12.01.2007
پام کوئ پرته له واليانو دی بل څوک نه لولي !
دپوهنتونونو دشموليت دپاره يوازی دکابل دلېسوفارغان او دوه- دری نورو د ولا ياتو فارغان د ګڼ شمېر امکاناتو پربڼسټ دشموليت امکانات په لاس کې لري.په داسی حال چه په اکثرو ولاياتوکې هغه څه چې دپوهنتون د شموليت دپاره لازمي دي نشته.
لکه په لوړو زده کړو سمبال معلمين؛ کتابخانې؛ درسي خوني؛ لابراتوارونه؛د زده کړې لوازم اود کا نکور دپاره دامادګۍ کورسونه شتون نه لري؛ په داسی ناانډوله شرايطو کې به دوی څنګه د مرکز له فار غانوسره سيالي وکړئ شي. سربېره پردی چې په ا کثرو لاياتو کې د جنګ اوناامنۍ حالات په ډېرې چټکۍ سره دوام لرې په داسی ناوړه چاپېريال کې ايا دولاياتو بېوزلي او بی اسری دلېسو فار غان به په پوهنتون کی د شموليت چانس ولري؟ ايا د دوی حقوق به تر پښولاندی نشي ؟ په داسی حال کې چه زمونږ دولاياتو ځوانانو ته لوی او هسک خدای ډېر لوړ د زده کړی استعدادونه ورکړي دي. که د اټکل له مخی 30 کاله وړاندی د مرکزاو ولاياتو د لېسو شرايطو ته ځير شودومره زيات بی انډوله نه وو.په پوهنتون کی به دلوړو درجو او ممتاز محصېلين به د ولاياتو له محصېلينو څخه وو چه زموږ دپو هنتون استادان ددی وينا شاهدان دي.نو په دی اساس چې دغه بی انصافي په داسی نا انډ ولو اونا برابرو شرايطو کی يو څه له منځه لاړه شي نو په کار دی چه: والي صا حبان دی سره جرګه شي اودا فېصله دې وکړي چه هر ولايت ته دې د نفوسو دشمېر پر بڼسټ په پوهنتون کی دشموليت برخه ورکړئ شي اود هرولايت دسهمي غوښتنکي دې شي چه همدا پروسه په اکثرو اوروپاېي هېوادو کی او په ځانګړي ډول په جرمني کې همدا اوس دغه سېستم نه کار اخېستل کېږي.
دويم: والي صا حبان دې د لوړو تحصېلاتو له وزارت نه وغواړي چه دولاياتو دکانکور سوالونه دې د مر کز دکانکور سوالو سره جوت توپير ولري اوبيا دې ځانګړې کانکور ازموينه واخېستل شي وروسته دې دونډې اوسهمي پراساس دهېواد پوهنتونونو ته معرفي کړ ئ شي او دشموليت حق دې ورکړئ .او په پوهنتون کې دې دخپل درسي نصاب تر څنګ دوی ته ديو کال دپاره داماد ګۍ کورسونه ورکړئ شي ترڅوهغوناوړو شرايطو له کبله چه دولاياتو فارغان يې لري په زده کړه کې ورته له نورو محصلينوسره ځانونه برابر کړئ شي.
دريم: والي صاحبان اودولاياتو ولسي جرګې با احساسه وکېلان دې دولايا تو ددولسمو ټولګيوفارغانود حقه حقوقو د حاصېلولودپاره په ګډه محترم ولس مشر کرزي ته ورشي ترڅوچه ديوه فرمان له مخې دلوړوتحصېلاتووزارت ته دپلې کولوپه هکله يې عملي ګامونه تر سره کړي.دا يوڅرګند واقيعت دی هغه استعدادونه چه دمرکزددولسم ټولګيوفار غان ېي لري هغه استعدادونه دټولوولاياتوزده کونکي يې دمثال په ډول: دتخار بدخشان زابل ،رزګان؛ کنر؛لغمان؛ باميان اودلويې پکتيا زده کوونکي يې هم لري .
درنووالي صاحبانو اود ولسي جرګې محترمو وکېلانو خدای مه کړه که په رښتيا سره دلرو ولاياتو د دولسم ټولګيو فاری غانو دستونځو غم ونه خورئ دتېرو کالو په څېربه دهېواد بیوزلي تنکي ځوانان ډېر ناهيلي پاتې شي اود دوی غوښتنې به دخاورو سره خاورې شي نوره يې ستاسو خوښه چه د دوی غم خوروی او که نه په
درنښت.
محمد اکبر ځاځی له جرمني څخه