پوهنوال رسول باوري
دمهربان استاد په وير کي
خدای بخښلئ پوهاند داکتر يوسف علمي
نن مي د نورو ورځو په څير د نړيوال جال ( انترنيت ) افغاني پاڼي يو په بل پسې ليدلې او لوستلې چي نا څاپه مي د خاوران کلتوري او فرهنګي ويب پاڼي پر مخ ( يادي از پوهاند علمي ) سر ليک ته پام واوښت ، دوه درې ځله مي دا سر ليک ولوست ، خو پوهېدلو او منلو ته مي د هغي بې کچي ميني په وجه زړه نه شو کولای ، چي د پوهاند علمي سره مي د زړه پر هره پرد ه او د ذهن پر هره څپه غوړېدلې او تل پاتې ده .
د ښاغلي داکترعنایت الله شهرانی دا ياد ليک مي تر ورستيو کرښو ولوست . د وير او ماتم څپې مي پر ذهن خپرې شوې ، د ا ماتم مي په دې هم زيات شو چي د استاد دوفات څخه درې يا څلور مياشتي وروسته خبر شوم ، نه په نړيوالو رسنيو او نه د هېواد په خپرونو کي د هغه ستر استاد د وفات خبرونه خپاره شول ، او که کوم ځای خپاره شوي هم وي ، زما په باور هومره نه دي شوي ، هغسي چي د هغه افغان نامتو مورخ او څيړونکي وړتيا يې درلودل . استاد علمي د يوه بشپړ نسل پوهنيزه روزنه وکړه ، په لسګونه علمي اثار يې وليکل ، په سلګونو څيړنيزي مقالې يې خپرې کړې ، او په زياتوملي او نړيوالو علمي سيمنارونو او کنفرانسونو کي برخه وال وو . او داسي د وياړ نوري لاس ته راوړني يې زياتي دي چي يو شمير يې د ښاغلي شهراني په ليکنه کي برملا شوي هم دي . دا به ښه وای چي په افغانستان کي دننه د خپرونو اود هېواده بهر د ديپلوماتيکولارو په وسيله د هغه استاد وير په ملي او نړيوال ډګر کي په پراخه کچه تر سره شوې وای ، چي له بده مرغه داسي نه دي شوي .
د يادليک په لوستلو مي د ١٣٥٥ او ١٣٥٦ لمريزو کلونو هغه مهالونه ، مياشتي او ورځي را يادي شوې چي استاد به د پخواني نړۍ او په ځانګړي توګه اسلامي مدنيت د پيل او پراختيا تاريخ د پوهېدو لپاره زموږ په ټولګئ کي په تدريس بوخت وو . هغه مهال د کابل پوهنتون چاپير يال په بشپړه توګه علمي او اکادميک ډګر وو . کابل پوهنتون د سيمي په انډول يو له سترو پوهنيزو مرکزونو څخه شميرل کيدئ . کورني او بهرني محصلين يې روزل ، د نړۍ د نامتو پوهنتونونو سره يې علمي او څيړنيزي اړيکي درلودې ، دپلوم يې د ملګروملتونو د علمي څانګي ( يونسکو ) له خوا په رسميت پيژندل شوئ وو . د کابل پوهنتون د دې سترو لاسته راوړنويو بنسټيز لا ميل په کابل پوهنتون کي د نامتو پوهانو او د علمي ډګر برلاسو استادانو شتون او د هغوې پر له پسې هڅي او زيار وو ، چي د کابل پوهنتون يې د نړۍ د نورو پوهنتونونو سره د سيالئ جوګه کړئ وو .
پوهاند داکتر يوسف علمي يو له هغو استادانو څخه وو چي د کابل پوهنتون د هويت په ساتلو او پاللو کي يې درنه ونډه درلودل . په خپلو ټولو کارونو او بوختياو کي يې علمي او اکاډميکو معيارونوته پوره پام درلود . په ليکنو او څيړنو کي يې د نړيوالو علمي معيارونو سره سم نوښت او زيار څرګند وو . د محصلينو لپاره يې د روزني ځانګړئ سبک او د تدريس هر اړ خيزه علمي متود درلود . د تاريخي پيښو په بيان او ارزونه کي د پوره خپلواکئ څښتن وو ، تاريخي رښتينتيا وي يې د تمايلاتو او ملا حظاتو څخه ليري ساتل ، هغسي چي به يې د (( يزيد )) او په تاريخ کي د نورو يزيديانو ناروا او ستغي څرګندولې هغسي به يې (( د تاريخ مطلاق )) هم په بې پرې توګه خپلو شاګردانو ته ور پيژانده .
پوهاند داکتر يوسف علمي د تاريخ پر بيلا بيلو څانګو بشپړه برلاسي درلوده ، خو د اسلامي مدنيت په اړه يې څيړنو، پلټنو او پنځونو په سيمه کي سارۍ نه درلود . استاد د هېواد ديوه نامتو مورخ په توګه د تاريخ پوهني او تاريخ ليکني په اړه د دوو بنسټيزو ځانګړتياو خاوند وو . لومړئ دا چي تاريخ ته يې د يوه فن په توګه نه بلکي د يوه داسي دسپلين په توګه کتل چي د تير مهال څخه د زدکړي ارزښتمنه لار ده ؛ او دوهمه ځانګړتيا يې د تاريخي پيښو زماني واټن او پر پيښو د مهال اغيزو ته دهغه باور وو . په هغو څيړنو او تاريخي پلټنو کي چي د استاد علمي په زيار او هڅو تر سره شوي ، دا دواړه ځانګړني په څرګنده توګه برملا دي . هم يې د اسلامي نړۍ د ستر مفکر اود نهج البلاغه ليکوال ابوالحسن محمد بن حسین موسی ( پنځمه هجري پېړۍ ) په څير تاريخ د تير مهال څخه د زدکړي رښتينې او ګټوره لار ګڼل او هم يې د د اروپايې فيلسوف هيګل (اتلسمه پيړۍ ) په څير تاريخ د فکري او ذهني خپلواکئ پوهنه .
استاد علمي به ويل او هم يې باور دا وو چي د تاريخ شاګردان او مينه وال دا له پامه ونه باسي چي په تاريخي پيښو د ښه پوهېدلو لار د پبښو د زمان او مکان د پوهېدو تر اړخه په ځير تيا سره د پيښو لاميلونو پيژندل اړين دي او همدا درې فکتورونه دي چي د پيښو په پوهېدلو کي ټاکونکئ ارزښت لري ، د تاريخ هغه مينه وال چي د تير مهال پيښي څيړي او يا يې د پوهېدو هڅه کوي ، هغوئ اړ دي چي دا درې فکتورونه ( زمان ، مکان اود پيښي لامل ) په پام کي ولري .
په ورځنيو چارو کي هم د پوهاند علمي کړه وړه همدا وه ، شاګردانو ته به يې د تاريخ پاڼي په خپل خدای ورکړي ځواکمن نبوغ داسي وړاند کولې چي هر محصل به د استاد دلکچر نوپر مهال خپل ځان د تاريخي پيښو عيني شاهد احسا ساوه . او او استاد به د دې تر څنګ هغي روزني ته هم پام کاوه چي زده کونکو ورته اړتيا درلودل . استاد د خپلو محصلينو لپاره د تدريس پر مهال مدبر مدرس او د لارښوني پر مهال مهربانه لار ښود وو .
زه د خدای بخښلي پوهاند علمي سپېڅلي روح ته د دعا لپه پورته کوم او د لوی څښتن ( ج ) له حضوره هغه مهربان استاد ته د فردوس جنت غوښتنه کوم . الله پاک دي هغه وبخښي او ټولي کورنۍ ، شاګردانو او دوستانو ته دي الله عزوجل ( ج )د دې غم د زغم او صبر توان ورکړي .
امين يا رب العالمين
2006-09-10