مه راځه اختره
ورکه خوشالي ده ، او اختر په فاتحوبدل
سپين کفن يې راکړ، د اختر په ښوجامو بدل
لاندي ترسپيرو خاورو،زياتي ځواني هيلي شوې
وران يې ټوله کلئ او جومات په هديرو بدل
څومره به لا نوري ، ککرئ خاورو ته لاړي شي
نه چا جنت وګټئ ، نه خوار په سرمايو بدل
وران موخپل وطن کړ ، او لافي د غيرت وهو
څوک پاتي *خواره شوه او څوک په ډالرو بدل
نه مې زيارت جوړشو او نه مي خورکئ ولېدم
زما ټوټې ټوټې بدن ، د نورو په چړچوو بدل
مه راځه اختره ، چي به ته هم غمځپلئ شې
دلته نفاق ډير دئ ، يو تر بله په پلمو بدل
زما له توره بخته چي مي باغ د ګلوورژيد
نورو ته چي ګورم سره اغزي يې په ميوو بدل
بابوزئ
٢٢ اکتوبر ٢٠٠٦