دوهمه برخه
د افغانستان د منځنيو پيړيو سياسي تاريخ د يوشمير نامتو خپلواکو اسلامي دولتونو د نوم سره تړلۍ دۍ ، چي له هغه شميره يوه هم د غوريانو کورنۍ ده ، چي د دې ليکني په لومړۍ برخه کي مو په لنډه توګه د يوشمير نامتو پاچاهانو نومونه را ياد کړ ل . د دې ليکني په دويمه برخه کي د نوموړي پېر څخه را پاته ودانۍ په لنډه توګه را پيژنو چي دغوريانود واکمنۍ پر مهال جوړي شويدي . دا ودانۍ ( جوماتونه ، قصرونه ،چوڼۍ ، برجونه او نور ) تر دوو سر ليکونو لاندي پيژندلای شو ؛ لومړۍ : هغه ودانۍ چي اوس يې پاتي شوني او اثار نه تر ستر ګو کيږي ، ولي په يو شمير تاريخي متونو کي يې پيژندنه او يادونه شوېده ؛ دوهم : هغه شمير ودانۍ چي په بشپړه توګه او يا په مړ ژوانده حالت کي لا تر اوسه هم پائېدلي دي .
لومړۍ هغه شمير ودانۍ چي يوازي په تاريخي متونو کي يې يادونه شويده ، خو اثار او پاتي شوني يې يانه تر ستر ګو کيږي او يا هم يوازي د يوې مصنوعي غونډۍ په څير ښکاري . د دې شمير ابداتو څخه تر ټولو زيات د غوري پاچاهانو پلازمينه فيروزکوه ښار دۍ چي په زياتو تاريخي متونو کي يې يادونه شوېده ، فيروز کوه د خپل مهال د ښارونو لکه اهنګران ، تولک ، زرني ، ګيزو او يو شمير نورو په انډول لوۍ ښار ګڼل شوېدۍ ، په دې ښار کي د پاچاهانو قصرونه ، پا خه او کلک مورچلونه ، او د دفاع لوړ ديوالونه جوړ شوي وه ، خو له بده مرغه لاتر اوسه د دې تاريخي ښار څرک نه دۍ څرګند شوۍ .په داسي حال کي چي د تاريخ فرشته ليکوال د دې ښار د جوړيدو په اړه زياتي ليکلني کړيدي او د دې ښار بنسټ ايښوونکۍ يې د غوريانو نامتو پاچا قطب الدين غرشاه ښودلۍ چي په عربي متونو کي د ملک الجبال په نوم يادشوېدۍ .
ارام باغ يو بل هغه ښار ګوټۍ يا تفريح ځای دۍ چي تاريخي متونو په واوروار ثبت کړيدۍ . ( ښايې دا ښار ګوټۍ د اوسني باغران سيمه وي چي د نوم تسهيل تصغير او کثرت له امله باغ ارام په باغران اوښتۍ وۍ . ) او د اهنګرانو کلا په نوم يوبل ښارګوټۍ هم په تاريخي متونو کي يادشويدۍ چي د استاد کهزاد په وينا د بيلا بيلو لويو برجونو په وسيله احاطه شوۍ و ، چي اوس يوازي د هغه برجونو څخه د خاورو وړې وړې غونډۍ پاته دي . او د فرانسوي لرغونپوه فيشر په ليکنو کي هم د دې مطلب يادونه شويده ، نوموړۍ ليکي چي : د اهنګرانو د کلا اړوند برجونه په يوه برابره ليکه جوړ شوي چي د چهل ګذری ، او ګذر پام ،د تاريخي غونډيو سره نښلي . د همدې برجونو له امله سلطان محمود غزنوي ونه شوه کړای چي د خپلو جنګياليو په زور داسيمه خپل کړي .
د غور ولايت په اړوندو سيمو کي د پخوانيو تاريخي کلا ګانو او د ودانيو کنډوالې په زياته پيمانه ليدل کيږي چي يو شمير يې د پخوانيو کليو او يوشمير يې د وړو وړو ښارونو پاتي شوني ګڼل کيدای شي . د ودانيو د کنډوالوتر څنګ د برجونو او څلو په ډول خاوريني پاته شوني هم ليدل کيږي چي يو شمير يې په څلور کنجه او يو شمير يې په دايروي ډول جوړ شويدي . د ودانيو په کارشويو موادو کي په زياته پيمانه د اومو خښتو او ځينو بر خو کي د ډبرو څخه هم کار اخستل شوېدۍ . د فيشر په باور که د دې وړو او يو او بل سره مښتي غونډيو او د هغو تر څنګ د کنډوالو څيړنه او پلټنه وشي ، په پوره باور ويلای شو چي د دا ډول پلټنو په صورت کي به هغه پټ رازونه را برسيره شي چي لا تراوسه موږ نه يو خبر .
دويم هغه شمير ودانۍ چي لا تر اوسه د پيژندلو وړ دۍ ؛ په دې لړۍ کي د غور ولايت په اوسني چاپيريال کي دننه او يوشمير يې د غور ولايت بهر په نورو ولاياتونو او حتې د افغانستان له اوسنۍ سياسي کرښو وتلي ودانۍ شته چي د غوري پاچاهانو دمهال وياړونه بلل شويدي . په دې برخه کي به د غوري مهال هغه يوشمير ودانۍ د بيلګو په توګه را وپيژنو چي سيمه ايز او نړيوال شهرت يې ګټلۍ دۍ .
١ _ د جام څلۍ ( مينار ):
د جام څلۍ چي د جام منار په نوم زيات پيژندل شوېدۍ ، په غور ولايت کي يې لږ تر لږه د اته سوه کاله را په ديخواد خپلي زمانې برم او دبدبه د ځان سره ساتلې ده . تاريخي متونو د جام څلي جوړونکۍ د غوري پاچاهانو کورنۍ اړوند سلطان غياث الدين غوري ښودلۍ دۍ . نوموړي پاچا دا مينار د ١١٦٣ ميلادي کال څخه تر ١٢٠٢ ميلادي کال پوري ودان کړۍ دۍ .
د جام څلۍ په داسي برخه کي ودان شوۍ چي د هغه ځای لوړوالۍ د سمندر د اوبيز مخه څخه ( داوبو سطح ) څه ناڅه ١٩٠٠ متره لوړوالۍ لري . پر دې څلي د لوړو غرونو داسي لړۍ را ګرځيدلې ده چي د يو شمير غرونو د لوړو څوکو لوړوالۍد سمندر د اوبيز مخه څخه ٢٣٠٠ متره ته رسيږي . د دې څلی يوه بله ځانګړتيا داده چي د هريرود سيند پرغاړه داسي جوړ شوۍ چي دووخواو ته يې د سنيد رواني اوبه بهيږي . دريمه ځانګړتيا يې داده چي دا څلۍ په خپله پوره ٦٧ متره لوړوالۍ لري .
د جام څلي بنسټ دايروی ايښودل شوۍ چي د هر يوه مدار تر پوره کيدو وروسته د دوهم مدار د بهرنۍ خوا پلنتيا لږ شوې او په دې ډول د څلي تر پورتنۍ کړۍ پوري په همدې ترتيب جوړشوېدۍ . د لاندنۍ برخي ( قاعده ) قطر يې نه (٩ ) متره او په لوړ سر کي يې د قطر اندازه د يونيم څخه تر دوه متره پوري رسيږي .د دې څلي په دننه کي د څلي لوړو پوړيو ته د رسيدو لپاره زيني جوړي شوېدي . پخې خښتي ، ګچ او اهک ( چونه ) په داسي ترکيب سره يوځای شوي چي د پياوړتيا حد يې د سمنتو درجې ته رسولۍ دۍ . د جام څلي پر بهرنۍ خوا په کوفي ليک ليکني د دي څلي دبدبه او برم لا نور زيات کړيدۍ .
لومړنۍ اروپايې څيړونکۍ چي د جام څلي په اړه يې د افغانستان د حکومت او ايزمو ايتالوي موسيسې د سپارښتني سره سم څيړني تر سره کړې هغه ايتالوي لرغونپوه اندره برونو نوميدۍ چي په ١٩٦١ ميلادي کال يې د دی منار څخه ليدنه وکړه او د هغه د بيا جوړيدو لپاره يې وړانديزونه ترتيب او يونسکو ته يې وړاندي کړل ، څرنګه چي هغه مهال د جام څلي ته رسيدل ستونزمن کار وو ، ځکه په هغه وخت کي د دې پروژې پلي کيدل وځنډيدل . په ١٩٦٣ ميلادي کال د جام څلي لپاره د رالويدلو او نړيدلو خطر زيات شو د همدی کال د جون په مياشت کي د جام دڅلي دبيا جوړوني په نيت يو شمير څيړني پيل شوې . په ١٩٧٤ميلادي کال د جام څلي ته د جوړوني موادو د رسيدو لاره څه ناڅه برابره او د څلي د بيا ودانولو يا د څلي لپاره د پايښت د توان پيداکيدو پروژه پلې شوه . د هم هغه پروژې له برکته تر اوسه هم له نيکه مرغه د جام څلۍ يا د جام منار پايښت وموند . په داسي حال کي چي په دي ورستيو کالونو کي د جام څلي ته زيات زيان اوښتۍ او ان دا چي يو شمير بهرنيو موسيسو د دي تاريخي وياړ د ژرلويدلو خبر دارۍ ورکړۍو . له نيکه مرغه د جام څلۍ د افغانستان د دولسمي ميلادي پيړۍ ښکلې مينار چي د اسلامي پير د ودانيو ځانګړې بيلګه ده ، د يونسکو له خوا په رسمي ډول د ٢٠٠٣ ميلادي کال د جولاي په مياشت کي د نړيوال کلتوري ميراث په توګه ثبت او ومنل شو.
د جام څلي دوه انځورونه
د دوهمي برخي پای