حاجي امين باوري
غزل
د ر نګو نو دو کا نو نه دي هر څوک دوکان د رنګ کړي
کس ناکس لاس کي مهرونه، څوک خوشرنګ او څوک بدرنګ کړي
د هر چالاس کي ده تله، د ميز ا ن يې پر و ا نسته
د تقدير واک يې اخستئ،څوک خوشال اوڅوک اورنګ کړي
په ګريوان کي يي ليدای سې ، د تيا ر و د بلا ځا لي
د قسمت ډولئ يي لاس کي ، څوک پاچا څوک ملنګ کړي
د ضمير پاچا سي خپله ، د برخليک د وره مالک سي
خدایه ستا پر ارته ځمکه ، تنګ نظره ټوله تنګ کړي
موږ د سا پر کاروان بوج يو ، دوئ دعوه د سالارئ کړي
لويې ستالپاره ښايې ، نه چي هر ابليس بريت چنګ کړي
د رستم پر ياغي مېنه ، چي ا و سيږ ي د قاف هوري
د تيارو زاڼوته ګوره ، چي ډيوې ته ځان پتنګ کړي
د نا ا هلو لمن ډ کي ، د تيارو له تورو تيږو
دا ښېښې ښېښې پاک زړونه ،به ترې څوک ورنه په څنګ کړي
په سلګو معصومي هيلي ، ذلالي هڅي ښخيږي
د ګونګيانو له غوغا نه ، دا کڼه دنيا څه ننګ کړي
ډيره ساه چغو ته ورکړه ،چي بيده ضمير را ويښ سي
له دې مخکي نه ( امينه )، چي جلاد دي سرهاونګ کړي
دپيک ښار
2006-09-27