حېدري کړيکي ته!
کابله پام کوه پاڅون ونه کړې
دتېرپه شاني بل ازمون ونه کړې
لا ماښامونه ستړي
لادسهارشفق په وينولامبي
لاداهاړ غرمو دي
زمادهيلو
امېدونو
پرچينه باندي کيږدۍ وهلې
کابله پام کوه
خطا ونه وزې
اوس لا منصور زانګوکي
اوس لا قېص نه دۍ پېدا
خودلېلادګرېوان
چکلې چکلې تارونه
د اهريمن په لاسو
ستا د مجنون لپاره
د دار حلقې جوړيږي
پام چي پاڅون ونه کړې
لاره اوږده ،
لار له اغزونه ډکه
دکږلېچوو نه ډکه
ستړي اندونه
ستړي ګامونه
او له خطرو نه ډکه
پام چي پاڅون ونه کړې
په وينو لژند هر شفق دسهار
خونړۍ سترګه هر غروب د ماښام
هره کوڅه مو د ناسور زخمونه
هره بېديا مو د دردونو کړېکه
هره دره کي دباروتو لوګي
هر يو يو تن مو د تڼاکي چړيکه
کابله پام کوه پاڅون ونه کړې
پام چي پر تيرو بيا ازمون ونه کړې
خپل دمجنون جون لا مه وېښوه
لا فر هادی چيغو ته رنګ ور نه کړې
د انالحق مفتون لا مه ښوروه
دار او چړو ته يې لا خوند ور نکړې
پام چي پر تيرو پلونو پل کښېنږدې
پر اجيرانو نوم اتل کښېنږدې
ستا صدقه شمه لږتم شه څه نور
د باوري د زړګي دم شه څه نور
ميني
هک پر زړه مي ستايو ښکلۍتصور دۍ
له اصيبه د اغيارو پټ ضرور دۍ
جادوګري مړاوي سترګي چي را ګورې
اچولۍ دي د زړه په کور کي چور دۍ
سرکو شونډو دي له ګله رنګ اخستۍ
د خولګۍ خوند دي له تاکه د انګور دۍ
د انځور لاس چي دي غاړي ته راپريوزي
له خوږ ژونده دا قيامت راته منظور دۍ
په کتو کي دي هينداره د زړه وينم
پکښي وينم چي تقدير مي د منصور دۍ
له تصويره چي دي سترګي را بهر کړم
خوار زړګۍ مي په هغه ګړئ رنځور دۍ
د غربت او نا هيلۍ نه ای اسما نه!
د امين د زړګي زخم د ناسور دۍ
بلجيم=تورنی
2005-10-22
ستړې نصيب
له مزلوو مو پښی تڼاکي ، زړونه ستړي ،،، دارمان صحرا وړه ، اندونه ستړي
د وختونو برګو سترګو لوی څپيړو ،،، له اذل نه يي کړل ټول سوچونه ستړي
پرچمن دخيال مو بس د ازغو شپی سوی،،،د زړګي پر کورګي ټول زخمونه ستړي
پر چينو چي دي د اوښکو وچکالي کړه ،،، په ليمو کي سوه د يار خيالونه ستړي
سترګي وچي ، شونډي وچي ، ژبه وچه ،،، ساقي ،جام کړه را پوره ،مزلونه ستړي
ستا نظرزموږ پرقسمت باندي همدومره ؛؛؛ ستړي موږ، ستړی مو روح ،سرونه ستړي
نن مي سر په ميکده کي سجده نکړي ،،، ځکه ، هست نه مو نصيب ګامونه ستړي
که مو ستړی خيال پر غيږ دجانان ميشت کړې
سجدو کي به کړو خپل سرونه ستړي