د ښکلا مجلې د ١٣٨٥ يم لمريز کال څلورمي ګڼې څخه
ليکوال : پوهنوال رسول باوري
په افغانستان کي دلرغو نو څيړنو پنځه کلن بهير ته لنډه کتنه
( تر سره شوي چاري او د هغونېمګړتياوي )
د پېل خبري :
تير پنځه کاله د افغانستان په سياسي - پوځي ، ټولنيز ، اقتصادي او کلتوري ژوند کي د زياتو لوړو او ژورو ځانګړي کلونه شميرل کيږي . د دې ځانګړتياو ارزونه اوپه هغه پوهېدنه ، د هر هېوادوال لپاره په زړه پوري سرليک دئ ، خو د دې سر ليکونو بنسټيزه او رښتېنې شننه او پلټنه هغه وخت شونې ده چي د پيښو د شنني پر مهال د هغو پر منځي او بهرني لاميلونوژور پام وساتل شي . دا بايد له ياده ونه باسو چي د هېواد ونو او په هغوکي د ميشتو اولسونو د ژوندانه هر اړ خيزه ارزونه ، دټاکلو معيارونو او ځانګړو ارونو په مرسته تر سره کېدای شي ، د هغو موازينو د منلو او کارولو پرته د هيواد او ټولني د ژوندانه ارزونه او د هغې د رښتني څيرې څرګندونه به نه يوازي ستونزمنه وي بلکي د رښتينو حالاتو په برملا کېدو لو کي به هم د تحميلي پيچومو او نا څرګندو پايلو سره مخ وي .
د تيرو څه د پاسه دو لسيزو په ترځ کي د سترو کلتوري غميزو پېښېدل او د هغو پر له پسې غمجن پايښت ، په هېواد کي دننه او بهر ټول افغانان او نړيوال ډير زيات وير جن کړل . خو د تيرو پنځو کلنو په پيل کي سياسي _ نظامي بدلونو نو زموږ هېوادوال او بيا په تيره د کلتوري چارو اړوندان او کارپوهان دې ته و هڅول چي د خپل توان تر بريد زياتو اړينو غوښتنو ته په پام سره د هېواد په کلتوري چارو کي اغيزمنه ونډه واخلي . په زياته پېمانه د ورځپاڼو ، اونيزو ، مياشتنيو او مهالنويو خپرونو پيل او پايښت ، د زياتو را ډيو يې او تلويزيوني نشراتو سمبالول ، د هېواد په کچه د زياتو کلتوري او ادبي ټولنو جوړېدل هغه بيلګي دي چي په کلتوري چارو کي د هېوادوالو دبرخي اخستني بشپړه څرګندويې کوي .
د نورو سياسي ، کلتوري چارو ترڅنګ تير پنځه کاله په افغانستان کي د لرغونو څيړنو لپاره هم د پوره پام وړ کلونه وه ، له يوې خوا د نړيوالو ځانګړې پاملرنه او له بلي خوا په هېواد کي د ننه او بهر د اړوندو کارپوهانو او مينه والو ليوالتيا د دې لا ميل شوه چي يو شمير هڅونکي کارونه تر سره شي . د دې سره – سره چي په تيرو پنځوکلونو کي د هغو شونتياو څخه چي زموږ هېواد ته ورپه برخه شوې وې ، بشپړه ګټه پورته نه شو ه ، بيا هم د ټپ ولاړ حالت په نسبت د نيمګړتياو سره مل د يادوني وړ کارونه تر سره شويدي .
لومړئ : دتر سره شويو چارو څو بيلګي ؛
په تيرو پنځو کلونو کي د لرغونو څيړنو او سپړنو په اړه يو شمېر هڅي تر سره شوي ، چي په خپل وار يې ارزښت د پوره پام وړ دئ . په کابل کي د افغان لرغونپوهانو په زيار د شاه تپې په لرغونې سيمه کي بر يالئ سپړني او کېندني ، چي په زړه پوري لاس ته راوړني يې درلودې يوه هغه ارزښتمنه بيلګه ده چي د هېواد په تاريخ کي يې د يو شمير پټو پيښو مخ لڅ او وياړونه يې را برملا کړل . شاه تپه د کابل ښار مرکزي برخي څخه د لويديځ لورته څيرمه دشير دروازې غره په لمن کي پرته لرغونې سيمه ده چي د بيلا بيلو لرغونپوهانو په زيار په بيلا بيلو مهالونو کي د څيړني او سپړني لاندي راغلې ده . په ورستيو دو وکلنو کي د شاه تپې د سپړنو په اړه هغه وخت خبرونه خپاره شول چي د عاشقانو عارفانو زيارت ته څيرمه د پټو سپړنو راز بر بنډ شو . د دې سره _ سره چي د هغه وخت د کلتوري چارو واکمنو په سپړنو کي درغلي ونه منل خو يو زياتو شمير خپرونو په هغه سپړنو کي د لوړپوړو چارواکو او په ځانګړي توګه د هغه مهال د کلتور وزير د لرغونو اثار په قاچاق او لوټ مار کي شريک وشمېرئ .
د شاه تپې د سپړنو په پای کي له نيکه مرغه زموږ د هېواد په را سپړل شويو لرغونو زيرمو کي يو شمير نور ارزښتمن اثار زيات شول . ښاغلي نادر رسولي چي د شاه تپې د سپړنو په بهيرکي برخوال پاتي شوئ او د سپړنو بهير يې په پر له پسې توګه څارلي ، په دې باور دئ چي : د شاه تپې څخه د بودايې پير زيات لرغوني اثار او يو شمير مجسمې د نورو کارني توکو او سامان الاتو سره يوځای د سپړنو پر مهال د لرغونپوهانو لاس ته راغلل . د شاه تپې څخه په لاس راغلي اثار او لرغوني توکي زموږ د هېواد د لرغوني تاريخ لپاره ارزښتمن لاسوندونه شميرل کيږي . په لاس راغلي اثا ر د نسبي تاريخ ټاکني پر بنسټ د کابل بودايې پير پوري اړه لري چي د ميلاد دريمه ، څلورمه او پنځمه پيړۍ په بر کي نيسي .
په بغلان ولايت کي هم د لرغونو سيمو د څيړلو او سپړلو هڅي په تيرو پنځو کلنو کي د پام وړدي ، دهلندي لرغونپوهانو په زيار، سره کوتل ته څيرمه د افغانستان د لرغوني تاريخ يوشمير اړوندي سيمي په ګوته اود سروې چاري يې تر سره شوې . له هغه وروسته چي د نړيوالو ځواکونو سره مل د هلند هېواد نظامي ځواکونه د بغلان ولايت په بيلا بيلو سيموکي مېشت شول ، يو شمير هلندي لرغونپوهانو ته د هغي سيمي د سپړني او څيړني زمينه برا بره شوه . د هلند هېواد د لرغونپوهانو يو ټيم په ٢٠٠٢ميلادي کال د خپلو پوځونو په ملاتړ د بغلان يو شمير سيمي سروې او د راتلونکو سپړنو لپاره يې وپيژندلې . د هلندي لرغونپوهانو د ټيم مشر اود لايډن پوهنتون استاد ويلم پوخل سانګ ( Willem Vogelsang ) په باور سروې شوي سيمي د راتلونکي مهال لپاره د سپړنو او څيړنو ډاډمن ټاټوبي دي .
د هلندي لرغونپوهانو ټيم په ٢٠٠٢ او ٢٠٠٤ ميلادي کلنو کي د بغلان ولايت يو شمير پخوانۍ سپړل شوي سيمي وليدلې او د نويو لرغونو سيمو څرک يې هم پيدا کړ . د هغه تصويري راپور له مخي چي د پوخل سانګ په ځانګړې ويب پاڼه ( Homepage Willem vogelsang) کي خپور شويدئ ، داسي ښکاري چي دافغانستان د نامتو لرغوني غير منقول موزيم سور کوتل ( سرخ کوتل ) پر شا او خوا سيمي يې د نورو سپړنو لپاره وړګڼلي دي .
په بغلان ولايت کي د سره کوتل لرغوني سيمي ته څيرمه د دوو لرغونو ټاټوبو انځورونه
په وردګ ولايت کي هم يو لړ ګټوري سپړني تر سره شوي چي د لرغونو زمانو يو نامتو ښارګوټي څرګندوي . د دې ښار ګوټي څخه د دريمي ميلادي پيړۍ بيا تر پنځمي ميلادي پيړۍ پوري اثار او لرغوني توکي موندل شويدي . دا سپړني د افغانستان د لرغونپوهني انستيوت او په کابل کي د فرانسې سفارت د يوه ګډ هئېت تر مشرۍ لاندي تر سره شوې . دهغو توکو په لړ کي چي د الغتای د لرغوني سيمي څخه تر لاسه شويدي ، د بودايې پير يو شمير مجسمې ، خاورين لوښي ، فلزي وسايل ،او د ودانيو زياتي بيلګي دي . داسي بريښي چي الغتای د څلورمي ميلادي پيړۍ پر مهال د يوه بشپړ سياسي - اقتصادي ښارګوټي ارزښت درلود .
د افغانستان د لرغونپوهني انستيوت مشر محقق نادر رسولي په وينا د الغتای د لرغونو توکو او ورانو شويو ودانيو څخه په ډاګه کيږي چي دا ښار ګوټئ د عربي جنګيالو له لوري د جګړو پر مهال وران شوېدئ ، د وردګ ولايت د کلتوري چارو مشر ښاغلي مايار د ١٣٨٤ لمريز کال د غبرګولي مياشت کي و ويل چي : اوس مهال د الغتای په لرغونئ ښار ګوټئ کي د شپږومياشتو راهيسي په امتحاني ډول سپړني کيږي ، د دې سپړنو د بشپړيدو ورسته به د ا سيمه د غير منقول موزيم په څير ورغول شي . نوموړي دا ادعا هم وکړه چي د طالب رژيم د واکمنئ پر مهال د الغتای د لرغوني غونډئ څخه يو شمير مجسمې او نور توکي په غير قانوني ډول ايستل شويدي ، خو د پژواک خپلواک خبري اژانس د خبريال په اند د اسي نښي نه ليدل کېدې چي د طالب رژيم پر مهال دي په دې لرغونې غونډئ کي سپړني تر سره شوي وي .
د وردګ ولايت په الغتای سيمه کي د سپړنو د بهير ګډونوالو يوانځور
باميان يوه بيله بيلګه ده چي د لرغونو څيړنو او سپړنو بهير په رښتيني توګه پيل شوئ او پر له پسې څلور کاله يې پايښت موندلئ دئ . د باميانو لرغونې سيمه د افغاني - فرانسوي او افغاني - جاپاني ګډوعلمي هئيتونو تر لارښوني لاندي چي هر ټيم بيل کار کوي ، سپړني پر مخ بيايې . د دې سپړنو او پلټنو څخه د افغانستان بودايې پير زيات توکي او لاسوندونه ترلاسه شويدي ، چي زموږ د هېواد په تاريخ کي زښت ارزښتمن اثار ګڼل کيږي . يو شمير بودايې مجسمې ، د کار وسايل ، په کورنو کي د کارېدو لوښي په زيات شمير تر لاسه شويدي ، چي نسبي تاريخ ټاکنه يې دريمي ، څلورمي او پنځمي ميلادي پيړيو ته رسيږي .
د باميانو په لرغونې سيمه کي د سپړنو چارو يوه پراخه برخه د يوې ځانګړي علمي پروژې د پلي کولو په ترځ کي تر سره کيږي ، افغان لرغونپوه زمريالئ طرزي د يونسکو او فرانسوي لرغونپوهانو په مالي او علمي مرسته د هغه وېده بودا د پېداکولو او څرګندولو لپاره د سپړنو چاري پيل کړيدي ، چي د چيني زاير هونتسنګ په يونليکونو کي د هغه يادونه شوېده . هونتسنګ په باميانو کي د ويده بودا داسي ستره مجسمه لېدلې وه چي اوږدوالې يې ٣٠٠ متره ته رسيږېدئ . د همدې وينا د ثبوت تر څنګ د لرغوني باميان بيلا بيلي سيمي دا په ډاګه کوي چي تر رېګچله خاورولاندي د تمدن يوه داسي روښانه پير پټ دئ چي په څرګنديدو به يې نه يوازي د افغانستان بلکي د سيمي او نړي تاريخ ته ارزښتمن لاسوندونه وړاندي شي . د دې ترڅنګ د جاپاني لرغودنپوهانو له لوري چي مشري يې د ( کازوياباموچي ) کوي ، هم په باميانو کي د وران شويو بودايې مجسمو د بيا جوړولو تر څنګه په زياته پيمانه د لرغونو سيمو سپړنه او څيړنه پر له پسې ساتلې ده ،له نېکه مرغه يې تر اوسه زياتي ګټوري پايلي لرلي دي .
په باميان کي د لرغونو انځورونو دوې بيلګي
دې بيلګو تر څنګ په تيرو پنځو کلونو کي د افغانستان ملي موزيم بيارغول او نندارې ته د يوشمير لرغونو توکووړاندي کول هم د دې هڅو په لړ کي ارزښتمن ګام ګڼل کيږي . د طلا تپې نامتو لرغوني اثار د ابهام او پټ پټوني څخه راووتل ، او دا دئ اوس د ګيمې موزيم په سپارښت فرانسې ته د نندارې لپاره وړل شويدي ، چي د روان کال د نوامبر د مياشتي په ترځ کي به يې مينه وال په ګېمې موزيم کي تر ډير ځنډ ورسته يوځل بيا په نندار و مينه ماته کړي . د ارزښتمنو هڅو دوې نوري بيلګي په ٢٠٠٢ مېلادي کال په غور ولايت کي د تاريخي د بيلا بيلو رازونو شاهد د ( جام څلئ ) او په ٢٠٠٣ مېلادي کال د باميانو پراخه لرغونې او کلتوري سيمه د نړيوال کلتوري ميراث په لړ کي وشميرل شوه . او دا دې په دې ورستيو کي د هېواد په بيلا بيلو ولايتونو کي د يونسکو په مالي او علمي مرسته د لسو ، نويو سيمه ايز موزيمونو د جوړېدو او پرانيستو خبرونه خپاره شول . او يوه بله د وياړ او ياد خبره دا هم ده چي د لومړي ځل لپاره د هېواد د کلتوري چارو يوه رښتني خدمت ګار ښاغلي عمراخان مسعودي ته په کلتوري چارو کي د هوډمن پالونکي په توګه د هلند هېواد د ملکې بيا تريکس له لوري د هلندي شهزاده پرينس کلاوس په نوم نړيوالي جايزې په ورکولو ، وستايل شو.
دوهم : د تر سره شويوچارو نيمګړتياوي ؛
١ : د لرغونو څيړنو په لړ کي د يادشويو بيلګو او دې ته ورته چاري د دې سره _ سره چي د تاريخي او علمي پلوه د زيات ارښت وړ دي ، خو د هېواد په کلتوري چارو کي يې نيمګړتياوي هم څرګندي دي . د دې ياد شويو بيلګو تر ټولو لومړئ او بنسټيزه نيمګړتيا دا ده چي هر څه په تصادفي توګه تر سره شويدي ، د باميانو د سپړنو پرته د نورو سپړل شويو سيمو د څيړلو لپاره پخوانئ پلان او د کارکولو تر تيبات نه وه نيول شوي . هغه وخت چي په يوې لرغوني سيمه کي د غير قانوني سپړنو او د لرغونو توکو دقاچاق کار بر بنډ شوئ ، تر هغه وروسته سيمه ايزو ادارو د يو شمير انجيو ګانو او يا د هېواد د کلتوري چارو واکمنو ادارو په مرسته د هغې سيمي دسپړلو په چارو لاس پوري کړېدئ .
٢ : د تيرو پنځو کلونو په تر ځ کي د لرغونو څيړنو په اړه دوهمه ستره نيمګړتيا داده چي په سپړل شويو سيمو کي د لنډي مودې کارونه تر سره شويدي . د يوې لنډي مودې لپاره يې بيړنئ مالي مرسته غوښتې او سپړني يې تر سره کړيدي ، خو کله چي يې مالي توان له لاسه تللئ بيا يې هغه سيمي په خپل سر پر ايښي ، چي دا ډول چارو په رښتني توګه په هغو سيمو کي د غير قانوني سپړنو او د لرغونو اثارو قاچاقبرانو ته لاره پرانېستې ده .
٣ : د هېواد کلتوري چارو واکمن د هغو شونتياو څخه چي په نړيواله کچه هېواد ته برابر شوي وه پوره ګټه پورته نه کړل ، يو زيات شمير سيمي او لرغوني ابدات چي د نړيوال کلتوري ميرا ث په لړ کي يې د منلو شرايط درلودل ، هغوئ ونه شوه کړای چي د نړيوالو مناسبو شرايطو په رڼا کي ، د هغو افغاني وياړنو لپاره د نړيوالو پام واړه وي . په داسي حال کي چي هر کال د نړيوال کلتوري ميراث په مسلکي غونډو کي افغاني چارواکي هڅول کېده ، څو يو شمير اثار د هغوۍ ځانګړو غونډو ته ور وپيژني ، چي له بده مرغه دافغاني اثار ور معرفي نه شول او په نړيوال کلتوري ميراث کي د منلو وړ اثارو په اړه دا تيروتنه او بې تفاوتي د خيانت تر بريده ورسېده .
٤ _ کلتوري مسوولو چاوراکود هېواد د لرغونو سيمو د سپړني او څيړني لپاره پر له پيوند پلان نه درلود ، د همدې امله هر څه تصادفي تر سره شويدي ، او د هغو تر سره شويو کارونو پای هم نا څرګنده پاته شوېدئ . نه يې د راتلونکي لپاره د سپړنو جاري ساتل په پام کي نيول شويدي او نه يې د غير قانوني سپړنو د مخنوي غم خوړل شويدئ ، چي بيلګي يې د لوګر په خروار ، د پکتيا په مرزکې او د جوزجان په طلاتپې سيمي کي څرګندي دي .
٥ _ د هېواد په زياتو سيمو کي د لرغونو ودانيو او لرغونو ټاټوبو د ورانۍ او امحا خبرونه هره ورځ د نړيوالو رسنيو له لوري خپريږي ، خو په تيرو پنځو کلونو کي د بيا رغوني او پالني لپاره د پام وړ کار نه دئ تر سره شوئ ، چي بيلګي يې د هلمند د بست کلا ، د خواجه مېمندي د زيارت لوټ تالان ، د ای خانم د لرغوني سيمي چور او د هغې سيمي د هري متر مربع مځکي بير حمانه پلورنه ، او نور ياولای شو .
د لوګرولايت دخروارسيمي څخه د قاچاقبرانوپه لاس سپړل شوي اثار
چي امنيتي چارواکو تر لاسه کړي او بيا يې موزيم ته سپارلي دي
٦ _ په تيرو پنځو کلنو کي د کلتوري چارو يو شمير واکمنانو هغه امنيتي چارواکي چي د قاچاقبرانو سره په لاس لرلو تورن دي ، پټ وساتل، خو يو شمير زړه سوانده پوليس چي دهيواد پت او هويت او لرغونوسيمو د ساتني لپاره ګمارل شوي وه ، له بده مرغه د لرغونو توکو قاچاقبرانوپه وسيله بيرحمانه وو ژل شوه ، خو چارواکو د هغو لپاره د مرستي او ساتني هيڅ ونه کړل . دا د لرغونو اثارو قاجاقبرانو ته د مرستي هغه شين څراغ وو چي ، زړور يې کړل او د لا چور او تالان لپاره يې وهڅول .
٧ - د افغانستان ملي موزيم لپاره د ودانۍ جوړولو ټاکل شوې مځکه چي د کابل د ماستر پلان د اعلان پر مهال ځانګړې شوې وه لا تر اوسه ناڅرګنده پاته او ودانه شوې نه ده ، په ولايتونو کي د موزيمونو چارو ته هيڅ پام نه دي ساتل شوئ .
٨ - په تيرو پنځو کلونو کي د هغو اثارو جاج اخستل او څرک څرګندول لومړيتوب درلود چي د تنظيمي جګړو پر مهال د ملي موزيم او د هېواد د نورو موزيمونو څخه وړل شوي او جور تالان شويدي . لا تر اوسه هم د هغو ورکشيو اثارو د پيدا کولو او بيرته ستنولو په اړه هيڅ ګام نه دئ پورته شوئ ، په دې اړه يوازي د افغانستان د لرغونو توکو ديوه کلکسيو نر ( نصر ا لله بابر ) څخه د يوه رسمي ليک په ترځ کي د موزيم د غلا شويو توکو د بير ته راګرځولو غوښتنه وشوه .
لنډه دا چي ، که په پرتليزه توګه پنځه تير شوي کلونه د هېواد دلرغوني کلتور او لرغونو سيمو د سپړنو او څيړنوپه اړه وارزول شي ، د ګمان پرته ويلای شو چي تر سره شوي چاري د هغو شونتياوو او امکاناتو په نسبت چي د هېواد په کچه او د نړيوال پام له اړخه برابر شوي وه ، نيمګړي او د کلتوري چارو واکمنان ناکام ګڼل کيږي .
پای