د قلم ټولني په نوښت د داکتر لطيف بهاند په اړه څيړنغونډي ته !
لطيف بهاند د پوهي او ادب د نوي پښت سرلارئ استاد او څيړونکئ
ليکوال : پوهنوال رسول باوري
دعلامه حبيبي ، مرحوم بينوا ، خدای بخښلۍ الفت ، پوهاند رښتين ، مرحوم خادم ، پوهاند رشاد په څير پخې ککرۍ په تيره شلمه پيړۍ کي د پښتو ادب او پوهي پر اسمان د روښانه ستورو په شان وځليدلې چي افغان او افغانستان ، پښتو او پښتانه يې د نړۍ د سيالۍ جوګه کړل . د هيواد دهويت ، تاريخ ، ژبپوهني ،کلتورپوهني او نوروپوهنيزو څانګو په تړاو يې داسي هر اړخيزي څيړني او ليکني وکړې چي په پخوا کي يې سارئ نه وو او لاس ته راوړني يې دراتلونکو نسلو نو لپاره هم روزونکي او لارښونکي اثار دي . د دې څيړنيزو ، تخليقي او تدقيقي اثارو تر څنګ د نوموړو استادانو تر لار ښوني او روزني لاندي يوشمير زده کونکي وروزل شوه چي له نيکه مرغه دادئ اوس د پوهي او ادب د نوي پښت په توګه د هيواد او اولس په چوپړ کي دي ، چي د نوي پښت د هڅانده مخورو څخه يو هم داکتر لطيف بهاند دئ .
لطيف بهاند د هيواد ديادشويو سترو استادانو څخه مخامخ زدکړي کړي ، او د هغوۍ تر پالني او روزني لاندي يې د پوهي په لوۍ سمندر کي د مهارت او برلاسۍ لامبو زده کړيده ، او يا يې د هغو ستر استادانو سره د مرستيال ( اسيستانت ) په توګه د پوهي په ډګر کي د نوي نسل د روزني دنده پر مخ بيولې ده . په پوهنيزو ، څيړنيزو او کلتوري چارو کي يې داسي ونډه خپله کړې ، چي هر ه برخه يې د زريني پاڼي په څير د هيواد دمخکښو پوهنپالو او کلتور پالو په لړۍ کي ځانګړئ او ډاډمن مقام او دريځ لري . په کابل پوهنتون کي د استاد په توګه وياړلې دنده ، په راډيو افغانستان کي د بيلا بيلو کلتوري او علمي پروګرامونو د وډني او سمووني چاري ، د هيواد په کچه دکلتوري او علمي هڅو ملاتړ اوپه هغو کي برخه اخستنه ، هغه وياړني دي چي د بيا را يادولو ، پيژندلو او بيانولو لپاره يې زياتو ليکنو او ډير زماني واټن ته اړتيا شته .
که د بهاند شاعري په پام کي ونيسو نو به د يوه د اسي پښتون هوډ او د خيال نازکي وږمې حس کړو چي د زياتي تو ضح پرته څرګنديږي . په دې ځانګړتيا کي د بهاند برلاسئ دادئ چي پښتني هوډ يې د خيال داسي پړاونو ته رسولئ چي شونتيا يې د ويوکو په مټ د پوهيدو وړ ګرځولې ده . که اوريدونکي او لوستونکي د بهاند شاعري واوري او ولولي نو به خامخا د بهاند د پيژندګلوۍ تر ټولو غوره جمله داوي چي د هيواد نامتو شاعر لطيف بهاند :
په تش غلچک غواړې بد نام به دي شم
زه له هر چا نه ، ياغي رام به دې شم
که مي کښېکاږې او تر شونډو مي وړې
په قلمي ګوتو کي جام به دي شم
او دا غزل تر پايه
او که د بهاند په ساحري ګوتو ليکل شوې مقالې د سلګونو څخه يوه دا چي ( زه څوک يم ؟) ولولې او يا يې واوري نو به خامخا د بهاند د ښه پژندګلوۍ لپاره داسي وليکي چي : د هيواد نامتو ليکوال داکتر لطيف بهاند ؛ او که د هغو څيړنو جاج واخلو چي بهاند پر مخ بيولي او د ګټورو پايلو سره يې د هيواد ځوان نسل ته د ښې روزني او ښووني په نيت وړاندي کړيد ي ، خامخا به د بهاند د نوم وړاندي داسي وليکي چي : د هيواد نامتو څيړونکي داکتر لطيف بهاند ؛ زه نه غواړم د ښاغلي بهاند هر اړخيزي څيړني ته لاس اوږد کړم ، په دې لنډه ليکنه کي غواړم د بهاند د نورو ژباړل شويو اثارو څخه د بيلګي په توګه د (( کلتور پوهنه )) تر سر ليک لاندي اثر يو لنډ او بيړنۍ جاج واخلم .
دا کتر لطيف بهاند د نورو څيړنيزو اثارو تر څنګ يو ارزښتمن څيړنيز کتاب د (( کلتور پوهنه )) تر سر ليک لاندي ژباړلئ او خپور کړيدئ ، دا څيړنيز اثر د پا ڼو د شمير له مخي لږ دئ خو د منځپانګي له اړخه يې تر زياتو هغو ليکل شويو رسالو اوکتابونو وزن او ارزښت زيات دئ چي تر اوسه پښتو ژبي ته د کلتور پوهني په تړاو ژباړل شويدي . کلتور پوهنه درسي مرستندويه اثر په ١٩٩٩ زيږدي کال په مسکو ښار کي خپور شويدئ . د ټولو پاڼو شمير يې ( ١٠٢ ) يوسل او دو پاڼو ته رسيږي ، پر کتاب داکتر شامحمود ګويا تقريظ ليکلئ او د هيواد ځوان ليکوال اسماعيل يون ته ډالۍ شويدئ .د دې څيړنيز اثر پيل د کلتور په پيدايښت او د کلتوري څيړنو او اندونو په هغه يون شوېدۍ چي ددې څانګي مينه والو ته يې پوهيدل او لوستل اړين دي ؛ او بيا د کلتور او تمدن په اړه د نامتو روسي فيلسوف نيکولای برديايف هغه ليکنه را ژباړل شوې چي په خپل ډول کي ځانګړې او د کلتوري ډايلوګ خپلواک دريځ پکښې نغښتۍ دئ ؛ کلتوري ټکر د دې اثر بل سر ليک دۍ چي په رښتني ډول هغه اړپيچونه را برملا کوي چي د اوسنۍ نړۍ د فکري او ذهني جوړښتونو بنسټونه جوړوي ؛ او بيا د دې ارزښتمن اثر هغه سرليکونه پېليږي چي د نوي او مدرن تدريس او ښوني لپاره ټکس بوک نه بلکي د يوه درسي مرستندويه کتاب په زړه پوري بيلګه ده .
د کلتور پوهني اثر ژباړه د هغو مينه والو لپاره ښه زيرۍ دۍ چي د کلتوري څيړنو او پلټنو سره يې اړيکي دي د دې سره سره چي دا دنوموړي اثر يوه ډيره ښه ځانګړتيا ده خو په بله وينا کيدای شي دا د همدې کتاب يوه نيمګړتيا هم وشميرو ، او هغه داچي د دې اثر څخه ټوله لوستي کسان پوره ګټه نه شي پورته کولای ، يوازي دهغو کسانو لپاره ګټور دۍ چي د کلتوري څيړنو او پلټنو سره يې کار او اړيکي شته . او په ځانګړي توګه د هغو استادانو او کارپوهانو لپاره د زيات ارزښت وړ دۍ چي د کلتور پوهني په تدريس او تعليم بوخت دي .
که د کلتور پوهني اثر منځ پانګي ته پام وکړو خامخا به هغه ليد لورۍ برملاشي چي معنويت پر ماديت برلاسۍ ګڼي ، يا په بله وينا د دې اثر په منځ پانګه کي د کلتور بنسټ داسي ښودل شويدۍ چي د معنويت له وړانګو ځلا تر لاسه کوي ، چي د کلتور پوهني په تاريخ کي زيات شميرکلتور پوهانو همدا لورۍ درلودلۍ دئ ، د يادښت وړ ده چي د کلتور پوهني په څيړنو کي د همدې ليدلوري تر څنګ د کلتور پوهني په تړاو نور ليد لوري هم شته چي ځان ته پلويان لري او د اوسنۍ نړۍ د کلتور پوهانو يوه غښتلې برخه په بر کي نيسي . د هغوۍ په اند معنوي کلتور د ټول کلتور يوه برخه ده او هغه هم داسي چي بنسټ يې پر ماديت تکيه کوي . ښه به وای که د همدې ډلي کلتور پوهانو د ليکنو او رسالو څخه د بيلګي په توګه يوه دوې ليکني ځای شوي وای .
د اتنو لوجيستانو تر منځ دا خبره ډيره مشهوره شويده چي : که لس تنه اتنولوجيستان سره يوځای کړو او له هر يوه نه د کلتور پيژندنه وغواړو ، په پايله کي به موږ د کلتور پيژندلو لپاره لس تعريفونه په واک کي ولرو ؛ ښاعلي بهاند هم د نورو اتنولوجيستانو په څير د کلتور د تعريف لپاره لاره پرانيستې پره ايښې ، خو د خپل ليدلوري څرګندونه يې د هغه تعريف په بيا بيا ليکلو کي ښودلۍ چي د معنويت برلاسي پلوي فيلسوف نيکولای برديا يف له لوري وړاندي شوئ او يا تعريف شويدۍ . (( هر کلتور ( حتی مادي ) د روح کلتور دۍ . هر کلتور په داسي حال کي چي د معنويت بنسټ لرونکۍ دۍ ، د طبيعت په شرايطو باندي د روح د تخليقي کار محصول دۍ )) ( کلتور پوهنه ٣٠ مه پاڼه ) .
د کلتور پوهني يوه بله ځانګړتيا دا ده چي د ځانګړو او ارزښتمنو اتنو ګرافکي مفاهيمو د توضح لپاره يې د يوشمير سترو ليکوالو هغه ويناوي را يادي کړيدي چي له يوې خوا د عامو منل شويو احکامو په څير د اولسونو منځ ته رسيدلي دي او له بله پلوه يې هغه اتنو ګرافيکي افادې چي موخه ټاکل شوې وې ، په خورا ښکلې توګه د پوهيدو وړ ګرځولي دي . د معاشرت په تړاو هغه وينا چي د ګويته له خولې راوتې ده يوه ښه بيلګه کيدای شي : ګويته وايې چي : (( معاشرت هغه هينداره ده چي هرڅوک خپله اصلي څيره پکي څرګندوي . ))د لوڅي سنيکا هغه وينا چي وايې : (( کمال او بشپړتيا درې لاري چاري لري ؛ تفکر : تر ټولو نجيبه او سپېڅلې لار ده ؛ تجربه : تر ټولو ګرانه لار ؛ تمثيل او پېسې : تر ټولو اسانه او زړه راکښونکې لاره ده ؛ د امرسون هغه وينا چي (( هر انسان چي زه وينم او ماسره مخامخ کيږي که په کوم ډول تر ما غوره والۍ ولري ، سمدستي ځان اړ ګڼم چي يو څه ترې زده کړم ؛ )) دا د نړۍ د سترو ليکوالو هغه مقولې دي چي اولسونو ته رسيدلي او منل شوي دي ، خو په دې اثر کي د يوې مقولې په توګه نه بلکي د يوه اتنوګرافيکي اصل په توګه کارول شويدي چي په هغو کي هم د شخصيت کلتور افاده شوئ او هم په اسانئ د پوهيدو وړ ګرځول شويدۍ .
ښايې چي د کلتور پوهني اثر د هر اړ خيزي څيړني او پيژندني لپاره دا څو کرښي بس نه وي ، خو د ليکني د لنډوالي په هيله زما له انده ورستۍ دوې درې جملې ليکم چي : د کلتور پوهني اثر په پښتو ژبه کي د کلتور په اړه د ژباړل شويو اثارو هغه بيلګه ده چي د کلتور پوهني لپاره د نړيوالو معيارونو سره پر تله کيدای شي ؛ د کلتور پوهني په چارو کي د بوختو پوهانو او ښوونکو لپاره ګټور مرستيال درسي کتاب دۍ ، او د هغو اړتياو د پوره کولو لپاره هم ارزښتمن دئ چي د دې څانګي پلويان ورسره مخامخ وه او يا ورسره مخامخ دي . په پای کي د لطيف بهاند ځيرتيا او درک د ستايني وړ دۍ چي د داسي ګټور کتاب ژباړي ته يې پام شو او د ژباړني ربړ يې وګالئ .
دا اړينه ګڼم چي د قلم ټولني مشر تابه او اړوندانو ته يې د درنښت او ستايني هيلي څرګندي کړم چي د هيواد ديوه هڅاند ادبپوه او ليکوال کار او هڅو ته يې پام اړولۍ او د هغه د کار او هڅو ارزيابۍ ته يې زمينه برابره کړيده .
په درنښت
د ٢٠٠٦ زيږد کال د سپتامبر مياشت
اسن -- هلند