غزل
هم مې اوبایلله مینه هم جانان کې تاوانی شوم
د ځۀ اوشول لویه خدایا په تاوان کې تاوانی شوم
هم جهان ته مختورن شوم په جامه د ګدایۍ کی
هم کاسه مې خالی راو ړه هم ګریوان کې تاوانی شوم
ډیرې ګرانې شوې راپیشې ګرانو لارو کې د ګرانو
بيا هم ګران په یو ګران نۀ شوم په هرګرانکې تاوانی شوم
نۀ ایمان مې په مسجد پوخ نۀ قايل د میکدے شوم
زما وروره زۀ خو خدایګو په ایمان کې تاوانی شوم
ګوته چا ته کړم طاهرا اؤ ګيله د چا نه اوکړم
چې شروع د رحمتونو په باران کې تاوانی شوم
م ک طاهر خټک ٢٤ دسمبر ٢٠٠٦