د پښتود اوومي نړيوالي څيړنغونډي دپریکړو هر کلې کوو !
دپلوم انجينر فاروق اوريا
درنو لوستونکو ته په مينه او درنښت نيکي هيلي او سلامونه وړاندي کوم ! د پښتو اوومه نړيواله څيړنغونډه د پښتنو او پښتو لپاره ستره لاس ته راوړنه ده . زما باور دادئ چي ټولو هغو پښتنو به چي د انترنيت اسانتيا لري ، په زياتي تلوسې او ميني د دې غونډي راپور او جريان لوستلې وي . دا د سر لوړئ او وياړ ځاې دئ چي پښتانه ليکوال ، پوهان ، متخصصين او هنر مندان په دې وتوانېدل چي د پښتو ژبي اوومه نړيواله څيړنغونډه جوړه کړي . پر هغو کسانو چي دا زيار يې ګاللئ او د دې غونډي انتظام يې کړېدئ ، او هم هغو درنو پښتنو چي په برخه اخستلو يې ربړ ګاللو ته غاړه ايښېده اوپه ځانګړي توګه هغه درانه پښتانه چي د سرکاري تور مخو د ظلم او تعدي سره مخ شوه ، او هم ښاغلي غوث الدين پروتن چي پر له پسې يې دراپور خپرولو چاري تر سره کړيدي ، ټوله زموږ پښتنو لپاره د ستر وياړ او درنښت وړ دي .
د جايزو او اېواردونو خبره خو داسي نوښت وو چي هم يې پښتون اولس ته سرلوړې وبخښئ او هم يې د خپلو پښتنو ليکوالو ، پوهانو او هنر مندان عزت او درناوئ پر ځای کړ . هغه ورڼو او مستحقو کسانو ته چي دا ځل د دې وړ وګڼل شوه ، هغو ته مبارکي وايم او زما کلک باور دادئ چي هغو درنو او مستحقو پښتنو ورڼو ، پوهانو ، هنر مندانو او پښتوويب پاڼو ته چي د درنښت وړ دي خو په دې څيړنغونډه کي ايوارد او جايزه ورته و نه رسېدل ، هغوۍ ته به په راتلونکو داسو غونډو کي خامخا ورسيږي . دا پيل دئ ، او پيل ډير ښه وو . په راتلونکي داسو غونډو کي به لا نور نوښتونه او د پام وړ خوځښتونه راځي . په ورستئ کرښه کي د دې ټکي ياودنه اړينه ګڼم چي : هغو ورڼو ته چي په خپلو رايو او نظريو کي يې د هېواد د يوشمير وتلو څيرو نومونه يادکړي او په دې يې خواشني ښودلې چي ولي هغوئ ته د تقدير ، ګرانښت او درنښت ايوارد او جايزه ورنکړه شوه . دا يو ټکئ يادووم ، ورڼو تاسو د خپلو اړيکو پر بنسټ قضاوت پريږدۍ . او دپښتو د اوومي نړيوالي څيړنغونډي د پريکړوهرکلۍ وکړئ او د هغو پريکړو د پلي کولو لپاره خپل تيارئ وښياست ، چي په راتلونکو دا ډول غونډو کي به بيا د پښتو ژبي خواخوږي په دا شان او تر دې لا بريو برلاسي شي .