د شهيدانو د رب په نامه
د حمزه بابا (رح) يوه مرثيه
تبصره: انور شاهين خانخېل ( پېښور- کوزه پښتونخوا)
Shaheenkhankhel@yahoo.com
زما په خيال چې داسې څوک پښتون به نه وی چې لږ تر لږه د ستر حمزه بابا (رح) له نوم نه به خبر نه وی.بابا نه يواځې يو ستر پښتون شاعر او اديب ؤ بلکې يو ستر روحانی شخصيت او يو عارف او سالک کس ؤ. او هغۀ نه يواځې دا چې په عرفانی موضوعاتو باندې نظرياتی ليکل کړی دی بلکې د سېر او سلوک د لارې يو عملی لاروے هم ؤ. بابا د انسان د خلقت مقصد او هدف د خپل حقيقی محبوب يعنې دخداے پاک ذات پېژندګلی ګڼی او د دې مقصد لپاره د اميرالمومنين حضرت علی (کرم الله وجهه) د دې قول مطابق چې (( مَنْ عَرَفَ نَفْسَهُ فَقَدْ عَرَفَ رَبَّهُ )) (( يعنې چې چا خپل ځان اوپېژندو نو هغۀ خپل رب اوپېژندو)) اول دخپل ځان په پېژندلو باندې تاکيد کوی او د خپل ځان د پېژندګلو لپاره د خداے پاک د سپېڅلی کتاب قران مجيد تر څنګ د دغه ستر اسمانی کتاب د تعبير او تفسير او د انسان د تکاملی سفر په لاره کښې د داسې هستيو لارښوونه ضروری ګڼی چې هغوی د دې لارې کاملان او معصومان لارښوونکی دی. او هغه سپېڅلې هستۍ د خداے ګران رسول (ص) او د هغۀ پاک اهلبېت (ع) ګڼی او له دغو هستيو سره مينه او د هغوی پېروی د قران مجيد او نبوی احاديثو په بنياد له واجباتو څخه بولی. او په خاصه توګه له خپل حقيقی محبوب يعنې خداوند متعال سره د عشق او د عشق په دغه لاره کښې خپل هر څه او حتی خپل ځان هم خپل نه ګڼل او چې د چا دی د هغۀ په لار کښې د قربانی کولو يوه بې څارې او بې مثاله نمونه د امام حسېن عليه السلام شخصيت ګڼی او د عرفان او سېر او سلوک د لارې د لاروی لپاره د کربلا واقعه او د هغه پاک امام عظيمه قربانی ځانته د نمونې په توګه په اېښېودو تاکيد کوی او وائی:
زيات له هر چا نه به انسان وی ثنا خوان د حسېن
انسانيت بــــه فـــراموش نــــه کا احســـان د حسېن
او بابا خپله هم په دې لاره کښې د هرې بلا او مصيبت هرکلے کوی په دې شرط چې د کربلا څه مقصد پکښې وی او وائی:
که څه مقصد د کربلا وی پکښې
پــــه هـــــر قدم هغــــه بلا غــــواړم
البته هغه سيدالشهداء حضرت امام حسېن (ع) يو داسې مظلوم چې هيڅ وس يې نه رسېږی د خوزېدو نه وی او له مجبورۍ نه له يوې ناڅاپی پېښې سره مخامخ شوے وی نه وړاندې کوی بلکې هغه امام عالی مقام له دغو ټولو واقعاتو نه اګاه او خبر ګڼی او په علم، پوهې، تقوا، مېړانې ،پت، غېرت، عزت، شرافت شجاعت،سخاوت، انساندوستۍ، امن، ورورولۍ، خپلواکۍ، ازادۍ او حتی په ټولو انسانی صفاتو کښې کامل او بې څارے ګڼی او له دې ټولو خوبيانو يې بيا مظلوميت بيانوی يعنې د يو بهادر او مېړنی کس مظلوميت دنيا ته ښئی. هغه حسېن (ع) چې تر اخېر وخته پورې د دښمن په مقابله کښې توره نه راوباسی او په کوشش کوی چې په خپله سپېڅلو وېناؤ سره هغوی بې لارې کسان پوه کړی او دغه شان د حجت د اتمام په خاطر ورته يو يو اصحابی او خپل يو يو اهلبېت ورلېږی چې هغوی پوه کړی خو له هغې خوا ورته واپس د هغوی ټوټې بدنونه راځی ان تر دې چې په اخېر کښې ورته د شپږو مياشتو بچے وړاندې کړی چې يو خو هغوی ته وښئ چې زۀ ګورې د جنګ په اراده نه وم راوتې ګنې بيا به مې دا د تی ماشومان له ځان سره نه رواوستل او بله دا چې که ستاسو په نظر کښې يم نو زۀ ګناهګار يم چې د يزيد بېعت نه کوم نو دې ماشوم څه ګناه کړې ده دۀ ته خو اوبۀ ورکړئ کنه. خو له هغې خوا نه ورته د اوبو د ګوټ په ځاے يو غشے راغے او د هغه د تی ماشوم (علی اصغر) په مرۍ کښې ښخ شو او د وينو فواره ترې روانه شوه. ځکه خو ارواښاد غنی خان د امام حسېن (ع) په شان کښې په خپله تاريخی مرثيه کښې وائی:
داسې ظلــــم نـــه دے شوے نه به وشی په جهان
د چېنې په غاړه مړۀ شول ټول له تندې ماشومان
نو حتی چې کله څوک داسې پاتې نه شول چې هغه ظالمان پوه کړی او د خپل سر قربانی ورکړی نو بالاخره بيا امام حسېن (ع) مېدان ته وروځی او هغوی ته بيا هم د حجت د اتمام په توګه وېنا کوی او ورته خپل ځان معرفی کوی چې هسې نه د يزيد په لښکر کښې داسې څوک په بې خبرۍ کښې راغلے وی چې له اصل حقيقت نه نۀ وی خبر خو هغوی ورته په ځواب کښې وائی چې هو مونږ تا هم پېژنو، ستا نيکۀ، پلار، مور او ټول خاندان پېژنو خو بس مونږ ته د يزيد لخوا دا حکم دے چې يا درنه بيعت واخلو او يا دې سر هغۀ ته يوسو له دې نه علاوه بله لار نشته خو دغلته ورته امام حسېن (ع) يوه تاريخی خبره کوی (( چې زما غوندې کس به چرې هم د يزيد غوندې کس ببعت و نکړی)) دا ډېره منطقی او د راتلونکو نسلونو لپاره د تقليد وړ وېنا وه يعنې دا خبره څه يواځې زما او د يزيد تر منځه نه ده بلکې که په هر دور کښې يزيد صفته ظالم واکمن راځی نو چې څوک ځان ته زما پېروکار وائی نو زما غوندې کردار به ادا کوی . او دغه شان دې خبرو سره په امام حسېن (ع) باندې د غشو او نېزو باران جوړيږی نو بس بيا هغه هم د امامت د شجاعت او مېړانې ښودلو لپاره ذوالفقار راوباسی او داسې جنګيږی چې حتی د پښتو يو شاعر روشن بنګش په يو شعر کښې وائی چې مطلب يې داسې دے چې د يزيد لښکر کښې يوه واوېلا جوړه شوه چې خداے پاک ورسره خپله جنګيږی نو بس هر کله چې دغه ظالم دښمن د بزدلۍ په شدت کښې د شرک حد ته راغے نو امام حسېن (ع) خداے پاک ته سوال وکړ چې بس دے اوس مې واخله زۀ دا نه شم زغملې چې څوک تا سره شريک پېدا کړی نو بس ځکه امام حسېن (ع) شهادت ته سر کېښود او د حمزه بابا په قول نه يواځې يې د خپل نيکۀ حضرت محمد مصطفی (ص) د شهادت يې پوره کړ بلکې هغه قربانی چې د حضرت اسماعيل (ع) په هکله پاتې وه د هغې قربانۍ تکميل يې هم وکړ.
هسې خو بابا د کربلا په واقعاتو (( د زړۀ اواز)) په نوم پوره يو کتاب مرتب کړے دے او دغه شان په نورو کتابونو کښې يې هم ډېر زيات د اهلبېتو ذکر راغلے دے چې ما بنده هم د بابا هغه کلام چې د پاکو اهلبېتو په باره کښې د شعر په شکل کښې راغلے دے ((حمزه بابا او اهلبېت)) په نوم سره له مناسبو شننو سره چاپ کړے دے چې له دغو مرثيو څخه يوه مرثيه دلته ستاسو په خدمت کښې وړاندې کوم چې بابا پکښې د امام حسېن عليه السلام د شجاعت او مېړانې دغه حقيقت په ډېرې ژورتيا سره څرګند کړے دے او حتی چې د امام عالی مقام د هغې تورې (ذوالفقار) چلول او د هغه اس (ذوالجناح) زغلول چې ورته له پلار نيکۀ نه په وراست کښې پاتې شوی وو په داسې ډول انځوروی چې انسان وائی ګنی بابا هلته موجود ؤ او دا هر څه يې په خپلو سترګو ليدلی دی. بلکې له دې نه هم په زياته او بالاتره توګه يې ټول حرکات انځوروی.
بابا د پښتو په ټولو صفاتو سره يو پښتون وګړے د دې اهل ګڼی چې د امام حسېن عليه السلام وارث جوړ شی او د هغه مېړنی امام لارې ته دوام ورکړی بلکې په خپله دې نظريه باندې يقين هم لری او حتی په ځينو ليکنو کښې يې په راتلونکو وختونو کښې د پښتنو کاميابيو او برياليتوبونو او د حق ملګرتيا کولو ته اشارې کړې دی او په يو شعر کښې هم داسې وائی:
داځـــلند حــــــــــــقيقـــــت دے چــــــــــې وارث دے د حُــــســېن
پښـتــــــــــون ورتــــــه پــــه بــــرخـــــــه رسېـدلے دے ژونـــــــدون
نو ښه ده راځئ چې د امام حسېن (ع) مېړانه او شهادت د بابا په دې کلام کښې ننداره وکړو: (له طرفه انور شاهين خانخېل)
شهيد د كربلا څـوک ؤ؟
کلام: حمزه بابا (رح)
هغــــــه حُسن چـــــې پـــــــه ذات د كــــبريـــــا كښې ځـــــــلېـــــدو
هـغـــــــه نـــــمـــــر چـــــې پـــه افـــــق د منشــــاء كـښې ځلېـــــدو
هغــــــه نــور چــــــې د هستــــۍ پــــــه ابتــــــداءکښې ځلېـــــدو د عـــــــدم وجـــــــــــود پــــــــــــه لا او پــــــــــه الاً كـښـې ځلېـــــدو
جـــــوړه ديــــد لــــره خــــــالــــــق يـــــې ائينــــــه كــــــړه د هـستۍ
بيــــــا پـــــه خپـــــل حُسن سينــــه يــــې ګنجينـــه كـړه د هستۍ
دغــــه حُســـــــن ؤ نبــــى چــــــــې يــــــــې كامــــل انســــانيت كـړ
په دربار د سړيتـــوب كښې يــــــې ســـــــر خــــــم ملكـــيت كـــړ
پــــه اخـــــــــلاقو د خـــالق يــــــــې چــــــــې د خــــلـــقو تربيت كـړ
د الحـــــــاد وكـــفر و شرک يـــــې لـــه دنيـــــا لـــــرې لــــعنت كـړ
پـــــه هـــــم لـويــــو لــــويـــــو مــــرتـبو يـــــــې دے نمــــانځــــــــلے
بس خـــــويـوله خدايه پسته دے پـــــه ټـــــولـــــو كښې ښاغلے
مئيــــن تــــــــوب ؤ او كـــــــه مينـــــه وه كـــه راز ؤ كــــه نيــاز ؤ
كـــه فــــراق ؤكــــه وصـــال ؤكـــــــه د مينې ســــــوز او ســـــاز ؤ
پــــــه هــــــر څـــــه كښې محمـــد پــــه انبيـــاو كښې سرفـــراز ؤ
نـبوت كـــــــــه امـــــامت كښې يـــــې معـــــــراج سره پــــــرواز ؤ
شهـــــادت يــــــې هــــــم لــــــه نــــــورو انبيـــــــاو نــــــــه بلنــــــد ؤ
لکـــه نمر په روښنائۍ کښې پـــــه همه ستــــورو څـــــرګنــــد ؤ
مكـمــــل يـــــې شهـــــادت كــــړل پخــــــــوانى شهـــادتــــونــــــه
مـكمـــل كــــړل محمــــــد د خـــداے د ديــــــن عمـــارتــــــونــــه
شهـــــــــادت د حـسنينــــــو كــــــــــوى دا اشــــــــــارتــــــونـــــــــــــه
پـكښـــــې پټ دى د نــــــبـــــى د شهــــــادت حـــقيقتـــــونــــــــــه
شهـــــــــادت د خپــــــل نمسى يـــــــــې د نيــــكــــۀ وګڼـه عــــــېن
دے حـــــــــــديث حُسَــــــينُ مِنّــــــــى وَ اَنـــــــامِـــــنَ الْحُسَــــــــين
ســــور پــــه اس د تصــــورشــــــــه چـــې دې بـوځـــم كربــلا تــــه
دى راغــــــلــــــې د جــــفــــا لښكـــــرې زوے د مـــرتضــــى تــــه
نـمـــــــر د تنــــــــدر پــــرده وكــــړه نظـــر نــــه كــــــوى دنيــــا تــــه
چـــې تيــــارو هم د جنګـــرېــــز حوصلــــه كـــــړې ده رڼـــــــا تــــه
څــه خېمـــــې دى د سېـــــدانـــــو د رضــــا پكښې چپتيـــــــا ده
څــــه خـېمـــــې د يــــزيديــــانــــود ستـــــم پكښې غــــوغـــــــا ده
دا حُسېــــن دے چـــــــې تسلــيم يـــــې اس نيـــــولے لـه جـــلبــه
د هـستۍ نبضــــــونـــــــه تــېز دى پـــــه امكان راغلـــــــې تبــــــه
خـــــولـــه يــــې وركــــړه لـــــه هېبته ده ګــــرمۍ راوېستې ژبــه
چــــــې جـــــلـــوې د رســـــــالــت پــــرې قــــربــانېږی لــــه يثربـــه
د هـــــــر څـــــيز لـــــه قـــــربــــانــــۍ نه پس پــــه خپــــلــــه راوتلے
د حـجـــت اتمــــــام پـــــــــه هغــــو كانــــدى چـــا چــــــې رابلــــلے
چــــې صورت دامـــن ســـولــــې پــــه امكان کښې پــاتے نه شو
چـــــې هيڅ شــک يــــې دجګړې په طوفـــان كښې پاتے نه شو چــــې يودوست يې ګېرچاپېره پـــه چشمــان كښې پاتےنه شو
كـــــــه يـــــوحُــــــر ؤ هغـــــه هـم په دې جهــان كښې پاتے نه شو
دۀ بـــــــه پېش ورتــــــــه قــران كــړو هغـــــوی تــورې برېښولې
چــــا بــــــــــه غشـــــى ګــــرتــــول او چــــا نېزې بـــــــــه نيـغــــولې
امـــام پــــــوه شو چــــې اوس وخت دشهـــادت د اكمـــال راغے
شـــــو مـــــزل دجـــمـــــال ختـــــم اوس مقــــــام د جـــــــلال راغے
يــو يې تـــورې ته كـــــړه هپـــــه او بــــل لاس يې پــــه ډال راغے
د اجــــل پــــــه لاس كښې ښكار د ژونـدانـه لــــــره جــــال راغے
ذوالفقــــارچــــې كـړ بهر پــــه لاس کښې زوے د حېـــدر ونيو
قُــــــدسيـــــــانو پــــــه هېبت د اسمـــــــــان مـخ تــــــه ســـپر ونيو
ذوالفقـــــــار چـــــې يـــــې مېړانه لــــه جــــــوهـــره ځــــارېــــــــــده
ذوالفقـــــــار چــــې هـــــره تــــوره يـــــې لـه پرهــــره ځــــارېـــــــده
ذوالفقـــــار چــــې تـــــل يـــــې فتــح لــــه حـېـــــدره ځــــارېـــــــده
ذوالفقـــــار چـــــې بــــادشــــاهى يـې لــــــه قنبره ځــــــــــارېــــــده
هــغــــه تــــوره چـــــې پــــه برېښ كښې يــــــې رفتــار ؤ د اجــــل
هغــه تــــوره چــــې پــــه شــړنګ كښې يــــې ګفتــــار ؤ د اجـــل
جـــــــوړ نېټـــــــه وه د اجـــــــــل د امــــام لاس كښې ښكارېــــده
پـــه يــــو وخت كښې به يو كس تـــه اوږدېــــــــده او لنـــډېــــده
اوچېـــــــــــــده او څڅېـــــــــده، كــــــــــږېـــــــــــده او سـمېـــــــــــده
بـــــرېښېـــــده او ځــــلېـــــــــده, قــــــهرېــــــــده او مــــــوسېـــــــده
نــــــه پــــه خُــــــود او نــــه پــــه زغــــره نه پــــه ډال ايسارېــــــده
نــــــه پـــــه زور د زورور او نـــــــــه پـــــه ســــوال ايســــارېــــــــده
لكـــه بـــــرق بــــــه يې روح يـــوړلـــــو پــــرهـر بـــــه پاتے نــــه شو
غـــــړېــــدې بــــه بقــــــې سترګـــــې خـــو نظــر بـه پاتے نـــــه شو
څــــه حســـاب د لسو شــــلو دے لښكــــر بـــــــه پــــاتے نـــه شو
چــې كـــوم سربـــــه ځـــــان تــــه سر وې هغه سربــه پاتے نــه شو
چـــــې بــــــرېښنـــــا بـــــه يــــــې د خـلــــقو پـــــه نـظــــر ننـــــوتـــــه
دا بـــــــــه تــېره وه لــــــــــه زړۀ نــــــــــه پـــــــه ځيګـــــر ننـــــوتــــــه
كوم دښمن چـې نظربــــاز ؤ تـــوريــــالے ؤ هغــــــه ړونــــد شـــــو
په برېښنا د ذوالفقار کښې هوش او عقل كلــــه مـــوند شـــــو
كــه ؤ ډال لكـــه كيكـــوړے خــــود غــر په شانې درونــد شـــو
هغه دروند شو خود به دروند شو چې په خپلووينولونــد شو
دلتـــه شړنګ او هلتـــه برېښ او بيـــا په پنجه د امـــام کښې
پـــــه هــــرصف كښې پـه هر سر ؤ ګويـــا ؤ پـــــه هر مقام كښې
لــــه يو څټ نــــه پـــــه بل مټ وه بيــــــا لــــــه ډډه نــــــه بهــــر وه
لا بـــــه دلتـــــه بــــرېښېده او لا بـــــه بيــــا د بـــــل پـــــه ســــر وه
لا بــــــــــه زغـــــرې فريـــــادى وې پــــــه ټټر وه پــــــه ځيګــــر وه
لا به اوچــــه ښکارېـــــده پـــــه رپ د سترګو کښې بــــه تــــر وه
لكــــــه ژبــــــــــــه د اجــــــل بـــــــه يــــــې د زړۀ وينـــــه څټـــــلــــــه
ګـــــويــــــــــا وينـــــــه د صـفـــــين د شهيـــــــدانو يــــــې ګټـــلـــــه
نــــــــــه مقـــــــداد ؤ نــــــه بـــــــوذر ؤ نــــه سلمان ؤ تمـــــاشا تــــه
نـــــــه عمــــــار ؤ نــــــــه قنبـر ؤ تنهــــــائى وه مــــــرحبــــــا تــــــــه
علـــــمدار يــــــې ؤ پــــــه وړانــــــدې نــه اكبر قاسم يې شاتـــــه
ذوالفقـــــار يـــــې ؤ پـــــــه وړاندې او د اس ګـــــردونه ملا تـــه
مېمنـــــــه، مـېسره، قـــــلب كـــــــه د لښكــــــر مقـــــــدمــــــــه وه
د تــــرتيب بخـــــۍ يــــــې لاړې تــــــار پـه تـــــار وه كه ساقه وه
چـې پــه تېښته بـه شوڅوک، ترې ذوالجناح به پــــه ستنه شو
تــــار پـــــه تـــــار بـــــه يـې يو صف كړو بيا به بل پسې پره شو
چې بـــــه غبرګې نېزې راغــــلې زر بــــــه دې ورته پـــه دوه شو
سر تـــــر پـــــايــــه د دښمن د تـــــورې برېښ تـــــه بـــــه لمبه شو
د وښو غــــوندې راتــــاؤ بــــه يې پــه غاښونو كښې كـړه زغره
څنــډول بــــه يــــــې ذوالفقــــار تـــــه اشـــــــاره وه چــــې ونغـــره
چـــــرتــــــه سم لكـــــه د غشى چـــــرته كوږ لكــــه كمــــان تـــــلو
ځينې ســـــر بـــــه ؤ پــــــه ځمكـــــه ځينې سر بـــه په اسمـان تلو
بړبوكۍ وه چورلېدله كـه پـــــه خپــــل ګرد كــــې پنهــــان تلــو
جمعيت يــــې ؤ پـــه ځاے كه يوخوا بل خوا ته پرېشـــــان تلو
پــــه كــــــوم ځـــــابېرته شاته