دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
داڅه حال دی

سمیع الدین افغانی

کال   ۲۰۰۷ مهاجرت 

 

 داڅه حال دی

 

دغه خوب دلیدو نه دی

نه خوبونه دلیدو دی

داحالت دلیدو نه دی

نه وختونه دلیدو دی

 

څرمښان دی راتاو شوی

سمه او غر یی دی نیولی

ځه وحشی وحشی  شیبی دی

دا فرصت دلیدو نه دی

دا حالت دلیدو نه دی

نه وختونه دلیدو نه دی

 

ددی شنه اسمان تر څنګه

دا  زخمی زخمی وختونه

څه دهشت دی راولیدلی

دا دهشت دلیدو نه دی

دا حالت دلیدو نه دی

نه وختونه د لیدو دی

 

پرهارونه مرګ او ژوبله

 دبیرحمو څرمښانو

د ظالمو جابرانو

دا وحشت د لیدو نه دی

داحالت د لیدو نه دی

نه وختونه د لیدو دی

 

حالتونه توفانی دی

دا وختونه  توفانی دی

ای د وخت سالار  تربوره

 

دا صنعت دلیدو نه دی

دا حالت د لیدو نه دی

نه وختونه دلیدو دی

 

نن دخدای د بنده ګانو

ډیر بی حده سپکه کیږی

څوک پرزیږی څوک زړیږی

دا قیامت دلیدو نه دی

دا حالت دلیدو نه دی

نه وختونه دلیدو دی

 

ای ددی زمان انسانه

سره یو شه یو همت شه

یوه چیغه د غیرت شه

دا وحشت دلیدو نه دی

دا حالت د لیدو نه دی

نه وختونه دلیدو دی

 

ددی غلو  او ګیدړانو

ددی خړو څرمښانو

یوه هیله د نجات شه

دا وضعیت دلیدو نه دی

دا حالت دلیدو نه دی

نه وختونه د لیدو دی

 

 

 

 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006