د حاجي امين باوري ليکنه
تريخ حقيقت
تيل خرڅونکۍ يم - د دفتر د ميز شا پرتې چوکۍ ته مي د تل په شان د ناستي تلوسه وي . بس پيري زهيري ده ؛يو شئ چي له ژوندنه مي زده نکړه هغه يوه معما ده چي : موږ ژوند وخوړ او که ژوند موږ وخوړلوو .
څه سر به دي په دردوم کله چي چوکۍ ته ورسيږم د رهبرانو په څير . خيال پلو ته مي زړه سي ِ زړه مي غواړي زاړه يادونه تازه کړي . زړې پاڼي واړوي او په هغو کي د خوږو وختونو تصويرونه وګوري ...خو دا ناولئ ټکس ؛ دا بدبخته ماليه ؛ دا ناروا بيمه ؛ د تقاعد زيرمه ؛ د ازاد تجارت باج ؛ ظالم کنترولران ؛ د موټر او کور خرڅ ؛ په هېواد دننه او بهر کي پارټۍ ؛ کله څوک داسي سوچونو ته پريږدي . چي دا ټول مي په زړه سي نو دستي د سوچ نه راووزم او سترګي مي د دفتر د دروازې نه بهر د يوبل مشتري څار ته ځير سي .
هر ګبر او مسلمان ته د بيا بيا راتګ په هيله خوله له خندا ډکه خو زړه له قهره شين ولاړ يم . د نورو پمپونو خلاف دلته د غوړمالۍ او چاپلوسۍ پله درنه ده .موټر لا دريدلئ نه وي چي زه لکه عسکر د موټر شاته تيارسۍ ولاړ يم . کله ناکله خو مشتري زما تر حد ډير انسانيت په بل فکر کي واچوي . په سترګو کي راته وايي چي کم چل خو به نه وي ؟ په تيلو خو دي اوبه نه دي ګډي کړي ؟ که دا نه وي نو په قيمت کي دي هرومرو لاس وهلئ دئ؟ چي دا يو مي هم ولاکه کړې وي . کله خو مي بلکل پر خپل انسايت پښېمانه کړي . خو بيا لاهوله کړم او له ځان سره ووايم چي که داسي ونه کړی نودا ټول به له کومه پوره کوې .
داسي شين سترګي او سپين سترګي مشتريان هم لرم چي په دوو دروو پوښتنو مي يوه مياشت د قهرنو په ټال کي ډوب ګرځوي .
پرون مي د يوه ( شين سترګي ) سره چي سر يي چپه تراش خريلۍ ؤ و او کينايه اميزه پوښتني يي کولې جر وبحث سو . هغه راته وويل چي افغانان ښه جنګيالي دي ښه جنګ کوي او چي بيا دا جنګ له پردوسره وي ، خو کله چي پردې پسي واخلي نو بيا خپلو کي لکه ليوان سره خوري ؛ چي ريشتيا ووايم په زړه کي ډير خوشاله سوم (( شکر چي د سپو په مثال يي ونه ستايلم ليوان خو لا بيا ښه دي !!)) دستي مي پر زړه را وګرځيدل چي ښاغلئ پر حق دئ سپې خو ددوۍ د کورونو اهلي حيوانات دي . دوئ تور سپي ، سپين سپي او برګ سپي ټوله د ځان ملګري او کورني شريکان ګڼي ، هغه زموږ تور نصيب دئ چي سپي مو په لخته وينو،ځګر اولړمون خوړلو، په غاړه کي په کلکو او قيمتي زنځيرنوعادت سوي او چي لا تر اوسه هم ، سره سپي سپين او سپين سپي تور او برګ سپي يو بل پر بوې نه پريږدي .
ما د دې لپاره چي ده ته وښيم ، په سياست پوه کيڼ او ښئ ډيالکټيکونه مي هم لوستي ، دهر سياسي، کلتوري اواجتماعي نظام اپوزټ يم ورته وويل : ښاغليه ! دا تاسي او ستاسي حکومتونو زموږ نه ليوان جوړ کړل او که نه .....
خبره مي لا نه وه پوره کړې چي ( شين سترګي ) له خندا نه خپل بډوډي ونيول له خندا ورسته يي په ډير غرور راته وويل :
تاسي تر اوسه داسي څوک لرلۍ چي ستاسي د ټولو امين وي ؟
تر اوسه زموږ د لاس لرلو پرته تاسي زعيم درلودلۍ ؟
موږ غواړو چي تاسي خپلو منځو کي ليوان خو موږ ته ګيدړان ووسۍ !
د دې وينا دپوره کيدوسره په موټر کي کښيناست او ولاړ . خو ما ، مامدغمګين ته يي د يوې مياشتي لپاره د شخوند وهلو تريخ حقيقت پريښود .
د پيک ښار
بلجيم
2006/09/20