ليکوال :کانديد اکادميسن م . نوميالۍ
د کوډو سرنوشت ... د سليمان لايق په نظر کی
د هغو يو څو کتابونو په ټل کي چي ما د خپل ځان د سمی پوهيدني د پاره يا په انګريزي اصطلاح ( Self-clarification ) په منظور يووخت ليکلي يا بل وخت کښلي دي ، يو هم هغه کوچنۍ کتابګوټۍ دۍ چي (( د کوډو سرنوشت ، د علمي پلټنو په رڼا کي ))نوميږي . د غه اثر ، لکه څنګه چي يې له نامه څخه ښکاری ، د کوډو يا سحر او جادو په اړه يو لړ داسي مطالب بيخکي شنلی دي چي همدغه مرموزه موضوع په کلي توګه د تاريخي ابهام له توري تيارې څخه رڼا ته را باسي او د کره څيړني يا پوره پلټني د پاره ئي د لوری په ليدنه او دلاري په ټاکنه کي بشپړه مرسته کولای سي . د دې کتابګوټي په دوو سريزو کي ما زياتره هغه ټکي راوړي دي چي ښائي د لوستونکو پوښتنو ته لنډکی جوابونه و ويلای سي .
په ١٩٩٨ – م . کال کي چي د (( د کوډو سرنوشت ... )) تر څلورو لسيزوورورسته د ښاغلي ډاکتر شير حسن په مړانه سل ټوکه په ماسکو کي چاپ سو نو هم هغه وخت د يوشمير افغاني فرهنګيانو تر لاسه ورسيدۍ .
د کتاب د خپريدني په ورځو ، شپو کي له ښه مرغه د ځوانو پوهانو له جملې څخه ښاغلۍ پوهنوال محمد رسول (( باوري )) تازه ماسکو ته راغلۍ و . کله چي دهغه لاس ته ورغۍ نو د سترګو په رپ کي ئې په يوه دړ دنګ د خپل نظر يوه پياوړې ليکنه ور باندي وکښه چي هغه د (( ليمه )) مجلې د ١٩٩٨ –م . کال په اتمه ګڼه کي خپره سوې ده . د ده له ليکني څخه پوره ښکاريده چي زما نوموړۍ اثر ئې ټکي په ټکي ، ليکه په ليکه او پا ڼه په پاڼه سر تر اخره په غور لوستۍ دۍ او خپله مستقله رايه ئې د هغه په اړه څرګنده کړې ده . زه دادۍ اوس لاتر اووه کاله وروسته له ده څخه په دې خاطر دزړه له کومي مننه کوم چي زما اثر ئې هغه مهال په خپلو لوستلو وارزاوه . که چيري زما دغه کتابګوټۍ دوهم ځل چا خپراوه نو هغه ته دا سپارښتنه کوم چي بايد د (( باوري )) د ارزيابۍ ليکنه هم بيله تصرفه له کتابه سره په چاپ کي يوځای کړي . دغه شان فرهنګی دود که زموږ د څيړنو په کار و بارکي و پالل سي نو بيا د دې دپاره زمينه برابريدای سي چي هر ليکوال خپله فرهنګي افاده د لوستونکو په مقياس اندازه کړي .
بيا نو د ١٩٩٩ – م . کال د جون مياشت وه چي ما (( د کوډو سرنوشت ... )) په المان کي ښاغلي سليمان لايق ته ورواستاوه او د هغه د کورني کتابتون د المارۍ په يوه ګوټ کي ئې ډاډه ځای ونيوۍ . اوس دادۍ تر شپږ کاله وروسته چي د کوډو کتاب ته د رښتني (( لايق )) د کتني يا لوستني نوبت ورسيدۍ ، نو تر پرانستلو او ويلو پس ئې د ٢٠٠٥ - م . کال د مارچ پر لسمه د يوه ليک په ترځ کي داسي دلداري ماته راوليږله : (( ما په لنډيو کي د اسطوره يې فوسيلونو د پاته شونو د بيان په لړ کي د جادو يې نښو او نشانو پل پسي واخيست . په دې کي (( د کوډو سرنوشت ... )) ته راورسيدم . د سمي استفادې لپاره مي دا کتاب سر تر پايه او په ډيره مزه دوه واري ولوست . دا علمي څيړنه د انسان د عقلي بلوغ د تاريخ يو مهم اړخ چي ډير کسان يې په اهميت پوهيږي ، را بر سيره کوي . زما د فلکلوري څيړنو لپاره خو يو خورا ګټور ماخذ او علمي ممد دۍ . زه به هغه لکه سا تنفس کم او لکه اوبه وبه يې چښم . د مصنف دي کور ودان وی چي داسي يو ارزښتمن اثر يې وليکه کوم چي د افغاني منورينو د ابتذال په بازار کي بيه نلري او مصنف ته هيڅ ګټه نه رسوي . علم بايد په همدې علو همت تعقيب شي او عالم بايد د نوم او پيسو له افسون څخه ازاد وي . زما خوښه داده چي د (( کوډو سرنوشت ... )) تر يوه نوی او ژور نظر وروسته د ځينو زياتونو او کمونو او سليقه يې رعايتونو سره يوځای دوهم ځل چاپ او په اغيزمنه توګه رکلام شي . زه به پر هغه مقدمه وليکم او يوڅوک به د دوهم چاپ لګښت په غاړه واخلي . ))
د لايق په جواب کي دا خبره کافي بولم چي (( زه هغه سل چاپ سوي ټوکه لا دپښتنو تر شل مليوني ټولني زيات ګڼم ))
١٩\ ٠٨ \ ٢٠٠٥
يادونه :
تر هغه وروسته چي د يوه څيړنيز اثر (( د کوډو سرنوشت د علمي څيړنو په رڼا کي )) په اړه ليکنه د سلام فرهنګي ټولني په بريښنا پاڼه کي خپره شوه ، له نيکه مرغه د ښاغلی کا نديد اکاډميسن نوميالي صاحيب دانوې ليکنه را ورسيدل او دا دۍ درنو هيوادوالوته د لوستلو په هيله خپريدو ته چمتوشوه .
د دې ليکني څخه د يوه پاراګراف د خپريدو لپاره مي د سکان ډول خوښ کړ او د دې ټاکني ستر لاميل دادۍ چي د همدې اثر د ارزوني په اړه د لومړنۍ ليکني د خپريدو سره يوځای د ليمې مجلې ته د ښاغلي اکاډميسن نوميالی دا ليکنه هم رسيدلې وه چي ،(( د کوډو سرنوشت د علمي څيړنو په رڼا کي اثر يې ځکه په خپلو ګوتو ليکلې او خپريدو ته تيار کړيدۍ ، چي د دې اثر د خپريدو سره سم د ليکوال د ليک يوه بيلګه خوندي پاته سي . )) د خوښۍ ځای دۍ چي د همدې اثر په اړه مي د ښاغلي اکادميسن نوميالي صاحيب په لاس ليکل شوې نوې ليکنه تر لا سه کړه ، او په دې نيت يې ديوه پارګراف سکان سوي ډول خپريدو ته چمتو کوم چي ګران لوستونکي د مقالې د لوستلو تر څنګ د پښتو ليک او ليک دود يوه ښکلې بڼه هم وويني .
په درنښت
باوري