دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د لرغوني خروشتهي ليکدود په اړه

 

 

 

ليکوال  : پوهنوال رسول باوري

 

يادونه  :

(درې کاله وړاندي مي  ((  د افغانستان لرغونی تاريخ ، ژبې اوليکدودودونه  ))  تر سرليک لاندي يوه ليکنه خپره کړل ، چي يوشمېر دوستانو او مينه والوته د پام وړ وګرځيدل . په دې ورستيو کي زما ګران دوست  استاد عبدالعلي رسولزاده  په يوه تلېفوني مرکه کي  را ياده کړل چي  د خروشتهي ليکدود په اړه يوه ځانکړې ليکنه خپريدو ته چمتو کړم . زما لپاره د استاد رسولزاده يادونه د دې ليکني هڅونکئ لا ميل شو او دادې د خروشهتي ليکدود په اړه  مي لنډه ليکنه  خپريدو ته چمتو کړيده  . هيله من يم چي د مينه والو لپاره ګټوره وي . )

 

په افغانستان کي يوشمير داسي کتېبې او ډبر ليکونه شته چي لا تر اوسه په بشپړه توګه نه دي لوستل شوي  ،  د بيلګو په توګه په لغمان ولايت کي  اليشنګ کتېبه ، د هزار سم څخه تر لاسه شوي يوشمير ليکبڼي او نور يادولای شو ، خو د لرغونو زمانو داسي کتيبې ، ډبر ليکونه او د ليک بڼي هم شته چي په اړه يې  يوشمير بهرنيو او کورنيو پوهانو  زيار ګاللئ او د پوهېدو وړيې ګرځولي دي  .  د دې  ډلې ليکبڼو څخه يو هم  خروشتهي ليکدود دئ چي  ٣٠٠ کاله پخوا تر مېلاد منځ ته راغلۍ او تر ٥٠٠  ميلادي کلونو دود و.   دا ليکدود چي د خپل مهال په تاريخي پېښو د پوهېدلو  ګټور او ارزښتمن لاسوند ونه  لري ، د زيات شمير څيړونکو د پام وړ کرځېدلئ او په اړه يې څيړني کړيدي .  په دې  ليکنه کي هڅه شوې چي دخروشتهي ليکدود په اړه درې پوښتني  په لنډه توګه ځواب شي .

 

لومړۍ دا چي خروشتهي  ليکدود چيري پيدا شوۍ ، د ترويج او تعميم سيمې يې کومي دي  ؟ دوهمه پوښتنه دا چي د ا يوازي ليکدود و او که ژبه هم وه ، که يوازي ليکدود و نو د کومو ژبو  ليکبڼه ده ؟ او دريم دا چي د لوستلو لپاره يې چا زيار ګاللئ او د کومو معيارونو پر بنسټ يې د دې ليکدود اوازونه پېداکړيدي ؟

 

لومړۍ :  خروشتهي ليکدود چيري پېدا شو او په کومو سيمو کي  کارول شوېدۍ  :

تر دې مهاله  چي د لرغونو ليکنو او په ځانګړې توګه  د خروشتهي ليکدود په اړه څيړني تر سره شوي ، داڅرګندوي چي خروشتهي ليکدود د اوسني افغانستان په ختېزو سيمو کي منځ ته راغلۍ او تعميم شوېدئ  .  په دې اړه انګليسي نامتولرغونپوه   ويلسن  ( Wilson, Horace Hay man 1786-1860) په خپل  (( لرغوني اريانا )) نومي اثر کي ليکي چي :  خروشتهي ليک له اره اريايې ليکدود دئ  ،  چي  د امو  او اباسين  تر منځ سيمو کي رائيج وو . د نامتو ژبپوه کارل  بوهولر  Karl Bühler (1879-1963)    په وينا د خروشتهي ليکدود نوم  دهغه ليک د بنسټ ايښوونکي د نوم څخه اخستل شوېدئ چي ( خروشته ) نومېدئ . (( ښايې دا نوم د اوسني خروټو قوم  د نوم سره تړاو ولري  )  د نوموړي په باور په خروشتهي ليکدود کي يوشمير ږغونه د براهمي ليکدود څخه را  نقل  شويدي ، په خروشتهي ليکدود کي ږغ لرونکي او بېږغه توري شته چي  پخوا په  براهمي ليکدود کي هم موجود وه ، او ښايې   خروشتهي ليکدودد براهمي  ليکدود تر اغېزي لاندي وده کړې وي  . خو هغه څه چي څرګند دي هغه د اوسني افغانستان  په ختيزو سيمو کي د دې ليکدود پياوړۍ شتون او همدلته د همدې ليکدود منځ ته راتلل دي .

 

دوهم : خروشتهي يوازي ليکدود وو او که ژبه هم وه ؟ د بيلا بيلو پوهانو څيړنو ښودلې ده چي خروشتهي يو ځانګړئ ليکدود دئ .  دې ليکدود ژبه نه درلوده ، د هغه مهال  ليکوالو د مروجو ژبو د ليکبڼي په توګه کار ولۍ دۍ . د هغو کتېبو او ډبر ليکونو څخه چي په بيلا بيلو زمانو او سيمو پوري اړه لري ، دا څرګنده شوېده چي د همدې ليکدودپه مرسته  د يوناني  ، سانسکريت ، پارا ګريت او نورو ژبو مفاهيم او مطالب  ليکل شويدي .  راپسون  نامتو ژبپوه  EJ Rapson (1861-1937)   )  د خروشتهي ژبي  زيات شمير ليکني ، کتيبې ، ډبر ليکونه او مسکوکات  په خپل   (( خروشتهي ليک))  نومي اثر کي را پيژندلي او څيړلي دي . په خروشتهي ليکدود ليکل شوي نامتو کتېبو څخه د بيلګي په توګه  د صوات کتېبه  چي په ١٨٣٨ زيږديز کال د مسون په وسېله وپيژندل شوه ، په باميان کي د ونو پر پوست ليکل شوي ليکني چي په ١٩٣٠ زيږديز کال وپيژندل شوې، د باجوړ کتېبه چي په ١٨٨٩ زيږديز کال وموندل شوه  . په  ١٨٤٣ زيږديز کال د جلال اباد په بېمارانو کلي کي د ښاغلي مسون په وسيله  خروشتهي کتېبه وموندل شوه او په دې ډول په سلګونو نوري کتيبې چي د افغانستان په دننه او د اوسني افغانستان د سياسي کرښو بهر  تر لاسه شويدي .

 

دريم  :  د دې ليکدود د لوستلو لپاره چا زيار ګاللئ او د کومو معيارونو پر بنسټ يې د دې ليکدود اوازونه پېداکړيدي ؟

  ژبپوهانو د دې لرغوني ليک د لوستلو لپاره د يوناني ژبي مفاهيم معيار ګرځولي دي . د لومړي ځل لپاره  په ١٨٣٠ زيږديز کال د مسکوکاتو پر مخ د يوناني ليکدود او خروشتهي ليکدود ګډ ليکونه ولوستل شوه ، لومړۍ  د مسکوکاتو يوناني ليک ولوستل شو  او بيا د يوناني ژبي څخه ترلاسه شوئ تعبير  د خروشتهي ليکدود لپاره هم ومنل شو ،  له هغه وروسته د خروشتهي ليکدود د پوهېدلو لپاره د يوناني ليکدود او ژبي  کاريدل  معياروګرځیدل  . د نړۍ د بيلا بيلو هيوادونو څخه بيلا بيلو ژبپوهانو او لرغونپوهانو د خروشتهي ليکدود په اړه څيړني او پلټني کړيدي ، چي د بيلګي په توګه د يوشمير نومونه را يادوو :  د خروشتهي ليکدود زيات شمېر کتيبې او ليکني د انګلېسي لرغونپوه  مسون په زيار د ( د څيړنو مهال   د١٨٣٣ څخه تر ١٨٣٥ زيږديز کال پوري  )  پيژندل شوي او تر لاسه شويد ي . سر اورل ستاين (د څيړنو مهال  د ١٩٠٠ څخه تر ١٩١٣ زيږديز کلونوپوري ) راپسون    (د څيړنو مهال  د  ١٩١٤ څخه تر ١٩٤٧ زيږديز کلونو پوري )  او زيات شمير نوربهرني څيړونکي  يادولای شو چي د خروشتهي ليکدود په پيژندلو ، پيدا کولو او لوستلو کي ارزښتمنه ونډه اخستې ده . د دې تر څنګ يو شمير کورنيو پوهانو او څيړونکو هم د دې ليکدود په اړه هر اړخيزي څيړني او پلټني تر سره کړيدي ، چي  د علامه حبيبي ، استاد کهزاد ، مرحوم دوست شېنواري  او پوهاند داکتر الفشاه ځدراڼ  نومونه تر ټولو وړاندي د يادولو وړ دي  .  

 

                                                                 

                       

                                        پر مسکوکاتو د خروشتهي ليکدود   دوې بيلګي

 

             

                             

                          د لرغوني خروشتهي ليکدود يوه بيلګه چي د حېوان پر پوست ليکل شوېده

 

 

                              

                           

                       د خروشتهي ليکدود (  ٣٧ ) اوه دېرش توري اود هغو فونيک ږغونه  

 

اخځونه :

١ --  حبيبي ، عبدالحئ . تاريخ خط و نوشته های کهن افغانستان  . چاپ دوم . ١٣٧٧ .

٢ – الفشاه ، ځدراڼ . کتېبه ها ومسکوکات افغانستان . ( کابل : پوهنتون کابل  ) ١٣٦٧ .

٣ – باوري ، رسول . د افغانستان لومړني مدنيتونه . (کابل  : کابل پوهنتون ) د علمي رتبې تيزسس . ١٣٧٣.

٥ – بيلا بيل ويب سايټونه   www.dkpdindia\www.booksformind.com\www.ancientscripts.com

او يوشمير نور .  

 

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006