د با بوزي په قلم
د پاکستاني جنرالانو بر يالئ سوداګري او يوه د اندېښنې پوښتنه
پاکستاني جنرالان په رښتيا چي بر يالي سوداګر دي . هغوئ درې ډوله محصولات اوخپل ټول کړئ ثروت په خورا ښه موقع بازار ته د پلورلو لپاره وړاندي کوي . د پلورلولومړئ ډول ارزښتمن توکي د القاعده په نوم هوايې عمليات دي ، چي د اجرا کېدو تر خبر وروسته يې د رښتېنوالي هيڅ ډول اسناد او شواهد نه وړاندي کيږي . دپلورلو دوهم ډول توکي هغه افغانان دي چي د طالبانو په نوم يې په ځانګړو مهالونو کي يا پر امريکايانو پلوري ، يا يې خپله نيسي اوپر افغانستان يې پلوري او يا يې د يوه واړه امتياز په بدل کي د خپل ميلمستون څخه د افغانستان پر لوري خوشي کوي . د پلورلو دريم ډول توکي عام وګړي دي ، چي کله يې زړه وغواړي بيا يې په ډله ايزه توګه د ترورستانو په نوم د ناټو او ائتلاف ځواکونو توپ او طبارې ته برا بروي ، او د هغو د وژلو په بدل کي ځان ته امتياز او قيمت غواړي .
هغه مهال چي امريکايې لوړ پوړي چار واکي د پاکستان پر کړووړو لږ شکمن وږغيږي ، بيانو پاکستاني جنرالان د القاعدي د ځپلو په نوم د پښتنو پر سيمو د الوتکو د بمباريو په وسيله اور بل کړي ، کلئ او کور وسوځوي او د امريکا يانو د ډاډ او باور لپاره اعلان کړي چي ، په دې هوايې عملياتو کي يې په زيات شمير القا عده ځواکونه وژلي دي ، چي د وزيرستان پر زومه زوله هوايې بريد يې د دې ډول سوداګرئ ورستئ بيلګه ده .
پاکستاني جنرالان چي کله د ناتو ځواکونو لپاره د پلورلو توکي برابروي ، نو له يوې خواد خپلو ټيکه دارانو په مرسته د سوداګريزوتوکو د ليږد زمينه برابر کړي او له بلي خوادخپلو استخباراتي دلالانو پر لاس ناتو ځواکونو ته هغه لاره ور په ګوته کړي چي دپلورلو توکي يې د ليږلو لپاره تيار کړيدي . د دې ډول ورستۍ معامله د پکتېکا په سيمه کي د يوسل او پنځوسو تنو پلورل دي .
اوپر دريم ډولو توکو خو د بازار په قيمت چينې وهل کيږي اوهر توکي لپاره بيل قيمت او ارزښت ټاکل کيږي . يو شمير لکه ملا سلام ضعيف لاس تړلي پر امريکا پلوري ، يو شمير نور بيا لکه لطيف حکيمي په صندوق کي پېچلئ پر افغانستان پلوري . او داسي توکي هم لري چي د لاس په تړلو او يا په صندوق کي د اچولو په زيار انه ارزي نويې په ټيله د ځانه ليري او افغانستان ته يې حواله کړي ، چي د داډول پلورلو ورستۍ بيلګه داکتر حنيف دئ .
اوس يوه ده اندېښنې پوښتنه دا ده چي امير المو منين لوې ملا صاحيب به په کومو توکي کي برابر شي ، په لاس تړلو توکو کي به وشميرل شي ؟ په صندوق کي د پيچلو ارزښت به ورکړي ؟ او که به د داکتر حنيف په ډول د خپل بېټکه ( مېلمستون ) څخه وباسي او په ټېله به يې تر پولي واړوي ؟ تاسو څه فکر کوئ ؟