دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
افغان لرغون پیژندونکی د بیده بودا په لټه کی

 

افغان لرغون پیژندونکی د بیده بودا په لټه کی

د مارک کوفمن لیکنه

دواشنګتن پوست لیکوال

دوشنبه ،۲۰۰۵ کال دفبروری ۷

ژباړه :- رحمت آریا

کاناډا- آټاوا

۲۰۰۶ کال د می میاشت

http://www.washingtonpost.com/wp-dyn/articles/A3133-2005Feb6.html

 

دژباړونکی یادونه:

( ګرانو هیوادوالو! دغه لیکنه که څه هم یوکال دمخه لیکوال لیکلې او ښه به دا وه چی په همهاغه وخت کی ژباړل شوی وه او ښایی نورو دوستانو به ژباړلی وی خو یو ځل بیا یی  ژباړه تاسو ته په مینی ډالې کوم.

 پښتو ژبه یوه لرغونی ژبه ده . په دغه ژباړې کی ما تر خپلی نیمګړی وسې هڅه کړی چی دغه لینکه په داسی یوی بڼی وژباړم چی ګڼی کټ مټ پښتو وی. پوهیږم چی د ځینو ښاغلو او آغلو تر نیوکو لاندی به راشم خو زما موخه داده چی په پښتوکی هغه مړګړدود اولغت راژوندی شی کوم چی زمونږ نیکونه یو مهال پر هغه ګړېدل. هیله مند یم چی دنیوکو تر غیشو لاندی می را نه ولی. )

څلور کاله دمخه نړۍ په ډیری بی وسۍ د بودا د دوه سترو کنډؤ (بتانو)چی دافغانستان د بامیان پر مینځغرونو یی سترګی نیغی وی، او د اسلامی بنسټ پالو پر لاس ونړول شول، ننداره کوله ، خو په سیمې کی اوسنیو څېړنو ، څېړونکی دی پایلی ته رسولی چی ښایی ټول کنډوی  به له مینځه نه وی تللی . ښایی چی د ۱۰۰۰ (زر)فوټو یاد ۳۰۴،۸ مترو په اوږدالی بیده بودا سیمه ته څیرمه لا تر اوسه تر خاورو لاندی ښخ وی .

 

یو چینایی سیلانی او زیارت کونکی چی څه ناڅه ۱۴۰۰ کاله دمخه یی له سیمی څخه لېد نه کړی  او د نوموړی لیکنو دافغانستان نامټو لرغون پېژندونکی لپاره یی لاره پرانیزله چی دنړېدولو کنډونو تر شا دکیند نی پر وخت یی ډبرین دیوالونه تر سترګو شی چیرته چی یو وخت دوه د بودا کنډی ولاړ وو. لومړنی موخه داده چی هغه ګزارل ځای یا عبادت ځای وموند ل شی چی له ۶۳۰ زیږد یز کال څخه دمخه چینایی سیلانی ژوانګ زانګ یی څرګندونه کړی چی ددغه ګزارلځی په د یوالونو کی د بودا ترټولو ستره کنډه پرته وه، کټ مټ هغه شان چی نوموړی یی لیکی .

 

که څه هم ددوه کلونو په اوږدو کی ځینی له هیله مندی ډکی موند نی شوې خو لا تر اوسه لرغون پیژندونکی په ريښتونی توګی نه پوهیږی چی تر کاڼو لاندی به څه ومومی . خو د کیندنی د ډلی مشر ښاغلی زمریالی طرزی، پدی ګروهن دی چی ګڼی دغو خاورو لاندی به خورا د پام وړ موند نی ښخی وی چی نوموړی به په راتلونکی اوړی کی دخپلو پلټنو لپاره بامیان ته بیرته ستون شی.

 

ښاغلی طرزی او نور وایی چی که دغه کنډه هلته وی دابه یوه ډیره ستره لرغونی پانګه وی او  دبامیان غرنی سیمه به د نړی دلرغونو سیمو په لومړی ایړ کی ودروی.

 

ښاغلی طرزی ټینګار کوی چی که دښاغلی ژوانګ زانګ خبره ریښتیا وی "دکومی لپاره چی دی یی په پلټنی بوخت دی" دا به دهنر په نړی کی ترټولو ستره لومړنی بیده کنډه وی.ځکه سیلانی په خپلو څرګندونو کی کټ مټ هغه څه وایی چیرته چی دبودا د د وه ؤ ولاړو  سترو کنډؤ دلوی والی او چیرته والی په برخه کی د پام وړ څرګندونی کړیدی،له همدی امله ښاغلی طرزی وایی چی دا د دې خبری ښه لامل دی چی پر بیده بودا  د نوموړی سیلا نی پر خبرو زړه وتړل شی .

 

دځینو له انده دغه پلټنه یواځی یوه انګېرنه ده. که د چینایی سیلانی خبره ومنو نو دا کنډه به د فرانسی د هیواد د ایفل دبرج په لوړوالی یوه ستره کنډه وی .ځینی داپوښتنه راپورته کوی چی څرنګه کیدای شی داسی یو د پام وړ ستر جوړښت به تر خاورو لاندی ورک شی او که شتون ولری څرنګه به بیا د خوندی کېدلو وړتیا ولری؟

 

ښاغلی طرزی دغو پوښتنو ته یو شونی ځواب لری .ښایی دغه کنډه په لوی لاس د بودا دپلویا    نو له پلوه پیړی پیړی پخواد اسلامی لښکلرو دیرغل له ویری او ښایی هم د یوی ستری ځمک ښوېدنی له امله تر خارو لاندی پټه شوې وې. خو تر ټولو دپام وړ خبره داده چی د ښاغلی طرزی ډلی په سیمی کی د کانډال (سفالی) داسی ټوټی او د حیرانتیا وړ جوړښستونه موندلی دی چی د دغی ستری انگیرنی دلا پوخوالی لامل کېدای شی.

 

 پروسږکال اوړی د کېد نی پر وخت ښاغلی طرزی یو  د یوال وسپړه چی نوموړی ته ډاډ ورپه    زړه شو چی ګڼی دا د هغه ګزارلځای یوه برخه ده په کومه کی  چی ستر بیده بودا یی په تل ځای  پر ځای دی. همدا راز کېندونکود بودا د کنډی ګڼ شیمر سرونه او پاته شونی وموندل چی د ځینو عمر یی تر دریمی پیړی پوری غزی چی هغه وخت بامیان دبودایی کېت (دین) زړه ؤ. دکېند  نی دوخت په وروستیو ورځو کی ښاغلی طرزی داسی لاس وندی (اسناد) تر لاسه کړل چی د     نوموړی په اند ښایی دادغی ستری کنډی پښه وی.

 

 له مسلکی پلوه د ښاغلی طرزی غوږنه  له هغواړنګونو (شک) څخه چی د پلټنی چاپیره شته     ښه بوڅ دیځینی وایی چی دکنډی  د لوی والی په اړه ښایی تېر وتنه شوی وی او ځینی لا په دی اند دې چی ښا یی دا دهغه کاڼی د کمر راوتلی برخی وی چی د بیده بودا دکېت دغوړېدلو ورځی سړې ته ورپه زړه کوی خوښاغلی طرزی ټینګار کوی چی لاس وندی ښه څرګند دی.

 

ښاغلی طرزی وویل"زه پوهیږم چی زما یو شمیر ملګری د بودا د کنډی داوږدوالی په اړه په یوه غږ ندی" طرزی په خپل یوه بریښنا لېک کی وایی "زمونږ د معلوماتو  یواځنۍ سرچینه دچینایی سیلانی ښاغلی زوانګ لاس وندی دی..... دنوموړی دسفر په لاسوندونو او  دټو لو لیکونو په     بڼو کی دبیده بودا دکنډی اوږدوالی ۱۰۰۰ فوټه ښوول شوې ده."

 

کار په پوره ډول له هېلو ډک دی ، د فرانسی دولت او د ملی جغرافیی د ټولنی مرکز د ښاغلی طرزی د کار مالی لګښت په غاړه اخیستی او دکیند نی د کار برخی به د ملی جغرافیی دټلویزیون له لیاری په دغو وروستیو کی ننداری ته کیښوول شی.

 

له څومودی وروسته کله چی د سیمه ایزو جګړه مارو ډلو مشرانو دکیند نی کار په ټپه درولی ؤ، افغان جمهور ریس ښاغلی حامد کرزی د کیندنی اودسیمی ۲۴ ساعته

څاراوساتنی رسمی امر خپور کړ. دامریکی دسافرانسیسکو په ایالت کی میشته یوه اداره چی د افغان دلرغون ځایونو د ساتنی ادره نومیږی او دښاغلی طرزی لور نادیه یی بنسټ ایښوونکۍ ده هم دفرانسی دکیندنو له مرکز سره لاس یو کړی او ددغو هڅو لپاره مالی ونډه راټولوی . اوس افغانستان یو مسلمان هیواد دی خود پیړیو پیړیو په اوږدو کی یی بودایی کېت غوړولی اوخپور کړی ،او تر ټولو ستره لاس ونده یی په خپله بامیان د هندوکش (ایندوکش)  ښیرازه منځغرونه دی.

 

کله چی له چین څخه نیولی تر مینځنی ختیځ پوری دوریښمو لاره له دغه ځایه تېریدله ، څیړونکي ګروهن دی چی بامیان له ۵۰۰ تر ۶۰۰ زیږدیزو کلونو دمخه د ۵۰۰۰ تنو راهبانواود آسمان د لوړی څوکی داوسیدونکور کور ؤ. همداراز څیړونکی ډاډلری چی بامیان هغه ځای دی چیری چی د بودا لومړنی کنډی ښوول شوي اودلمړی ځل لپاره د بودا مخ دلته څرګند شویدی چی پخوا تر دی به یواځی دهغه دپښی دځای او یا هم د سیورن (چتری) ښوونه کېدله . یونانی اغیره هله پیل کیږی کله چی ستر الکساندرد بودیزم د کېت مخ په ودی خپرېدنه     یی ولېدله اودبامیان دکنډوستری غټی یی په سترګو شوی.

 

 په لسمی پېړی کې سیمه اسلامی کېت ته واوښتله چی د هغه پر بنسټ دانسان د مخ ښوونه د کېت په بڼه کی کېت ګزارل (بت پرستی ) ده ،خو له هغه وروسته دپېړیو په اوږدو کی بامیان کنډونه د یوه مرکز په توګی پاته شول اودافغانستان دفرهنګی بنګۍ (میراث ) یوه پراخه لرغونی پانګه یی په خپلو منګولو کی ونیوله .کله چی دتیرو وختونو واکداران پدی ګروهن ؤ چی دغه کنډی ددوی مقدساتو ته سپکاوی دی بودا کوچنی داغونه په خپل تن وزغمل، خو یواځی القاعده اوطالبانوهغه له مینځه یووړل.

 

د۲۰۰۱ م کال د مارچ په میاشت کی هغوی وسلی ، بمونه او آن داچی نور چاود ېدونکی توکی دڅوورځو لپاره وکارول ترڅو دغه کنډی له پښو وغورځوی.

 

ښاغلی طرزی خپله پلټنه دطالبانو له راتگ څخه خورا پخوا پیل کړی وه ، ان مخکی لدی چی د۱۹۷۰ م مو کلونو بلواؤ د ده مورنی هیوادویجاړ کړی. هغه دهغو هڅو څارنه کوله چی لومړنی ګامونه د درېدلو بوداګانو دبیا  روغونی اوټېنګېدنی لپاره اوچت شوی ؤ- کوم چی  ۱۷۰ فوټه چی  ۵۱.۸۱۶متره کیږی او۱۲۰ فوټه چی ۳۶.۵۷۶متره کیږی ؤ او همدارنګه نوموړی د بیده بودا په اړه د چینایی راهب اوسیلانی له معلوماتو څخه خبر دی. له هغی مودی راپدیخوا نوموړی بیړه نده کړی او ډاډ لری چی دبامیان ددغو حیرانونکو لرغونو د سپړلو لپاره لسیزی په کار دی.

 

نوموړی په ۱۹۹۷ م کال کی له هیواد څخه وتلوته اړ شوی او د ۲۰ کلونو لپاره یی په فرانسه کی ژوند، زده کړه اودلرغون پیژندنی ښوونه کړیده . تر ۲۰۰۲ م کال پوری هغه خپل هیواد ندی ستون شوی، دی هغه مهال بیرته هیواد ته ستنیږی کله چی په لرغونو ډبرو کی نغښتی شلګۍ (طاقچی ) چی مخه یی دبامیان دښارګوټی خواته وی له خپلو پخوانیو پانګو څخه تشی شوی.څه نا څه دا هم ویل شویدی له سلګونو خونو اودالانونو څخه طالبانواونورو لوټمارانونقاشی شوی انځورونه او نور هنری پاته شونی له بیخه کښلی او دستر بودا دډبرو ترڅنګه یی کیندنی کړیدی.

 

ښاغلی طرزی په دی ویری کی دی چی که ستر بیده بودا وموندلی شی په کوم حالت کی به وی. بیده او یا په ملا کوږ شوی بودا ددې لپاره جوړ شوی دی چی ددی ښوونه وشی چی بودا نیروانا (دبودایی زده کړو یوه لاره  ده په کوم کی چی یو بودایی له بهرنی چاپیریال څخه وځی او په خپل ځان کی ډوبیږی -ژباړونکی) ته ننوت ، اودا له کاڼو او پخی خټی څڅه جوړه یوه کنډه ده . سر بیره پر دی ډیر ښایی چی دا کنډه یواځی له پخی خټی او پلاستر څخه جوړه شوی وې اوترمځکی لاندی ښخه شوی وې.

 

دپه سروزرو پوښل شوې کنډې دموندلو لپاره هیڅ کله یوه هیله نه وه خو دښاغلی طرزی  غوره موخه دا ده چی دسیمی دلرغونی اهمیت له مخی پرده پورته کړی چیری چی ډیرو یی د له مینځه تګ انګیرنه کوله.

 

ښاغلی فردریک هیبرت دملی جغرافیی یو کارکونکی او دسیمی ماهر او لرغون پیژندونکی وایی "دبامیان منځغری یو مهال دوریښموپر لاره یوه سیمه وه چی دګڼ شمیر پلټنو لپاره ډیر څه په خپل کی زړه کی لری. که ښاغلی طرزی بیده بودا وموندی که نه خو په بامیان کی داسی نور څه هم څه شته چی دعمرونو پلټنی ارزښت لری"

                                                        پای

                                                      

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006