د بابوزي په قلم
که رښتيا وايو نو ولي عمل نه کوو؟
د تبصرې پرته څو اورېدلي خبري
لومړئ : افغان اولس مشر ښاغلئ حامدکرزئ وايې چي پر ډيو رنډ کرښه ځکه د اغزن سيم د غزولو مخالف يم چي که داسي وشي نو د دې کرښي پر دواړو خواو ميشتي کورنئ او قومونه يو له بله بيليږي ، او زه دا نه شم منلای .
دوهم : د طالبانو وياند ښاغلئ داکتريوسف وايې چي د ډيورنډ پر کرښه د ماينونو ښخول زموږ له نظره مردود دي او دا د پخواني استعماري دسيسې دوام دئ . زموږ ملت يې نه مني او موږ هم د خپل ملت سره يو ، موږ يې هم نه منو.
دريم : د ډيورنډ کرښي ها خوا پښتانه او بلوڅ قومونه او اولسونه او د هغوئ سياسي استازي او مشران ښاغلئ اسفنديار ولي خان ، ښاغلئ محمود خان اڅکزئ ، افراسياب خټک ، اجمل خټک ، د مري قوم مشران او زيات شمير نورو هم د ډيو رنډ پر کرښه د اغزن تار دتړلو څرګند مخالفت کړيدي .
پنځم : د ډيو رنډ د کرښي هاخوا د اسلامي ګوندونو مشران ښاغلئ قاضي حسين احمد ، ښاغلئ مولانا فضل الرحمن او نورو زيات شمير مشرانو په صراحت ويلي چي د ډيورنډ پر کرښه په هيڅ ډول د ماين ايښودل او يا اغزن تار جوړول نه منو .
شپږم : د ډيورنډ دېخوا د ولايتونو واليان او قومي مشرانو د لاريونو نو په ترځ کي په ډاګه کړېده چي ، د کرښي پر سر بنديزونه زموږ کورنۍ سره ويشي دا نه منو .
اتم : په افغانستان کي د ملګرو ملتونو استازې اداره هم په خپلو خپرونو کي دا په ډاګه کړېده چي د ډيورنډ پر کرښه د ماينونو ايښودل او يا اغزن تار ځغلول د ستونزو د حل لاره نه ده او مخالفت يې کوي .
نهم : په افغانستان کي زيات شمير سياسي ګوندونو ، ملي شخصيتونو او د هېواد روڼ اندو په کلکه د ډيورنډ د کرښي پر سر د اغزن تار ځغلول او يا د مينونو ايښودل د خپلو مرکو او خبرتياو په ترځ کي غندلي دي ، ټوله په دې باور دي چي د پاکستان موخه د ورانکارو د را اوښتلو مخنيوئ نه بلکي د ډيورنډ د کرښي په رسميت پيژندل دي ، چي هيڅ يو افغان يې نه مني .
او، لسم : د افغانستان دولت مشران چي د ډيورنډکرښي پر سر د ماينونو ايښودل نه مني ، د همدې دولت نړيوال ملاتړي چي له اروپا ، امريکا ، اسيا د بيلا بيلو هېوادونو څخه راغلي او لږ تر لږه پنځه پنځوس يا شپيته زره منظم اردو يې په افغانستان کي د همدې دولت د ملاتړ په نوم د جګړې تود ډګر ته ا يستلئ او تيار کړيدي ، د منطق او عقل پر بنسټ خو بايد د همدي دولت د هيلو او غوښتونو د پلي کولو لپاره ملا وتړي ، چي ښايې همداسي به وي .
د دې ټولو او بيلا بيلو خواوو د دې ويناو سره - سره دا دئ پاکستاني مليشه پر پولي د اغزن تار د غزولو او د ماينونو د ايښودلو پريکړه پلي کوي .
ماته او زما په شان زيات شمير نورو افغانانو ته دا پوښتنه پيدا کيږي چي : که د دې ټولو خواو دا خبري رښتني وي ، بياولي د پاکستاني جنرالانو د دې پريکړي مخه نه نيول کيږي ؟
زما په اند ، دا پوښتنه دوه ځوابه لري . لومړئ دا چي دا ټوله خوا وي چي يادي شوې ، يا به يې د بې هوښئ دارو خوړلي وي او يا د شامحمود لټان دي ، چي خبري کولای شي ، خو عمل نه شي کولای . او که داسي نه وي نو دوهم ځواب به خامخا رښتنئ وي چي : دا ټولي خوا وي دافغان کړېدلي اولس د تير ايستلو اودوکه کولو لپاره خبري کوي ، خود خپلو ناولو ګټود ساتني لپاره د هېواد دمکارغليم سره غاړه غړۍ دي