د جمشېد تخت د يوه لرغوني اثر په توګه د يونسکو له لوري په ١٩٧٩ ميلادي کال د نړيوال کلتوري ميراث په ليک لړ کي شامل شو . د ا تاريخي ودانئ د هخامنشي پاچاهانو پلازمينه او هم د هغه پير د پيژندلو په لار کي تر ټولو ستر لاسوند ګڼل کيږي . د تاريخي ودانيو دا ټولګه يو شمير قصرونه دي چي ٥١٨ کاله پخوا تر مېلاد د هخامنشي پاچا لومړي داريوش له خوا د بين النهرين د ودانيو سره د رقابت په موخه ودان شويدي . زيات شمير ايراني مورخين او بهرني ايرانپوهان په دې باور دي چي د ايران هيواد په لرغوني تاريخ کي تر ټولو څرګند او د ايران هيواد لپاره وياړلئ مهال د هخامنشي پاچاهانو پير دئ . خو په دې ورستيو کي د جمشيد تخت او هخامنشي پير په اړه د يوشمير ايراني مورخينو ځانګړي دريځونه دايران لپاره د جمشيد تخت او د هخامنشي پير د ارزښت ، وړتيا او رښتينوالي په اړه شکونه رامنځ ته کړيدي .
پوهنيزي څيړني او پلټني د ټاکلو ارونو په پلي کولوسره علمي پايلي او ګټوري لاسته راوړني وړاندي کولای شي . يوازي د هري پوهي د اړوند و ارونو پلي کول دا توان لري چي هم پوهه د پايښت وړ وګرځوي او هم د څيړنو علمي پايلي وژغوري . پر علمي ارونو او پرنسيپونو د څيړونکو ، ادارو او يا سياسي نظامونو ذهنيت تپل نه يوازي دا چي پوهنيزه څانګه د مړني پر لور بيايې بلکي د تحميلي لاسته راوړني ژغورنه هم نشي تر سره کولای . د همدې اصل پر بنسټ هغه شمير ارزوني او لاسته راوړني چي د پوهنيزو ارونو په رڼا کي نه دي تر سره شوي ، پايښت نه لري او د حالاتو په بدلون سره بدليږي .
په دې ورځو شپو کي د ايران هيواد يوشمير څيړونکي د ايران پر لرغوني تاريخ د نيوکو تر څنګ غواړي د هغه هيواد تاريخي شاليد له سره وارزوي او د نويو ټولنيزو او سياسي حالاتو په بڼه يې ورغوي . د ايران تر نوم لاندي د هغه هيواد د لرغوني تاريخ يوه تر ټولو تبيلغ شوې پاڼه د هخامنشيانو تر سر ليک لاندي پيژندل شويده . تر دې مهاله د هخامنشيانو پير د ايران د پخواني تاريخ تر ټولو ستر سرليک ګڼل کېدئ ، او يوشمير ايراني مورخينو اوبهرنيو ايرانپوهانو د ايران تاريخ پيل هم د همدې مهاله منلۍ او عام کړئ دئ . په داسي حال کي چي اوس د يوشمير ايراني څيړونکو له لوري نه يوازي دا چي هغه مهال د ايران د پخواني تاريخ پيل نه مني بلکي د هغه مهال اړوند اثار او لاسته راوړني د ايراني وګړو د وياړ په توګه ستره تير وتنه ګڼي .
عباس سليمي نمين په ايران کي د تاريخي څيړنو د مرکز رئېس
په ايران کي د تاريخي څيړنو د مرکز رئېس ښاغلئ عباس سليمي نمين د جمشيد تخت د ايراني کلتور بيلګه نه بلکي د روسي کلتور لاسته راوړنه بولي . په هغو مرکو او ليکنو کي چي د نوموړي له لوري خپاره شوي ، يو شمير داسي لاسوندونه وړاندي شوي چي په اوسني ايران کي د چسپ او جذب شونتياوي لري او په ځانګړي توګه د اوسنيوواکمنود منلو وړ دي . په داسي حال کي چي د ايران زيات شمير مورخين او يو زيات شمير بهرني ايرانپوهان په دې باور دي چي د جمشېد تخت د هخامنشيانو د پير ستره لاسته راوړنه ده چي د ايراني وګړو رښتنۍ ميراث دئ .
د جمشېد تخت په اړه د عباس سليمي نمين دريځ د بيلا بيلو لاسوندونوپر بنسټ چي خپله يې په مرکو او ليکنو کي وړاندي کوي دادۍ چي : دا د يوشمير بهرنيو څيړونکو له لوري د هغو څيړنو او پلټونو غولونکي پايلي دي چي يهوديت سره د ايران پخوانۍ او لرغونې دښمني پټه کړي . نوموړي په خپله يوه خپره شوې مرکه ويلي چي :
(( ...اينها همگي مستندات دارد; تاريخنگاري در دوران پهلوي اول به نوعي صورت گرفت كه در دشمنشناسي ايرانيها اشكال بهوجود آمد; يعني باعث شد دشمن خود را دوست بداريم و ندانيم دشمنان ما كيستند; و اين بهخاطر تحريف تاريخنگاري باستاني رخ داد.تاريخ بهگونهاي نوشته شد كه گويي اسلام با قتلعام وفرهنگسوزي وارد ايران شده; در صورتيكه اين خلاف واقع است و قتلعام قبل از ورود اسلام به ايران توسط «استر و موردهاي» دو نفر يهودي در فلات ايران رخ داده است.
اين اتفاقات به اطلاع مردم نمي رسد تا عداوت و كينه نسبت به اعراب در دل مردم جاي گيرد در صورتيكه اعراب هم مثل ما تحت سلطه هستند و آمريكا و اسراييل با ايجاد تفرقه بين ما ميخواهد بر هر دو ملت تسلط داشته باشد. ))
نوموړي په هغه غونډه کي چي د جمشېد تخت د رښتني څرک په اړه را بلل شوې وه د خپلو خبرو په ترځ کي زياته کړه چي : (( آمريکايي ها آن چه در مورد تمدن ما ايراني ها مي دانند را از کجا ياد گرفته اند که ما امروز بايد خود را مديون عملکرد و تحقيقات آنها بدانيم؟ نه تنها مديون بدانيم بلکه بگوييم اگر آنها نبودند ما نمي توانستيم بر تمدن خود اشراف داشته باشيم . نه تنها نمي پذيرم بلکه با توجه به ساير عملکرد آنها نه تنها خود را مديون آنها نمي دانم بلکه آنها را در زمينه تغيير اساسي در تاريخ مان مقصر و مجرم مي دانم ))
داکتر پرويز رجبي
په داسي حال کي چي په همدې غونډي کي ناست دکتر ارفعي ، پرويز رجبي اونور ايران پوهان په پر له پسې توګه خپل دا باور په ډاګه کوي چي ، د لرغوني ايران په اړه زيات مالومات د هغو امريکايې لرغونپوهانو په زيار وړاندي شوي او تدوين شويدي چي په لسګونو کاله يې د ايران په بيلا بيلو سيمو کي پر له پسې څيړني تر سره کړيدي . (( بله آقا اين که شما ميگوييد دزديدهاند درست است. الان تعداد زيادي از آثار ايران که در موزههاي دنيا نگهداري ميشوند؛ توسط همين مستشرقها به خارج از ايران بردهشده است. اما آن چه پاسداشته شده خيلي بيشتر از اينها است. درست است مادام ديولافوا در خاطراتش مينويسد كه در شوش هر چه توانسته برده و هرچه را نتوانسته خراب كرده است. يک ستون دو متري را با پتک شکسته است. اما همه اين گونه نيستند. ما هيچ وقت اجازه نميدهيم كه ميراث مان را از ميان ببرند. اما بايد ببينم كه غربيهاي دلسوز هم با تاريخ ما چه كردهاند. آقاي سليمي به خدا اگر غربيها خط ميخي ما و حتي خط پهلوي را كه بيشتر متنهاي ما به پهلوي نوشته شده است را تا 700 هجري است را نخوانده بودند، ما قادر نبوديم آنها را بخوانيم. حتي بسياري از متون فارسي و عربي ما را کساني چون بروكلمان خوانده است. حتي مولوي ما را غربيها بيشتر از ما مي شناسند. قدر نشناس نباشيم. آنها به ما بد كردند ما را غارت كردند اما خدمت هم كردند. ))