دهېواد د يوه نامتو پوه کانديد اکادميسن نوميالي په وير کي
اه را ووت له ګوګله سترګي سرې شوې
پر کمبله چي مو بيا د غم نارې شوې
سوې چيغه شوه،مرګي ( نوميالئ ) يووړ
اسماني تندر راپريوت هيلي مړې شوې
با بوزئ
کانديد اکادميسن سر محقق محمد انور نوميالي نيمګړې دنياګئ پريښوده .
انا الله انا اليه راجعون
ډير زيات خواشيني يو چي د هېواد ستره پوهنيزه هستي مو له لاسه ولاړه . خدای بخښلي نوميالي زموږ د هېواد د ګوتو په شمير مخکښو پوهانو په ټولګه کي ځانګړئ دريځ درلود . د خپل پيرپه پوهنيزو او څيړنيزو چارو کي يې ستر خدمتونه تر سره کړل . د لرغونو زمانو په پټو رازونو يې ځواکمني څيړني وکړې ، په اتنو لوژيکي او اتنو ګرافيکي پلټونوکي يې د لوړو پوړيو تر بريده برئ وموند ، په ارواپوهنه او ميتولوژيکي څانګو کي د نوي کهول لپاره د ريښتينو څيړنوسرلارئ شو او د ژباړي په برخه کي يې د سيمي او نړۍ د نامتو ليکوالو يو شمير ارزښتمن اثارو ژباړل او په دې ډول يې افغاني پوهنيزه کښتئ غښتلې او هغې ته يې ته د پر مختګ توان ورکړ .
کانديد اکادميسن نوميالي د خپل ژوند زياته برخه د پوهني او څيړني په لار کي تيره کړيده ، خو هغه مهال چي د افغانستان علومو اکادمئ غړيتوب يې ومانه ، په پر له پسې توګه يې ديو شمير ټولنيزو علومو په اړه څيړني او پلټني تر سره کړيدي چي يو زيات شمير اثار يې د هيواد او سيمي په کچه نامتو شوي هم دي . په تاريخي اثارو کي د مرحوم نوميالي د نورو زياتو کتابونو تر څنګ (( د پښتنو د ټولنيز تاريخ مبادي )) نومئ کتاب د نوښت سره مل نامتو اثر ګڼل کيږي . په ارواپوهنه او ميتولوژيکي څيړنو کي يې د نورو زياتو ليکنو تر څنګ (( د کوډو سر نوشت د علمي څيړنو په رڼا کي )) د هېواد او سيمي په کچه وځلېدئ . د بهرنيو ژبو څخه په ژباړل شويو اثارو کي يې د (( هند د لومړي کمونيزم څخه تر مر ئتوب پوري )) کتاب چي د هندي نامتو مورخ ا. ش . ډانګې په زيار ليکل شوئ وو، زيات شهرت وګټئ .
مر حوم نوميالئ په ليکنه ، څيړنه او ژباړنه کي د ځانګړي سبک او ليد لوري خاوند وو . هغه به د هغو ټولنيز خوځښتونو او بدلونو هر اړ خيزه څيړنه کول چي په هېواد او ګاونډيو سيموکي يې د ميشتو اولسو نو د برخليک سره تړاو ليدل کېدئ . تاريخي ليد لور او د څيړني ډول يې په سيمه کي د احسان طبري او کاسمينسکي په څير د علت او معلول پر بنسټ ولاړ وو . په ټولنيزو او اتنو ګرافيکي څيړنو کي يې د امريکايې لويس مورګان او روسي بروملې په څير شنني او پلټني تر سره کولې . او په شفاهي ادب او مرکو کي يې د ستر خوشال خان خټک په څير د هر ډول بنديز پرته خپل اند او خيال په ډاګه کوئ .
مر حوم نوميالئ په خپل ځانتني ( شخصي ) ژوند کي د زياتو ځانګړتياو خاوند وو . يو له هغو ځانګړتيا وڅخه د هغه هوډ وو ، د ليکوالو او څيړونکو په منځ کي يې د کلک عزم خاوند او هوډمن څيړونکي په نوم لوړ دريځ درلود ، د دې خبري د سپيناوي لپاره د يوې بيلګي په توګه غواړم دهغه کتاب يادونه وکړم چي مرحوم نوميالي په خپلو زرينو ګوتو خپل يو نامتو اثر(( د کوډو سر نوشت د علمي څيړنو په رڼا کي )) په ښکلي پښتو ليک د دې لپاره په خپل لاس وليکئ چي د هيواد ځوان او راتلونکي علمي کهول ته يې د ليک بيلګه پاته شي .
خدای بخښلئ نوميالي د د دې سره _ سره چي د هېواد نامتو پوه او ځواکمن څيړونکئ وو ، دافغان نوي علمي کهول لپاره ښه هڅونکئ اولار ښونکئ هم وو . پر نورو يې د خپل لارښووني احسان نه کاوه ، تملق او غوړه مالي يې نه خوښول ، پر ملګرتوب او انډيوالئ ټينګ وو ، چل او تير وتنه يې بد ګڼل ، خپله رښتنئ او سپيڅلئ وو او د نورو څخه يې هم د رښتينتوب او سپېڅلتوب هيله کول . هغه کسان يې نه خوښول چي د زمانې په تله به يې ژوند کاوه . زه په پای کي د لوئ څښتن ( ج) څخه د خدای بخښلي نوميالي روح ته د فردوس جنت غوښتنه کوم او د کورنئ غړو ، شاګرانو او دوستانو او ټولو هېوادوالو ته د دې ستر غم د زغم غوښتونکئ يم .
امين يا رب العالمين
د سلام فرهنګي ټولني په استازيتوب
پوهنوال رسول باوري
په لاندي تړاونو کي دوې ليکني لوستلای شئ چي يوه يې د مرحوم کانديد اکادميسن نوميالي يوه ليکنه او بله هم د هغه خدای بخښلي د يوه نامتو اثر په اړه ليکل شوېده :
د کوډو سرنوشت ... د سليمان لايق په نظر کی
د يوه ارزښتمن کتاب په اړه