅوك حق نلري د هغوى ورشو ګانې ورڅخه لاندې كړي ، ځكه چې كوچيان د هيواد د نافذو قوانينو په اساس او دهغه حق چې خداى تعالى ورته وركړى چې هغه عبارت له ژوند څخه دى چې ژوند كول هم په يو چاپيريال او د ژوندانه په اسبابو كې كيږي ، حق لري د هيواد په هر ګوټ كې چې په دوى پورې اړونده سيمه وي ژوند وكړي او هيڅوك يې د مخالفت حق نلري.
  • د افغانستان د بشر د حقوقو خپلواك كميسيون چې له نوم نه يې ښكاري بايد په يو ملي تركيب واړول شي ځكه هغه وخت دې كميسيون ته  د افغانستان د بشر د حقوقو خپلواك كميسيون ويلى شو كوم وخت چې ددې هيواد ټول وكړي خپل ځانونه پكې وګوري او په دې پوه شي چې دا كميسيون د افغانستان د هر وګړي له رواوو حقونو څخه ننګه كوي.
  • هزاره ګان ورونه بايد په دې پوه شي چې دوى هم افغانان دي او په افغانستان كې ژوند كوي لكه چې دوى په كابل ،هلمند پروان ، ميدان وردګو ، سمنګان ، بلخ او .......... ولايتونو كې د ژوند كولو حق لري كوچيان هم ددې ملت بچيان دي ددې هيواد اوسيدونكي دي او پدې هيواد كې دهر قوم ګټې يو له بل سره تړلې او شريكې دي .

(۱) دافغانستان د بشر دحقوقو دكميسيون ويبپاڼه

www.aihrc.org.af/dar_rep_26_june_2007_Kochi.htm

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006