ليکوال : پوهنوال رسول باوري
د طلا تپې لرغوني خزانې د پايښت درېم پړاو
لومړئ پړاو: د خزانې څرګندېدل ؛
دوهم پړاو : په بهر نيانود اثارو د پلورلو د پلان شنډول ؛
دريم پړاو : په نړيوال موزيم کي د هغو نندارتون ؛
دتير مېلادي ٢٠٠٦کال دسامبر په مياشت کي د ګېمې په نوم د فرانسې نامتو موزيم هغه شمير لرغوني اثار چي د نوامبر په مياشت کي د افغانستان څخه راوړل شوي وه ، نندارې ته وړاندي کړل . دا اثار د هغو توافقاتو پر بنسټ چي د افغانستان او فرانسې هېواد تر منځ تر سره شول ، د ګېمې موزيم ته د نندارو لپاره وليږل شوه . فرانسې هېواد د ١٩٢٢ ميلادي کال را په دېخوا په افغانستان کي د لرغونو سيمو د څيړلو او سپړلو چاري پر مخ بيولي دي . په لومړيو لسو کلونو کي يې د د ټول افغانستان د لرغونو سيمو د سپړلو انحصار درلود ، خو دا انحصار د افغانستان د لرغونو سيمو د زياتوالي او د نړۍ د يو شمير نور هیوادونو او له هغه جملې ، پخوا ني شوروی اتحاد ،امريکا متحده ايالات ، چاپان ، جرمني او يو شمير نور هېوادونو د ځانګړ و غوښتونو پر بنياد له منځه ولاړ او دهغه انحصاري پړاو د له منځه تللو سره سم د زيات شمير هېوادونو لرغونپوهانو ته په افغانستان کي د سپړونو او څيړنو زمېنه برابره شوه .
د نويو تړونو نواو قراردادونولاسليک د افغانستان په بيلا بيلو سيمو کي د بيلا بيلو هېوادونو دلرغونپوهانو لپاره د څيړنو او سپړنو د پيل او دوام زمينې برابري کړې . د دې سپړنو او څيړنو په ترځ کي د افغانستان د بيلا بيلو سيموڅخه د ارزښتمونو لرغونو توکو د پيداکيدو او څرګندېدو پر له پسې لړۍ پيل شوه . چي د افغانستان د لرغوني تاريخ د زياتي روښانتيا برسيره يې ، د سيمي او نړۍ د لرغوني تاريخ لپاره هم ارزښتمن لاسوندونه وړاندي کړل . د دې ډول لرغونو اثارو څخه يوه په زړه پوري تاريخي خزانه د طلا تپې په نوم ياديږي ، چي نړيوال يې په لرغوني افغانستان کي د سترو مدنيوتونو او هسکو تهذيبونو پرشتون ډاډمن کړل .
لومړئ : د طلا تپې د اثارود پايښت لومړئ پړاو ( د خزانې څرګندېدل )
په افغانستان کي د جوزجان ولايت ديوې لرغونې سيمي څخه چي طلا تپه نوميږي ، د دې هېواد يوه ارزښتمنه لرغونې خزانه تر لاسه شول . په 1978 ميلادي کال د طلا تپې د سپړلو چاري پيل شوې . دا سپړني د پخواني شوروي اتحاد او افغانستان تر منځ د دولتي پريکړي پر بنسټ د دواړوهيوادونو د لرغونپوهانو په ګډو هڅو او پرله پسې زيار تر سره شوې . او په پايله کي د دووزرو کالو وړاندي زمانو لرغوني اثار راڅرګند او تر لاسه شول . د ا سپړني د پخواني شوروي لرغونپوهانو له خوا چي مشري د ښاغلي و.ي. سريانيدي ( V.Y.Saryanidi ) او دهغوئ افغاني ملګري لرغونپوهان چي مشري يې د ښاغلي حبيب اعظمي په غاړه وه ، تر سره شوې . سپړنو په پرله پسي توګه د ( 1978 - 1979 ) پوري د همدي تپي پر بيلا بيلو برخو تر سره شوې ، نوموړو لرغونپوهانو د تپي بيلا بيل پخواني قبرونه او هديرې وسپړلي چي په نتيجه کي يې د ( 7 ) او قبرونو څخه تر شلوزروزيات طلائي اثار کشف او تر لاسه کړل . او تر لاسه شوي اثاريې د خاصو مراسيمو په ترځ کي د افغانستان د وخت اطلاعاتو او کلتور وزارت او ملي موزيم مسولينو ته ورکړل ، چي تر1991 ميلادي کال پوري په ځانګړو وختونو کي د نندارې لپاره ايښوول کيده .
دطلا تپي په اثارو کي زينتي ګاڼې لکه لاکټونه ،بنګړي،غاړه ګۍاونور ، ننداريز توکي لکه د ونو تنې ، ښاخلې ، پاڼي او ګلپاڼي ،ډول ډول مجسمي لکه د زمري ، غرڅني ،مار او نورو ژويو او داسي نور تر شل زره زيات اثار چي ټول د طلا څخه جوړشوي ، فهرست او راجستر شويدي . د هغه مالي او معنوي ارزښت له مخي چي نوموړو اثارو درلود ، پتيل شوي وه چي د دي اثارو د مصونيت په خاطر بايد د ارګ په کوټي باغچي نومي ځای کي وساتل شي ، خو د ډاکتر نجيب الله د واکمنۍ په ورستيو دو کلونو کي د لا ښه ساتني په نيت يې د افغانستان بانک د خزانې سره د يوځای کيدو پريکړه وشوه . په دي ترتيب نوموړي اثار د ملي موزيم د نندارو څخه ووتل ،او کله نا کله به د نړيوالو سمپوزيمونو او سيمنارونو پر مهال په ارګ کي دننه ( کوټۍ باغچه ) د نوموړو اثارود نندارو زمينه برابريدل .
دوهم : د طلا تپې د اثارود پايښت دوهم پړاو ( په بهر نيانود اثارو د پلورلو د پلان شنډول )
د طلا تپي داثارو راسپړل او بر سېره کول په لومړي سرد زيات شمير هېوادوالو او نړيوال دپام وړ وګرځېدل . له يوي خوا دا اثار دوه زره کاله لرغوني وه او له بل لوري د اوو قبرونو څخه تر شل زره زيات اثارو تر لاسه کول ، د زياتي حيرانتيا او پاملرني وړ وه . خو د دوهم ځل لپاره د نوموړو اثارو په اړه د نړيوالو او هيواد والو زيات پام هغه وخت د دې اثار و په لور واوښت چي د تنظيمي جګړو پر مهال د نوموړو اثارو د پلورلو اوازې زياتي تودې شوي . د همدي اوازو پر بنسټ په 1995 ميلادي کال د سپک موسسي ( Society for Preservation of Afghanistan,s Cultural Heritage ) د يوي ځانګړي خبرتيا په توګه ويره وښودل چي د طلاتپي لرغوني اثار د اسلحو د پيرودلو لپاره روسانو ته ورکول کيږي .
ميرمن نانسي دوپري په هغه علمي غونډه کي چي د افغانستان د لرغونو او تاريخي ميراثونو د ساتلو او بيرته راګرځولو ملي کميسون له خوا په ځانګړي توګه د طلا تپي د اثارو په اړه د رښتيا څرګندولو په نيت رابلل شوي وه ، وويل چي : داسي راپورونه تر لاسه شويدي چي يوشمير دولتي واکمنو کسانو د روسيې څخه د اسلحو د پيرودلو لپاره د طلا تپي د اثارو د پلورلو نيت کړۍ دۍ . د دي مسئلي د سپيناوي لپاره اړينه ده چي د اطلاعاتو او کلتور وزارت روښانه څرګندوني خپري کړي ؛ په همدي غونډه کي د ملي کميسون له خوا هم د طلاتپي د اثارو په اړه د ټولو موضوعاتو د سپيناوي په کلکه ملاتړ وشو. په غونډه کي د وخت د اطلاعاتو او کلتور وزارت سر پرست ښاغلي والاجان وثيق لومړۍ خپله بي خبري وښودل او بيا يې وعده وکړل چي ډير ژربه دا مسله د راډيو او تلويزيون له لاري څرګنده کړي ، خو نوموړۍ هغه مهال په دې و نه توانيدئ چي د دې اثارو په اړه روښانه څرګندوني وړاندي کړي .
داسي بريښيدل چي د نوموړو اثارو د پلورلو هڅه پيل شوې وه ، د دي ناوړي هڅي لومړي بڼه هغه وخت را څرګنده شوه چي د هم هاغه کال د مارچ په مياشت کي د انيس ورځپاڼي د نجيب پوپل تر نوم لاندي ( د هغه وخت د موزيمونو رئيس ) په يوه مرکه کي په جعل دا مطلب خپور کړ چي د طلا تپي ټوله لرغوني اثار د پخواني کمونيست رژيم واکمنانو روسانو ته ورکړيدي . د دي مطلب د خپريدو وروسته سمدستي نجيب پوپل د دي خپرې شوي ليکني د ترديد لپاره هڅه وکړل ، داچي دا ليکنه يوه ساده تيروتنه نه ، بلکي د کوټلي او پخې اجندا يوه برخه وه ، نو ځکه د نجيب پوپل ليکونو او مقالو د خپريدو چانس نه درلود .
په کابل کي ټولو پيلو او ناپيلو خپرونو د نجيب پوپل د مقالي او مرکي خپرول نه غوښتل ، يو ځل د هينداري په نوم خپلواکي خپروني چي مشري يې ښاغلي عبدا لله پويان کوله د غفور ليوال د هڅونو پر بنسټ د نجيب پوپل د مرکي خپرولوته زړه ښه کړ خو لا هينداره د مطبعي نه وه راوتلي او نه وه توزيع شوي چي د هينداري جريدي پر مسوول مدير مرګوني حمله وشوه . دا هغه څرګند دليل وو چي زياتو کارپوهانو د دي تبليغاتي کمپاين تر شا پر بهرنيانو او په ځانګړي توګه پر روسانو د طلاتپي اثارو د پلورلو منظم پلان ليدئ ، نوځکه د هغه مهال د افغانستان د لرغونو اثارو د بيرته راستنولو ملي کميسون ټولو غړو و پتيل چي د کميسون تر نوم لاندي ، بايد د دې مسلې د سپيناوي لپاره هر اړخيزي هڅي وشي .
پريکړه وشوه چي د کميسون دوه تنه غړي(عبدالله پويان او رسول باوري) پيښور او اسلام اباد ته لاړ شي ، د توان تر برېده د نړيوالو خبري رسنيو او په پاکستان کي د ميشتو هېوادو دسفارتونو له لاري دي د افغانستان د دې نامتو تاريخي اثارو د برخليک د څرګندولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي . د کميسيون د پريکړي سره سم ، ټاکل شويو غړو په پيښور او اسلام اباد کي د افغانستان د لرغونو اثارو د بير ته را ستنولو او د طلا تپې د اثارو په اړه د نړيوالو خبري رسنيو لکه بي بي سي ، امريکا ږغ ، المان ږغ اويو شمير نور و سره مرکي او مصاحبي وکړې او هم يې د پيښور په بيلابيلو ورځپاڼو ، جرېدو ، او مجلو کي د مقالو او ليکونو د خپروني له لاري د افغانستان د لرغونو اثاروقاچاق ،د ملي موزيم چور او تالان ، او په ځانګړي توګه د طلا تپې د اثارو د ناڅرګند برخليک لوري ته د هېوادوالو او نړيوالو پام واړاوه . د دې تر څنګ يې د يو شمير اغيزمنو شخصيتونو سره د لېدنو کتونوپر مهال د افغانستان پر کلتوري زيرمو د چور او تالان ناوړه حالت بربنډاو په دې چارو کي يې د ککړو حلقو نومونه څرګند کړل .
د همدې تبليغاتي کمپاين په ترڅ کي د مير من نانسي دوپري په مشرئ د سپک ټولني غړو په پاکستان کي د بيلا بيلو هېوادو نو ميشتو سفيرانو ( ايتاليا ،فرانسې ،يونان او قبرس ) هم د طلا تپې د لرغونو توکو د ناڅرګند برخليک په اړه دا ويره د نوموړي ټولني له لوري په يوه خپره شوې اعلاميه کي څرګنده کړه . د همدي تبليغاتي کمپاين او هياهو په نتيجه کي د کابل د دفاع چارو وزير شهيد احمد شاه مسعود هغه مهال دکلوله پشتې سيمي په يوې ودانۍ کي دافغانستان د لرغونو اثارو د بيرته راستنولو د ملي کميسيون د يوشمير غړو سره ولېدل او د هغوۍ ته يې د طلاتپي اثارو د مصونيت او نه لاس وهني ډاډ ورکړ . د زيات شمير کار پوهانو په باور د افغان کلتور پالو ، د افغاني کلتور نړيوالو دوستانو او نړيوالو کلتوري ټولنو په مرسته د طلا تپې لرغوني اثار وژغورل شوه . که په خپل وخت دا تبليغاتي نړيوال کمپاين او هياهوئ نه وای تر سره شوئ ، ښايې د طلا تپې اثار به هم د ملي موزيم د نورو اثارو په څير د توپک سالارانو د موخو بلهاري شوي وای . اوس دا دئ له نيکه مرغه د ا دوه زره کلن لرغوني اثار په هيواد کي تر اوسنۍ واکمني ادارې رارسيدلي دي .
تير ميلادي ٢٠٠٦ کال هغه مهال چي د طلا تپې اثار د ارګ په ماڼۍ کي د نندارې لپاره ايښودل کېده د افغانستان اولسمشر يې د پرانستلو چارو ته راغلئ ؤ . په دې اړه د بي . بي . سي . را ډيو داسي خبر خپور کړ :
د باختري پير د سرو زرو ځينې گاڼې د افغانستان د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې نندارې ته نن ( د سلواغې ١٥ اود ٢٠٠٦ زيږديز کال د فبروري ٤ ) وړاندې شوي دي .
د ٢٠٠٠ بيلا بيلو گاڼو له ډلې څخه ايله ٢٥ په دغې نندارې کې اېښودل شوي دي .
دا له ١٩٨٩ کال څخه راهيسته لومړنى ځل دى چې د دغۀ پير اثار په افغانستان کې نندارې ته وړاندې کيږي .
گڼ شمير کسانو د دغو اثارو ننداره وکړه چې د ولسمشر کرزي په گډون پکې لوړ پوړي چارواکي هم شامل وو .
٣ _ د طلا تپې د اثارو دريم پړاو ( په نړيوال موزيم کي د هغو نندارتون )
له نيکه مرغه دا اثار اوس د نړۍ په يوه نامتو موزيم ( ګيمي موزيم ) کي د نندارې لپاره د ٢٠٠٦ مېلادي کال د دنوامبر په مياشت کي د يوه علمي - ادارې هئيت په ملګرتيا راورسېدل ، د دې هئيت په تر کيب کي د کوشاني څيړنونړيوال مرکز مشر ښاغلئ محقق نظر محمد عزيزي ، د کابل پوهنتون د لرغونپوهني څانګي علمي غړۍ پوهنوال عصمت ا لله عُثماني او د افغانستان ملي موزيم لوړ رتبه اداري کارکونکو ونډه درلوده .
مينه وال کولای شي چي په ګيمې موزيم کي د افغاني اثارو نندارتون په لاندي پته و ويني :
http://www.guimet.fr/
او دا هم
http://quote.bloomberg.com/apps/news?pid=20601088&sid=aCDXwOmye1Dk