پوهنمل حاجی محمد نوزادی
په غازی سټډيوم کی دزورازمويلو لوبی
دراډيوګانو ږغونه ، دتلويزيونونو مخونه ، انترنيټی سايټونه ، داخبارونو پاڼی اويوه خبره ټوله ميډيا پدی ورځو کښی که دهيواد دننه اويا دباندی دی ، که کورنی اوياڼړيوال دی ، له ټولونه مخکښی دمرحبا څخه نيولې تر الوداع پوری پريوه موضوع باندی بوخت دی چی هغه دافغانستان دپارالمان وروستۍ پريکړه ده ،کومه چی د ،، منشور مصالحه واشتی ملی ،، ترسرليک لاندی لومړی داولسې جرګې لخوا دزياتو کسانودمخالفت سره سره درايو په عادی اکثريت تائيدشوه ٠ پسله دی نو خبری په مشرانوجرګی او وروسته بيا په اولسمشر پوری اړه نيوله ٠ دجمهور رئيس له دفترنه داسی ګنګوسې راپورته شوې چی ګويا دجنايتکارانو بخښل دهغوی دقربانيانو حق اواولسمشر ددی بخښنی قانونې صلاحيت نلری ٠ لدغو ګنګوسو څخه ډير ژر وروسته دمشرانو جرګی هم په خورابيړه سره داولسې جرګې سناريو تکرارکړه اوورسره جوخت دکابل په غازیسټډيوم کی دزورازمويلو يوه په اصطلاح دوستانه مسابقه اولوبه ترسره شوه ٠ ددغی مسابقی پايلې اعلان نه شوی او داهم ناڅرګنده پاته شوه چی کومی ډلې څومره طلائي مډالونه پلاس راوړل ٠ لوبی خوظاهرادوستانه اوديوموټې توب په موخه جوړی شوې وی مګرهلته هرڅوک دخپل مشر ترعکسونو لاندی تيريدل اوهری ډلې خپل ځانګړې شعارونه درلودل چی دی کاربيا د دوستې اويوموټې توب صداقت تر سوال لاندی را وستې وو٠
اوس به راشواو وبه ګورو چی دمنشور بڼه اومنځپانګه ،، شکل اومحتوی ،،څه دی ٠
دمنشور شکل ٠
ددی پريکړی سرليک ډير په زړه پوری ، خيرغوښتونکی ، بشرپال اودهر بااحساسه افغان دزړه خبره څرګندوی چی هغه روغه جوړه اوملی پخلاينه ده ٠ هرڅوک چی دا سرليک ولولې وبه وائي چی کاشکی داکار پنځه کاله دمخه چه همدغه دپارالمان اوسنی فعالينو ددولت په ټولوچاروکښی اجرائيوی برلاسۍ درلود،ترسره شوی وای ٠ زه هم پدی باوريم که هغه وخت ددغه سرليک سره برابر يو متن دحکومت دفيصلې له مخی تصويب شوی وای ، نتيجه به ئي دمخالفانو په پخلاکولو کښی داوس په کچه څوبرابره وای ٠ کاشکی هغه وخت دټوپک دخولې پرځای دمهربانۍ اوبخښونکې ژبې نه کاراخيستل شوی اويوبل ته ددوستۍاوتيريدنی غيږې پرانيستلې شوی وای ٠ دمنشور بڼه له سرليکه داسی بريښی چی دغه پريکړه ددولت دمخالفانو سره ، کوم چی دهری ورځی په تيريدوسره غښتلې کيږی ، ددولت پاليسی جوړونکې تګ لورې تنظيموی ٠ دمنشور دلومړې مادی په لوستلو سره دغه خيرغوښتونکۍ فکر دنورو هدفونو تر سيورې لاندی راځی اودورايه څرکنديږی چی منځپانګه ئي دبڼی سره واټن نيسی ٠ هلته داسی راغلې دی :
مادۀ اول ٠ جهاد،مقاومت ومبارزۀ برحق مردم ما در راه دفاع ازدين ووطن ، فرازهای شکوهمندی تاريخ کشور بوده وازافتخارات بارز ملی مردم ما محسوب ميشوند وبايدبه ان ارج ګذاشته شده وسنګرداران ان تقديرودرچوکات نظام جمهوری اسلامې افغانستان باانان برخورد مناسب صورت ګرفته وازهرګونه تعرض مصئون بمانند ٠
دمنشورمنځپانګه ٠
ددغی پريکړې بنسټيزه محتوی دوهمه ماده ده چی دشکل يعنې سرليک سره يوازی ضمنی اوغيرمستقيمې اړيکی درلودلای سی اوبس ٠ هلته داسی لولو :
مادۀ دوم ٠ تمامی جناح های سياسی وطرف های متخاصم که طې دونيم دهۀ جنګ به نوحې باهم درګير بوده اندبه منظور اشتې بين اقشار مختلف جامعه ، تحکيم صلح وثبات واغاز زندګې نوين درتاريخ سياسې معاصر افغانستان مشمول برنامۀ مصالحۀ ملی وهمديګر بخشی بوده ومورد تعقيب عدلې وحقوقې قرار نمې ګيرند ٠
دهمدی مادی نه دمنشور دابتکارکوونکواساسی موخه په ډاګه او دی سوال ته ځواب پيدا کيږی چی ولې داکار دزمان په دغه ټاکلې مقطع کښی ترسره شو ، نه څو کاله وړاندی لدی نه ٠
ددغه په اصطلاح ابتکارڅخه يوازی څوورځی وړاندي دبشردحقوقو دڅارډلې رسنيوته په خپل يوه راپورکی خبرورکړ چی په افغانستان کی يوتعدادکسانودبشرضدجنايتونه ترسره کړي اوپکارده هرڅه ژر ديوی صلاحيت لرونکې بي پرې محکمې لخوا محاکمه شی ٠ دوی پدی لړ کی دځينوکسانو نومونه هم په ګوته کړې چی همدااوس ددولت په تقنينی او اجرائيوی برخو کښی د پام وړ ځايونه لری ٠ دمنشور دريمه ماده په ډاګه کوی چه دايوه تصادفي خبره نه وه چی دا ابتکارئي ولې پدغه وخت کی ترسره شو ٠
په اولسې اومشرانوجرګو کښی دمنشور اصلی ابتکار کوونکې اوټينګارکوونکی اوهمدارنګه دغازی سټډيوم په لوبو کی همدغه کسان اساسی بيانيه ورکوونکې خلګ وه، کوم چی نومونه ئي دبشرپرضد جنايت کارانو په لړۍ کی په ګوته شوی وه ٠ زما په اند به ددوی دپاره ښه دا وای چی دوی اصلا پدغه اړه چوپه خوله پاته ، سټډيوم ته لاهيڅ ورغلې نه وای اودنورو پلاس ئي داچاری پرمخ شړلې وای ٠ پدی توګه دوی کولای سوه چی هم خپله خبره وکړی اوهم دبشردحقوقو دڅارډلې ديادوونو سره دمنشورتړاو برملا نکړی ٠
دمنشور ځينې حقوقی نيمګړتياوې ٠
دحقوقې پلوه هم دمنشور په اړه ځينی پوښتنی دپام وړدی ، مثلا :
١ - په لومړۍ ماده کښی ديولړ ځانګړو ډلوټپلو په هکله غوښتنه شويده چی بايد د هرډول تعرض څخه مصئون وګڼل شی ٠ دهيواد داساسی قانون له مخې خو ټول اتباع دتعرض څخه مصئون دی ، نوايا ددغو مشخصو کسانو دپاره دمصئونيت دوباره غوښتنه څه حقوقی ارزښت لری ؟ اوايا دغه غوښتنه پخپله دجرم سره دنوموړو ګروپونوپر تړاو دلالت نه کوی ؟
٢ - که چيری يوشخص ديوې صلاحيت لرونکی قانونی محکمې لخوا ديوه وارد شوی اتهام دسپيناوې پخاطر راوغوښتل شی اودنافذوقوانينوسره سم تری نه پوښتنې وشې ، داکاردحقوقې پلوه هيڅکله هم پر نوموړی شخص باندی تعرض بلل کيدلای نشی ٠ لدی کبله به نو دتعرض کلمه دلته پرځای حقوقی اصطلاح نه وی ٠
٣ - په دوهمه ماده کښی دهغوکسانودپاره چی په تيرو دوونيمو لسيزويعنی ٢٥ کالو کی ئي يودبل ګريوانونوته لاسونه اچولې وه ، يودبل په مقابل کی ئي دډله ايزی وژنې دوسلو په شمول له هيڅ شې نه مخ نه وو اړولې ، غوښتنه شوی چی دعدلې او حقوقې تعقيب نه معاف شې ٠ پدی توګه د ٢٠٠٧ کال څخه نيولې دا ٢٥ کاله تر ١٩٨٢ کال پوری موده ښئي ٠ نوايا هغه کسان چی لدغې نيټې نه ئي وړاندی ورته ګناوی کړيدی ، هغوی ته ولې داچانس ندی ورکړل شوی چی ددغه خيرات پر دسترخان باندیدخپلو نورو همجنسه کسانو سره يوځای ډوډې وخوری ؟
٤ - په همدغې دوهمې مادی کښی د ،، اشتې بين اقشارمختلف جامعه ،، په هکله هم يادونه شوې ده ٠ پداسی حال کښی چی دټولنې مختلف قشرونه که څه هم کيدلای شی پخپلو منځونو کی نه پخلاکيدونکې تضادونه سره ولرې خو زموږ په ټولنه کښی دغه قشرونه په تيرو دوونيمو لسيزو کی يودبل سره په هيڅ ډول وسله واله جګړه نه وه بوخت ٠ پدی خاطرنو دنوموړې پخلاينې حقوقې ارزښت داګړۍ کمزورۍ ښکاری ٠ داوسله وال ګروپونه وه چه يوپربل ئي دمرميو باران جوړ کړې وو او په سلګونو زره بيګناه خلګ ئي دمرګ کندی ته وسپارل نه دټولنې مختلف قشرونه ٠ قشرونه په ټولنه کښی ځانته جدا سياسی اوټولنيزتعريف لری چه دلته په پام کی نيول شوې ندې ٠
٥ - په دوهمه ماده کښی همدارنګه دشخړو ددواړو خواوترمنځ دهمديګربخشې يعنی يوبل ته دتيريدنې په خاطر دوی له عدلی تعقيب نه معاف ګڼل شوې دی ٠ دوی خوبه يوبل ته اړولې زيانونه وبخښی ، خوهغه مظلومان چه ددغوفيلانو په جنګ کی ترپښولاندی اويا قصدا پدغه باد او باران کی ليوانو داړی په ولګولې اوپدی توګه دسلګونو زرو بيګناه خلګو سر ، مال اوناموس پايمال شو ، دوی به دهمدغې همديګربخشې سره په کومو حقوقی اړيکو کی راشې ؟ ايا ددولت ددوه نيم سوو کالو ذخيره شوی مادی اومعنوی شتمنې به په کوم حقوقی صلاحيت څوک دهمديګر بخشې سوغات کړی ؟ پايماله شوو مظلومانو خوکومه ګناه نده ترسره کړې چی څوک ئي ورته وبخښې ، بيانو دوی په دغه سخاوتمندانه همديګر بخشې کښی څه حقوقی مکلفيت لری ؟
٦ - د اوومې مادی له مخې بايدپر ټولو نړيوالو ميثاقونو چی افغانستان لاپخوا د خپلو نافذو قوانينو سره سم هغه منلې او ورسره يوځای شويدې ، بيا دسره کتنه وشې او دهمدغو کسانو دلاری ئي په هکله دوباره تصميم ونيول شې ٠ دلته دوی ستونزی وجود ، اول داچی ايا پدغه حالت کی قانون دمنل شووحقوقي ارزښتونو په خلاف وماقبل ته رجوع کولاي شې ؟ ددی خبری دحقوقی اړخ سپيناوی پکار دی ٠ دوهم دا چی که داکار ترسره شې نوهيواد به په نړيواله ټولنه کی په پراخه کچه تجريداو دپام وړ مرستوڅخه چی دخلګوژوند ئي ورپوری تړلې دې ، بی برخې نکړی ؟ دلوړو ټولونيګړتياوو سره نوموړی کاغذ اوس خپل دريم پړاو ته اوښتې يعنی داولسی جرګې اومشرانو جرګی وروسته اخيرنۍ خبره په جمهور رئيس پوری اړه لری ٠
پدی کی هيڅ شک نشته چی دغه په ډيره بيړه ليکل شوی منشور به دکرزې صاحب لپاره په دواړو حالتونو کښی که ئي توشيح اويائي ردکړی ، دستونزو اوچلنجونوڅخه ډک وی ٠ خوزه پخپله پدی عقيده يم چی رشتياهم وينې په وينو نه پريمينځلې کيږی ، عفو او بخښنه ترانتقام اوغچ اخيستنې ښه کار دي ٠ اما ارزونه می داده چی بايد پر دغه موضوع باندی دحقوقی پلوه ژورفکر شوې وای ، لوړی يادی شوې اونوری نيګړتياوی ئي دحقوقې ماهرانولخواڅيړل شوې اورفع شوې وای ، دبشرپرضدجنايتونه مشخص شوې اوددغسی مجرمينوپه هکله ځانګړۍ حقوقې تصميم نيول شوې وای ٠ باورلرم چی پدی ترتيب سره جوړشوې منشوربه نوبيا نه دننه په هيواد اونه هم په ڼړيواله کچه تر دومره نيوکو لاندی راغلې وای ٠
ومن الله توفيق ٠
پوهمنل حاجی محمد نوزادی
Denmark , Arhus
۷ \ ۳ \ ۲۰۰۷