د سويدن څخه خپرندويه خپروني (( نوي هيله )) څخه
ليکوال : پوهنوال رسول باوري
د لرغونو کلتوري دورو زمانې وېش ته لنډه کتنه
د مځکي پر مخ د انسان ژوندمليونونه کاله وړاندي پيل شويدۍ ، هغه څيړني چي د لويس ليکي او ريچارد ليکي له خوا د افريقا په لويه وچه کي تر سره شويدي ، دا په ډاګه کوي چي څه ناڅه درې مليونه اوسوه پنځوس زره کاله پخوا انسانې ژوند د مځکي پر مخ پيل شوېدئ . انسان دخپل ژوند دالړۍ په سلوکي اته نوي برخي د ډبري پير او ابتدائې کلتور په دورو کي تير ه کړې ، او پا ته په سلو کي دوې برخي ژونديې د پر مخ تللي کلتور او تمدن سره پر مخ بيولۍ دئ . د همدې زيات زماني واټن د سپيناوي ، پوهېدلو او څرګندولو په اړه بيلا بيلي علمي څانګي او څيړونکي په پرله پسې توګه زيار باسي چي د هغه اوږد مهال ناڅرګندي برخي را وپيژني . ارخيوزو لوژي ( لرغوني ژويو پوهنه ) ، پاليو انتر و پو لو ژي ( لرغوني انسان پوهنه ) ، ارخيو لوژي ( لرغونپوهنه ) او يو شمير نوري څانګي د همدې موخي لپاره پر له پسې هڅي کوي . دپخوانۍ زمانې د ښه پيژندني په اړه د بيلا بيلو پوهنيزو څانګو څيړونکو هر اړخيزي څيړني او پلټني تر سره کړيدي . هر ليکوال او د هري څانګي څيړونکي د پخوانۍ زمانې د پيژندلو هڅي او څيړني د خپل مسلکي اند پر بنسټ ارزولي او وړاندي کړيدي . خو هغه ګډ او ورته ټکئ چي د ټولو پوهانو تر منځ بر ملا دئ ، هغه د لرغوني مهال او تر متمدن ژوند وړاندي زمانو ، دزيات زماني واټن شته والۍ دئ . د ياد شويو څانګو ټول پوهان پر دې ټکي يوه خوله دي چي د انسان د بيليز ( انفرادي ) اوټولنيز ژوند تر ټولو زيات زماني واټن هغه مهال تېر شوۍ چي پر مختللي کلتور او تمدن ته لا انسان مخامخ شوئ نه و .
دلرغونو زمانو په تړاوبوختو څيړونکودا جوته کړې چي انساني کلتور او کلتوري دوري يوازي د هغو لاسوندو نو په مټ پيژندلای شو چي د سپړنو او څيړنو په ترځ کي د لرغونپوهانو له لوري تر لاسه شويدي . د همدي اصل له مخي يې د لرغونو انسانانو او د هغوۍ په کلتوري ژوند د ښه پوهېدلو په نيت ، د بيلا بيلو مهالونود وېش وړانديز کړېدئ . د بيلګې په توګه نامتو اتنولوجيست لوويس مورګن لرغونې زمانه په دريو برخو وېشلې ده ، چي لومړۍ دوره يې د وحشت ، دوهمه د بربريت او دريمه د مدنيت په نومو نو يادوي . انګلېسي ټولنپوه او فېلسوف جان لوبيک لرغونې زمانه په څلور مشخصاتو وېشلې ده ، د نوموړي په باور د انساني ټولني لومړۍ مهال د مور واکۍ سره يوځای پيل شوېدئ ؛ د ټولنيز ژوندانه دوهم پړاو ته يې د پلار واکۍ نوم ورکړئ ؛ دريم اوښتون يې د رئېس لرونکې ټولني په نوم ياد کړیدئ او څلورم پړاو هم د پاچاهيو دوران په نوم يادوي ؛ نامتو ټولنپوهانو کارل مار کس اوفريدريک انګلس د ټولنيزي ودي پر له پسې يون په پنځو پړاونو کي د پوهيدو وړ ګڼلي دئ چي لومړي پړاو ته يې د لومړي کمون ( لومړئ ګډژوند ) دوهم پړاو يې د مرئيتوب ، دريم پړاو يې د مځکه والۍ ( فيودالي) څلورم پړاو يې د سرمايه دارۍ او پنځم پړاو يې دسوسياليسم په نوم ياد کړيدي . همدا ډول نامتو لرغونپوه کرستين تامسن د انساني ژوند پر له پسې بهير په دريو دورو وېشلئ دئ چي لومړئ د ډبري دوره ؛ دوهمه د برونزو يا مفرغ او دريمه يې د اوسپني دورې په نوم ياده کړېده .
دبيلا بيلو لرغونپوهانو له لوري د کرستين تامسن ويش ته زيات پام شوئ او د هغه وېش پر بنسټ يې د نورو دورو پيژندنه او وړانديز کړېدي :
د ډبري پير (Stone Age) يې په دريو دورو وېشلئ دئ :
١- د ډبري پير پخوانۍ دوره يا ، پاليو ليتيک ( Paleolithic )
٢ - د ډبري پير منځنۍ دوره يا ميزو ليتک ( Mesolithic )
٣ - د ډبري پير نوې دوره يا نيوليتيک ( Neolithic )
د لرغونپوهانوپه باور د ډبري پير لږ تر لږه د څلور سوه پنځوس زره کاله وړاندي زمانو څخه پيل شوې او تر څلور زره کاله وړاندي تر ميلاد يې دوام کړيدئ . د دې ټکي يادونه په کار ده چي دا نسان کلتوري ژوند له همدې مهاله را پيل شويدۍ ، ښايې دا ياده شوي نېټه او کلونه د راتلونکو څيړنو په ترځ کي ادلون بدلون ومومي ، خو تر اوسه چي کوم لرغوني توکي د لرغونپوهانو په وسيله تر لاسه شويدي ، همدا يادشوي کلونه په برکي نېسي .د ډبري تر پير وروسته د نړۍ په زياتو سيمو کي دبرونزو پير پيليږي ، خو يو شمېر لرغونپوهان په دې باور دي چي د برونزو پير وړاندي يوه لنډه کلتوري دوره د ډبرو او مس پير يا Chalcolithic په نوم تيره شوېده چي په يوشمېر لرغونو سيمو کي يې ځانګړي کلتورونه زيږولي او د څلورزره کاله وړاندي تر ميلاد کلونو څخه بيا تر دوه زره او يا دوه زره پنځه سوه کاله وړاندي تر ميلادکلونو يې پايښت کړيدي .
دوهم د برونز پير يا Bronze age د زماني واټن له مخي تر ډبرين پير ډيره لنډه زمانه په بر کي نېسي . چي د دوه زره پنځه سوه کاله وړاندي تر ميلاد پيل کيږي او تر زرو يا اته سوه کاله وړاندي تر ميلاد پای ته رسيږي .
دريم د اوسپني پير يا Iron Age دا پير له اته سوه کاله وړاندي تر ميلاد پيل شوې او د پرمخ تللو کلتورونو او تمدن په رامنځ ته کيدو سره د دې اصطلاح د کاروني مهال پای ته رسيږي .
دا اړينه يادونه په کار ده چي د يادشويو دورو او مهالونو ياد شوئ تاريخ د نړۍ په هر ګوټ کي د پوره تطبيق وړنه دۍ، لرغونپوهان په دې باور دي چي د هري سيمي ميشتو اوسيدونکو د خپلو اړتياو له مخي د نوښت لوري ته لاره پرانېستېده ، په دې ډول د يوشمير سيمو اوسېدونکو د خپلي کلتوري او ټولنيزي ودي لپاره د خپلو شونتياو او اړتيا پر بنسټ ګامونه پورته کړيدي . د همدې اصل له مخي شونې نه ده چي يادشوي کلونه د ځمکي پر مخ د هري سيمي لپاره معيار وګرځول شي .
اخځونه :
1. Marc deBie Leven in de Prehistorie Inssituut voor Archeologich Patrimonum. Bilgic.2001.
2. Prisma van de Archeologie .Spectrum B V . Utrecht . 1996 .
3. J.Deeben and Drenth . Bijdragen aan het onderzoek naar de Steentijd in Nederland.1998.