دوې بني
د لوی شاپو ، ځين کړي أس ، د څرمني د لوی کوټ او دوو کلنګي توپنچوو سره مي د ژوند اړيکه ده . د نړۍ خلګ راته کاوبای وايي . حريف مي تر پوزي پورته راته نسي کولای ، څو څو ځلي مي حريفانو ازمويلی يم . د لاس چټک حرکت مي د حريف د تندي او سترګو څخه الهام اخلي . په نړيوالو جګړو او سم سمکۍ کي تر همزولو لاس بری يم .
يارانو مي د پښو په ترپهار دښمنان تر هديري رسولي دي . اجدادو مي د نړۍ لويديځ ، سهيل ، ختيځ ، ليري ختيځ ، منځني ختيځ ، لنډه دا چي سره پوستي ، سپين پوستي ، تور پوستي ، پيت پوزي ، جګپوزي ، جګ قدي ، ټيټ قدي ټول د خپل هنر په رمز پوه کړي او د ګړندي حرکت له ښيګڼو او پايلو څخه پوهيږي .
نيکه ګانو مي د ډيرو ډارونو سره زور نه معلوماوه بس د واده په کولو به يي بسنه کول . په واده سوی کورنۍ کي به کله ناکله د خيښانو د بي اتفاقۍ له وجهي څه تکليفونه پيښيدل خو زموږ د نښي ويشتولو هنر ، ټول ګوته په غاښ کښينولي وه .
زمانه بدله سوه ، پخوا به زموږ لپاره د مرکی او قاصد اړتيا نه ليده کيده ، نه به په هغی کورنۍ کي وړ کس په ګوته کيده ، نه به مشوره پر کيدل نه هم د نظر يوالي ته ضرورت وو بس هر څه چي راتلل ، ښه راتلل او هر څه چي کيدل ، ښه کيدل .
له اجدادو مي کيسی اوريدلي وی چي د قاف غره ته نږدې ښاپيريو وريښمينه لار جوړه کړی وه چي دا لار د ښکلو وطنونو پر سر وه . پر دې لار د يوه وطن نوم چي په نکلونو او کيسو کي ډير ياديدۍ او ويل به يي چي خلګ يي کټ مټ زموږ په شان او لا تر موږ ميړني دي . هيچا ته يي تن نه دۍ ورکړۍ . سکندر ، مغول ، او سره ماڼۍ يي په ځان پوري حيران کړې وه .
خو اوس ... هو ، اوس يي پر قسمت بلاګانو خيمه وهلې ، زمري ته ګيدړ وايي او ګيدړ ته زمری وايي . ځکه خو يي زمرو زما يوه اکټ ته ځان ټينګ نه کۍ .
هدف ته د رسيدو لپاره مي ځان هم لږ خوږ کۍ . خو کله چي مي لاسونه د تفنګچو تر قنداغونو د يو چټک حرکت د اجرا لپاره ورسيدل او د شپيلۍ اوږد ويرونکي ساز مي احساسات وپارول ، شهزاده چالز خو مي د سرو سترګو او ببري لکۍ په ليدو خپله مړوښې راته په نکاح کړه او راته يي وويل (( نکاح قبول حی )) ، چي لا تر اوسه زما د (( ها ها )) انتظار باسي .
په ډير کم ولور خو لويوو او شانداره مراسمو کي مي د زمرو په وطن کي خيښی تر سره سوه . اوس اوس دا دوي بني په يوه کور کي ژوند کول نه غواړي . يوه يي د اغزن ديوال شاته غواړي ما خوښ وساتي ، بله د ديوالونو شاته د پټ پټاني مخالفه ا و د ټولو ديولونو ړنګول غواړي . يوه زما نه ډيره ډاريږي ، په ساعت لس سلامۍ وهي خو دا بله په سترګکونو کي د ها بلي د سلامۍ وجهي او د بل يار سره د لاس لرلو پټ او کرغيړن راتلونکۍ ښيي .
زه پوهيږم چي څوک ملامت او څوک سلامت دي . په دی مي هم سر خلاص دۍ چي ديوي بيچاره په کور کي د بي اتفاقۍ له وجهي د ها بلي تبر لاستۍ پيدا کړۍ دۍ . خو زه مجبور يم د خپلي کورنۍ پرنسيب وساتم .
وايي يو چا په سپيره دښت کي خيمه وهلي وه د يوه رباب او شهباز سره يي د ژوند خوږې او ترخې تيرولې . يوه ورځ د يوه لاروي پر همدې لاري سر سو ، په خيمه کي د ناست سړي په رباب کي د سوز او ساز نه ډکو نغمو جذب کړ ، ورته کښيناست ، هوښ او خيال يي ځني يوړ ، له درنګو شيبو وروسته ربابي سر راپورته کړ ويي ليدل چي لاروې يي سوز او ساز ته غوږ غوږ دۍ . ورته ويي ويل : په خير وروره ؟ لاروي بيله درنګه د ربابي د حکمت نه د ډکو ګوتو د رباب دسور او شهباز د جادو نه وپوښتل . دا نعمت خدای تاته د کومي ښيګڼي په بدل کي درکړۍ دۍ ؟ ربابي بيله دې نه چي پوښتنه ځواب کړي ويي پوښتل . واده دي کړۍ دۍ ؟ لاروي وويل هو . ربابي ورته د دوهم واده کوولو فرمايش ورکړ . لاروۍ چي د ربابي او رباب نه ډير متأثر سوئ وو سمدلاسه ولاړ او دوهم واده يي وکړ . يوه اونۍ يي نه وه تيره سوې چي خيمه يي د ربابي د خيمې ګاونډۍ سوه .
اوس بيرږم چي سپينه ماڼۍ مي د سرې ماڼۍ ګاونډۍ نه سي .
حاجي امين باوري
بلجيم
10.10.2006