د هېواد د تکړه ژورنالست او د افغان اسلامي اژانس مشر حاجي
محمد يعقوب "شرافت" لومړۍ شعري ټولګه "آبِ حيات" تازه په
پېښور کې له چاپه راووتله.
په دوه سوه او پنځويشتو مخونو خور دې کتاب کې د ښاغلي يعقوب
"شرافت" په بېلابېلو وختونو کې ويل شوي هغه شعرونه راغونډ کړاى
شوي دي چې د احساس، تجربې او مطالعې لفظي انځورونه دي او د
ګران هېواد افغانستان درد پکې په دردمنو تورو بيان شوى دى.
د کتاب تړون په دې ټکو شوى دى " د خپلې مورنۍ مرحومې نيا په نوم
چې زما د علم او زده کړې په خاطر به يې له ما سره قرانکريم د جومات
تر دروازې پورې وړلو". ليکنې پرې "د افغان باقي کهسار باقي" تر
عنوان لاندې ښاغلي همېش خليل، د "يوه هېره کيسه چې..." تر عنوان
لاندې استاد اصف صميم، د " زيرک صحافي، حساس شاعر" تر عنوان
لاندې لايق زاده لايق او د "ښاغلي شرافت پر آبِ حيات څو کرښې" تر
عنوان لاندې فدامحمد فايض کړي دي. د خپرولو چارې يې النور
نشراتي ادارې او د کمپوزنګ او ډيزاين کار يې عبدالهادي حيران کړى
دى.
په زړه راښکونکې رنګه پښتۍ او دوه رنګه معياري کاغذ چاپ شوې
دا شعري ټولګه تاسې په افغانستان او پاکستان کې د هر کتاب
پلورنځي څخه په سل افغانۍ ترلاسه کولاى شئ.
د زياتو معلوماتو لپاره په لاندې تليفون لمبرو او ادرسونو هم تماس
نيولاى شئ:
تليفون شمېره: 0092-(0)91-5701100
اي ميل ادرس:
ahhairan@yahoo.com