ليکوال : پوهنوال رسول باوري
په دې هيله چي د دې کلتوري جنايت عاملين ژر تر ژره محاکمه او په سزا ورسيږي ، د هغه ناورين پنځم کال په وير او ماتم يادوو
صلصال تر ورانۍ و وروسته
له بده مرغه ، پنځه کاله وړاندي د مارچ مياشت په لومړۍ اونۍ کي د يوه ګړندي تبليغاتي کمپاين تر پوښ لاندي د عربي بنسټپالو کړيو په مخامخ لمسون طالب واکمنانو د بودائي پيرزياتي مجسمي او له هغې جملې د صلصال او شمامې په نوم دوې ستري مجسمې چي يوه (٥٣) متره لوړه او د بلي لوړوالۍ (٣٥ ) متره ته رسيدۍ ، د شرعي فتوی تر نوم لاندي وراني او ويجاړي کړې . دا چي ولي نوموړي مجسمي وراني او وچوول شوې ؟ هغه پوښتنه ده چي لا يې بشپړ ځواب ويلو ته هيڅوک چمتو نه دي . له پېله ديني پوهانو دهغې فتوی شرعي توب ونه مانه ؛ ټولو افغانانو د دي نا وړه کړو مخنيوۍ غوښت ؛نړيوالو علمي او کلتوري موسيسوهم تر زياته بريده زيار وه ايست چي د هغه امر د پلي کيدو مخه ونيسي ؛ خو دا ټول ونه توانيدل . داسي بريښي چي د بودايې مجسمو ورا نول هم د يوه اوږده پلان يوه برخه وه چي مخنوی يې شونۍ نه وو ، داسي لکه د نيويارک او واشنګټن د سترو برجونو او ودانيو په څير ، چي د ورانۍ مخنيوۍ يې ونه شو .
په افغانستان کي د بودايې مهال د مجسمو او نور اړوندواثار موجوديت نه يوازي د دې هيواد د لرغوني تاريخ لپاره ارزښتمن دۍ ، بلکي د سيمي او نړۍ لپاره هم هغه مرستيال توکي دي چي د شتون پرته يې د نړۍ تاريخ نه شي بشپړ کيدای . خو له بده مرغه زموږ د هيواد د کلتور او تاريخ دښمنانو د بودايې پير زياتي مجسمې له مينځه يوړې ، چي په هغو کي د باميانو ولايت هغه دوې ستري مجسمې هم وراني شوې چي د هر افغان لپاره د تير تاريخ يوه ستره بيلګه وه . هغه وخت چي د کوشاني سلسلې ستر امپراتور کنشکا (احتمالا ١٢٠ ميلادي ) د بودايې مذهب لاره خپله کړل ، په لرغوني افغانستان کي نوۍ مدنيت زيږيدلۍ اود پراخيدو زمينه يې برابره شوې وه ، چي زموږ د هيواد په تاريخ کي د ګريکو بوديک مدنيت په نوم ياد يږي . دا مدنيت په افغاني کلتور پاله چاپيريال کي ورورو په يوه داسي مدنيت واوښت چي په پخوانۍ نړۍ کي يې ساري نه ليدل کيږي . د دې مدنيت ځانګړتيا دا وه چي له يوې خوا يې د لرغوني يونان هنري ښکلا له ځان سره درلودل او له بله پلوه يې بودايې روحانيت په ځان کي ونغښت . د دې تمدن رښې په لرغوني افغانستان کي شنې شوې ، وده يې وکړل او بيا نورو ګاونډيو سيمو او هيوادونو ته ورسيدۍ .
تر هغه چي ستر کنشکا بودايې مذهب نه وو خپل کړۍ ، بوديزم د يوي پرتې او بي خوځښته عقيدي په توګه د هند په محدوده کي بندي پاته شوې و . همداډول د لرغوني يونان څخه راغلو هنر مندانو هم د خپلو هنرونواو د ختيځو خيالاتو سره د هغود يو ځاې والي په لار کي ټاکلي ستونزي درلودې .د کنشکا د واکمنۍ پر مهال د افغاني هنر مندانو او ماهرينو په وسيله د ا ستونزي ليري شوې او د يوناني هنر او هندي روحانيت تر منځ د يوالي او تلفيق زمينه منځ ته راغله چي په نتيجه کي د يوه ستر تاريخي تمدن بنسټ کښيښودل شو . دګريکو بوديک تمدن پر هيواد او سيمي هر اړ خيز اغيزي وښندلې ، د جاپان ، کوريا ،او چين څخه بيا تر اوسني ايران او سيستان پوري ، د سريلانکا او هندڅخه بيا تر سير دريا او تاجکستان پوري ټولي سيمي يې تر خپلي اغيزي لاندي راوستي وې . د نړۍ له بيلا بيلو سيمو څخه به د مذهبي مراسمو د پر ځای کولو په نيت زيات شمير راهبان ،زايرين او سيلانيان ، په افغانستان کي د ودان شويو بو دايې زيارتونو او عبادت ځايونو او په ځانګړي ډول د باميان لرغوني او د بو دايې پير متبرک ځای ته د ليدو کتو په نيت سفرونه کول .
د باميانو په اړه تر ټولو پخواني معلومات د چيني زيارت کونکو له خوا ليکل شوي او لا تر اوسه زموږ په واک کي شته . ((فاهيان )) تر ټولو پخوانۍ چيني زيارت کونکۍ دۍ چي د باميانو په اړه ليکني لري . نوموړي په ٤٠٠ ميلادي کال د باميانو دره ليدلې او د سترو مجسمو په اړه يې ارزښتمن معلومات ليکلي دي . هغه ليکي چي : د باميانو دره شنه او پاکه ده ،د سترو مجسمو شاه او خوا هره ورځ وينځل کيږي ،زيات شمير مذهبي مدرسې شته ، هره ورځ زيارت کونکي او سوداګران دي سيمي ته د تلو راتلو په حال کي دي . د را هبانو لپاره ځانګړي صومعي جوړي شوي ،او د مواشيو او بوده ګانو لپاره بيل ټاټوبي شته .
تر فاهيان وروسته بل چيني زيارت کونکۍ (( هيونتسنګ )) وو چي د باميانو سيمه يې ليدلې او په خپلو يونليکونو کي يې زيات ارزښتمن مطالب را ټول کړيدي ، نوموړي په ٦٠٠ ميلادي کال د افغانستان سفر کړۍ او په دي لار کي يې د باميانو سيمه هم ليدلې ده . د هغه په قول په باميانو کي تر لس زياتي خانقاوي شته چي په هغو کي څه ناڅه زرتنه واعظين د بودايې مذهب تبليغ ته ګمارل شويدي . په لسګونو مدرسې شته چي هره مدرسه کي لږ ترلږه زرتنه زده کونکي روزل کيږي . هيونتسنګ په باميانو کي وړي او لويي مجسمي ليدلي خو يوه داسي مجسمه يې هم ليدلې چي د هر سهار د لمر په وړانګو به هغې مجسمې طلايې رنګ اخستۍ اوداسي بريښيدل لکه دا ټوله مجسمه چي د طلا څخه جوړه شوي وي . تر هيونتسنګ وروسته کوريايې زيارت کونکۍ د باميانو په اړه پوره معلومات لري . نوموړۍ په ٧٢٧ ميلادي کال باميانو ته سفر کړۍ او په سيمه کي يې د بودايې مذهب د پيروانو د شتون په اړه ليکني کړيدي .
د زيارت کونکو تر يادونو وروسته څه ناڅه دري سوه ( ٣٠٠ )کاله د باميانو او په ځانګړي توګه د سترو مجسمو په اړه باوري معلومات نه دي ليکل شوي ،د دي سره سره چي د يوشمير مورخينو په ليکنو کي د مجسمو يادونه شوې ، چي د بيلګي په توګه د طبري ، يعقوبي ، البيروني نومونه رايادولای شو . خو هغه وخت د باميانو د مجسمو يادونه يوځل بيا وشوه چي د تموچين يا چنګيز ورانکارو غوښتل چي د سترو مجسمو لوړ سر ته خپلي غشي ورسوي ، چي هيڅ يو هم په دې ونه توانيدۍ چي د لویی مجسمي سر ته خپل غشۍ ورسوي . او تر هغو ورانکارو وروسته د اولسمي ميلادي پيړۍ په جريان کي د اورنګ زيب لښکرو د توپ د ډزو په وسيله د لوي مجسمي مخ ته زيان واړاوه .
د افغان انګليس د لومړۍ جګړي پر وخت د ليدي سيل په وسيله د باميانو او بودايې مجسمو په اړه يو لړ خپروني وشوې ، برنس په ١٨١٩ ميلادي کال باميانو ته ورسيدۍ او د بودايې مجسمو او په باميانو کي د نورو نقاشيو په اړه يې زيات مطالب وليکل او بيايې په بيلا بيلو خپرونو کي نشر ته وسپارل .چارلس مسون په ١٨٣٥ ميلادي کال د بودا دوې ستري مجسمي وليدلې او د دي مجسمو په دننه کي يې د يوي لاري د شتون خبره سپينه کړل چي په پخوانيو وختونو کي به زيارت کونکو د ستري مجسمي و لوړو برخو ته رسيدل .کپتان متلاند په ١٩٢٢ _١٩٢٤ ميلادي کالونو په ترځ کي باميانو ته سفر وکړ او د سترو مجسمو د جوړښت او د هغو جدارونو په اړه يې څيړنی او پلټني تر سره کړې .
په افغانستان کي د رسمي سپړنو او څيړنو د پيل را وروسته ( ١٩٢٢ ميلادي کال ) د باميانو ستر ي مجسمي لومړۍ د فرانسوي لرغونپوه ( الفرد فوشه ١٩٢٢ ميلادي کال ) لخوا وڅيړل شوي . د نوموړي په اند دا مجسې د هندي راورتي مجسمو سره يوشان دي . نوموړي په خپلو څيړنو کي څرګنده کړل چي په څلورمه او پنځمه ميلادي پيړۍ کي د بودا دوي ستري مجسمې چي يوه د صلصال او بله د شامامه په نوم يادېدې ، جوړي شوي وې . د دي سترو مجسمو په اړه دعلمي سپړنو او څيړنوکارد فرانسوي لرغونپوهانو په وسيله پيل او بيا وروسته د نورو هيوادونو لرغونپوهانو هغو څيړنو ته دوام ورکړيدۍ چي د بيلګي په توګه د هندي ، جاپاني ، چيني ، او افغاني لرغونپوهانو يادونه کولاي شو .
د باميانو لرغوني اثار د ګريک بوديک او په ځانګړي توګه د ګندهارا د هنر ارزښتمني بيلګي او يادګارونه دي، خو له بده مرغه په راورسته شلو کالونو کي په پرله پسې توګه د عمدي او غير عمدي زيانو نو سره مخامخ شول . فرانسوي نامتو اونيزي L.Xpress د باميانو د سترو مجسمو او نورو لرغونو اثارو په اړه په ١٩٩٦ ميلادي کال وليکل چي (( د باميانو د سترو مجسمو د پښو په برخه کي چي نورو سمڅو ته له هم هاغه ځايه لار جوړه شويده ، هلته اوس کلاشنکوفونه ، راکټلانچرونه اونوري ډول ډول مرمۍ د بيلا بيلو قوماندانانو له خوا ځای پر ځای شويدي ، پخواني بودائيانو ته هغه سپيڅلۍ حرم اوس د يوه نامنظم نظامي ډيپو په څير کارول کيږي ، چي هره لحِظه يې د چاودلو او له مينځه تللو خطر شته ،او هيڅ ډول مصونيت نه لري . هغه لرغوني نقاشۍ او رسامۍ چي د مجسمو پر شا او خواد تزئين په نيت جوړي شوي وې ، هغه هم يوشمير يا له منځه تللي اويا د مرميو په وسيله له خپله ځايه بيځايه شوي او وراني شويدي . د ورانۍ مخنيوۍ خو يې نشته يوازنۍ څه چي هلته په ستر ګو کيږي هغه په زشت او کرغيړن ليک ليکل شوي چي (( قومندان دين محمد او قومندان همايون د جوزجان ولايت ( ١٩٩٥ ميلادي کال)) .
په باميانو کي د لرغونو اثارو دمصونيت او ساتني چاري زموږ په هيواد کي د دي اوږدې غميزي د پيل سره يوځای له مينځه ولاړې او ور ورو يې د لوټ تا لان او ورانۍ لړۍ داسي پيل شوه چي په ٢٠٠١ ميلادي کال د مارچ مياشتي په لومړۍ اونۍ کي خپل لوړ بريد ته ورسيدل ، او د افغانستان په تاريخ کي ديوي غمجني پيښي په توګه هغه دوه ستر او ارزښتمن وياړونه ( صلصال او شا ما مه ) د بهرنيو د سيسو په نتيجه کي د طالبانو له خوا د چاوديدونکو موادو په کارولو سره د يوزر او پنځه سوه کاله پايښت وروسته وچوول شوه ، چي نن د هغه ناورين پنځه کاله پوره شول ، خو لا تر اوسه هغه مجرمين او ورانکاري د هغه ملي خيانت او ويجاړونکي عمل په جزا نه دي رسيدلي . په دې هيله چي د دې کلتوري جنايت عاملين ژر تر ژره محاکمه او په سزا ورسيږي ، د هغه ناورين پنځم کال په وير او ماتم يادوو .