پوهنمل حاجی محمدنوزادی
ايا هر نظم شعر دی ؟
ددی ليکنې موخه می دډاکتر صاحب شيراقاحرکت پريوه ليکنه باندی لږغوندی تم کيدل اوپه لنډې يادونې سره دهغه دپايلو ارزونه ده ٠حرکت صاحب چی د ( حرکت ) دعلمې ، سياسې اوکلتوری درندی دوه مياشنتۍ جريدی کومه چی دجرمنی د Essen په ښار کی خپريږی ، مؤسس اوچلوونکۍ دی ، دنوموړی جريدی په پرله پسی ٩ او ١٠ ګڼه کښی ئي د ( شعری تيورې علمی څيړنه ) تر سرليک لاندی په خپل قلم يوه نسبتا اوږده څيړنيزه مقاله ليکلې ده ٠ دخدای حق خبره خو داده چی ده هلته دخپلو ژورو فلسفې مطالعاتو پرمټ دخپل قلم زور ازمويلې دی ٠ پدی ليکنه کښی ده دنظم اونثر په هکله خپل دنظر ټکې په ډير ژور تفکر او له منځپانګی نه په ډکو کلمو سره څرګند کړيدې ٠ خوداچی دده دفلسفې څيړنو نژدی ټولې سرچينې په پراخه کچه هغه کتابونه دی چی دپښتو ژبی نه پرته په نورو ژبو ليکل شوی دی ، پدی خاطر نوټوله کارول شوې ترمينالوژی هلته له يوه مخه عربی ، فارسی اوپه لږه کچه دری ده ٠دغه کارئي بيا د پښتو ليک دود په برخه کی دده دقلم څوکه لږغوندی پڅه کړی او دډاکتر صاحب زيار دليکنوسره ئي دبشپړ انقطاب له مخی بالکل مخالف قطب خپل کړې دی ٠
زه خو داغوره ګڼم چی ددغو دواړو قطبونو ترميان يوه منځنې لاره په مخ کی ونيول سی ٠ البته دا يادونه يوازی يوه ضمنې خبره وه اوزما دليکنی موخه هيڅ اړه نه ورسره لری ،ځکه دا کاربيا ځانګړې بحث ته اړتيا پيداکوی چی زما قلم به ئي هيڅکله هم جوګه نه وی ٠ رابه شو اصلې خبری ته : په ژبنی ادب کښی دويلو او ليکلو دپاره نثر اونظم دوی اساسی لاری اولکه حرکت صاحب چی وائي ددغو لاروترمنځ داسی جګې پولی وجود نلری چی ديوی نه بلې ته داوښتو رااوښتو مخه ونيسې ٠ زه هم ددوی ترمنځ دچين ديوال نه وينم ، لکه څنګه چی ازاد شعرونه او مسجع نثرونه ددی ديوال دنشتوالې ښه ثبوت اوبيلګی دی ٠ که چيری نثر دهرډول مطلب دڅرګندولو دپاره ډيره اسانه اوپراخه لاره بولو، خونظم بيا رشتيا هم دژورو او دقيقو مفاهمو دافادی پخاطر يوه مقيده وسيله اوخوراتنګه لاره ده ٠ داځکه چی په نظم کی دوزن او قافيی په پام کی نيول يو له بنسټيزو شرطو څخه ګڼل کيږی ٠ همدغه شرط دی چی لاری تنګوی اودمطلب و اسانه څرګندلو ته خنډونه جوړوی ٠ ددی خبری سره حرکت صاحب هم همږغۍ دی ، خوزما په اند کيدلای سی دنظم اوشعر ترمنځ هم لکه دنثر اونظم ترمنځ مناسبت ته ورته يوډول اړيکی په ګوته سی ٠
که چيری حرکت صاحب داخبره هم دزړه دکومی منې چی شعرزموږ داحساساتو ، عواطفو ،غريزو اوارزښتناکو اړيکو څرګندونه ده ، اوداخوټوله هغه ټکې دی چی يوازی دتخيل دخزانې په صندوق کښی پيداکيږی اوپه شعرکی دشعريت پيغلې ته رنګين اميلونه ورپغاړه کوی ، د زلفو په خوشبويې سره ئي دختنه راروان دمشکو کاروان پرنيمه لاره لوټوې ، دمخ په تجلو ئي دڅوارلسمې پرسپوږمۍ تورپوړنۍ غوړوی او دلمر دپلوشو پرمخ دشرم خولې راماتوی ، . . . . نوحرکت صاحب بيا ولي محترم لطيف ناظمې له ګريوانه رانيسې چه دلندن نه خپريدونکې د محبت جريدی د ١٣٨١ کال دجوزادمياشتی په ٦ ګڼه کښی ئي ليکلې دی :
) پوهان وائي يوکلام که هرڅومره عالې مفکوره اوانکارنه منونکۍ حقيقت بيان کړی، ډيرښه وزن او قافيه هم ولری خوکه شعريت پکی نه وی ، يعنی په شعری منطق نه وی ويل شوی او دتخيل عامل ئي کمزورۍ وی نوهغه شعر نه بلکه نظم دی ( . . . ، دښاغلې ناظمي ددی نظر په وړاندی حرکت صاحب داسی غبرګون ښئي : ) نپوهيږم کوم پوهان به داسی وايي خوزه پدی عقيده يم ، کوم کلام چی عالې مفکوره ولری اوهم ئي انکارنه منونکۍ حقيقت بيان کړې وی اوډيرښه وزن او قافيه هم ولری نوحتما به په اصطلاح شعريت هم ولری اوکه نثر هم وی هيڅوک به د هغه دارزش څخه منکر نشی ( .
دحرکت صاحب دلوړغبرګون په وړاندی زه دا ويل ضرور ګڼم چی شعريت ديوی عالې مفکورې يا ديوه انکارنه منونکی حقيقت اوياهم دښه وزن اوښې قافيي زيږنده ندی داځکه چی وزن اوقافيه په منظوم شعر کی يوحتمی شرط دی ولې هيڅکله هم کافی شرط ګڼل کيدلای نشی ٠ دانکار نه منونکی حقيقت اويا عالې مفکوری بيان بيا په شعرکی خولاڅه ، په نظم يا نثر کی هم کوم ضروری شرط نه راته بريښی ٠ مګرپه دی کی هيڅ شک نسته چی دغه ټکې دنثر ، نظم اوشعر منځپانګه بډايه اوښکلا ئي لا زياتوی چی دارزښت څخه ئي ناظمی صاحب هم هيچرته انکار ندی کړې ٠ حقيقی اومجازی انځورونه دواړه په نظم اوشعر کی خپل ځايونه لری ٠ دا خبره ديادونې وړ ده چی دشعريت زيږونکې مور تخيل دی اوتخيل بيا دهر شاعر دذهنی اومادی سليقوسره فرق کوی ٠ دهمدغه سببه دحرکت صاحب خبره رښتيا ده چه وايي دشعردپاره يودټولولخوا قبول سوی تعريف وجودنلری ٠ دنظم دپاره دواحد تعريف پيداکول ځکه مشکل کار نه بريښي چه هلته دتخيل عنصر کوم چی دهر ځانګړې څيړونکې ياشاعر دپاره تفاوت لرې ،کمزورۍ دی ٠ حرکت صاحب ترډيروپخو
څرګندونو وروسته ليکی :
) نن دشعرکلمه هم دنظم دپاره په منل شوې نوم بدله شويده ٠ زه ددی سره کوم اختلاف نلرم او وروسته لدی به زه هم پدی ليکنه کښی دنظم دکلمی پرځای دشعر کلمه استعمالوم . ( خوزه بيا غواړم حرکت صاحب ته داخبره په ګوته کړم چی عام وګړی رښتياهم شعر اونظم په يوه معنا استعمالوی مګر دعلمې څيړنی دنتيجې په توګه به ستاسی ددی پايلې سره چی دشعرکلمه دنظم دپاره يودټولو لخوامنل شوې نوم دې ، څوک قناعت کولوته زړه ښه نه کړې ٠داچی حرکت صاحب دخپلې په زړه پوری ليکنې سرليک دشعری تيورئ علمې څيړنه ټاکلۍ دی ، داپخپله دی پدی مقيدوی او دی ته ئي اړباسی ترڅودعامو وګړو په پيروئ دهرساده نظم دکلمی پرځای دشعرکلمه ونه کاروی ٠ هغه د احساساتو ، عواطفو ، مينې ، غريزو ………. څرګندونې کله په هرنظم کي موندلای شو ٠ همدغه څرګندونې دی چی دحميدماشوخيل پرژبه ئي دنيم بسمل مرغه نغمه خپره ، دزخمې زړه له خوناب نه ئي ورته د وينو اباسين په موجو
راوست ، دحيرت له ښاره ئي فوجونه وتلوته وهڅول او دمجنون پرزړه نقش دښکلې ليلې داشنا تصوير نه ئي ورته معما جوړه کړه ٠ که دغه دتخيل نازکه او نرۍ برمه نه وای نوحميد بابابه هيڅکله هم دويښته دسوری کولو جوګه شوی نه وای ٠ دتخيل ددغې نرۍ برمې کمبود دی چی زما غوندی دنظم هرليکونکۍ موشګاف نه شو ٠
نظم دبډای تخيل په برکت دشعرترکچی وده کوی اويوازی لدې برکت اخيستلو نه وروسته دغسی نظم ته شعر ويلای شو اما نه هرنظم ته ٠ شعرکيدلای شی منظوم يا ازادوی مګرد نظم ښکلا يوازی په منظوم والې کی ده ٠ ځينې څيړونکې خولا دلوړ تخيل لرونکۍ نثرهم دشعرپنامه يادوی ، دبيلګې په توګه : که يوچاته څوک ووايي چی ) سړيه ګوره ته خپل دزړه ټولې خبری ماته بی تشويشه وکړه اوزه به کوښښ وکړم چی بل چاته ئي ونه وايم ( ، دايوساده نثر شو ٠ مګر که همدغه شئ په دی ډول بيان کړو چی ) که ته ماته دخپل زړه ور پرانيزې اودهغه غوټي راته وسپړې نو پدی پوه شه چی زما سينه درازونو يوه داسی صندوقچه ده چی اوه قلفه او اوه مهرونه ورباندی لګيدلې دی (، داځل کولای شو چی نوموړی بيان شعر وبولو ٠
په شعری خوږه مينه
پوهنمل حاجی محمد نوزادې
Denmark , Arhus
2007-04-06