ليکوال : پوهنوال رسول باوري
( د افغانستان د ملي موزيم د رئيس ښاغلي مسعودي دبريالي يون په اړه )
د هلند هيواد عام اولس د لويديځي اروپا د نورو هيوادونو د وګړو په څير د تلويزيوني ، را ډيويې او اخباري خبرونو او راپورونوسره زښت روږدي دي . دلته هغه خبره چي ميډيا د ذهنونو واکمنه ده ؛ په بشپړه توګه رښتينې ده . په سلګونو بيلا بيل تلويزيوني پروګرامونه ، په زرګونو ډول ډول را ډيو يې خپروني او په مليونونه تيراژه بيلا بيل اخبارونه په څلورويشت ساعتونو کي د اولس د خوښۍ او خبرتيا لپاره خپريږي . ټول وګړي د خپل ايالت ، هيواد ، سيمي او نړۍ د ورځنيو پيښو څخه د همدې رسنيو له لاري خبر تيا تر لاسه کوي ،د زيات شمير هلنديانو لپاره د افغانستان او د افغانستان په تړاو د خبرونو د رسيدو لاره هم همدا رسنۍ دي .
افغانستان د تيرو شلو پنځويشتو کالو په ترځ کي د هلندي خبري رسنيو لپاره لومړۍ ، دويم او دريم ځای درلودلۍ دۍ . يو وخت د روسي ځواکونو پر خلاف د افغانانو د وسله والي مبارزې خبرونو ، د دې هيواد د رسنيو لوۍ سر ليکونه جوړول ، بيا په هيواد کي د خپل منځي جګړو خبرونه د رسنيو غټ ټکي وه ، خو هغه وخت چي پر افغانستان د واکمن د طالب رژيم په وړاندي نړيواله ټلواله جوړه شوه ، په هلند کي هم د اخبارونو تر ټولو ستر ټکي د افغانستان څخه تازه خبرونه وه ، او د خبرونو دا لړۍ لا تر اوسه په يوه او بل شکل روانه ده .
له بده مرغه د هلند هيواد عام اولس که د افغانستان او افغانانو په تړاو لږ ډير اوريدلي وي هغه به زيات په افغانستان کي د جګړې او ورانيو په اړه خبرونه وي ، او تر دي هاخوا که بل کوم کلتوري او فرهنګي خبر هم سر ليک ته ځان رسولۍ وي هغه به هم د هيواد د کلتوري ورانيو په اړه خپور شوې وي . لکه د موزيم تالان ، د سترو مجسمو ورانول ، د لرغونو توکو قاجاق او داسي نور . د دې تر څنګ هغه شمير افغانان چي د کډوالۍ په نيت دې هيواد ته راغلي او ميشت شويدي ، هغوۍ هم همدا جګړې ، ورانۍ او تالان د خپل راتګ لاميل ګڼلۍ او د خپلو ادعاوو په سپينولو سره يې په دې هيواد کي د اوسيدو زمينه تر لاسه کړيده .
خو په تير ٢٠٠٤ ميلادي کال کي يوداسي کلتوري خبر د هلند خبري رسنيو سر ليک ته ورسيدۍ چي په تيرو زمانو کي يې هيڅ ساري نه وو . دا دافغانستان د نامتو موزيم پوه ښاغلي عمراخان مسعودي د هغو زيارونو او ربړونو په تړاو خبرو چي د هلند هيواد ديوې نامتو جايزې په ورکولو سره د نوموړي ستاينه وکړل . دا جايزه چي د پرينس کلاوس په نوم ياديږي هر کال د نړۍ هغو فرهنګي او کلتوري شخصيتونو ته ورکول کيږي چي د خپل هيواد په کلتوري لوړتيا ، کلتور پالني اوکلتور غوړوني کي يې نوښت کړي وي او يا يې د ودي لپاره ځانګړتيا ښودلې وي . د پرينس کلاوس د نړيوالي کلتوري جايزي لپاره اړوندي ادارې ته د نړۍ د بيلا بيلو هيوادونو څخه په لسګونو کانديدان ور پيژندل شوي وه ، چي له نيکه مرغه ښاغلۍ عمراخان مسعودي د افغانستان د کلتوري ميرا ثونود يوه سر سپارلي ساتندوۍ په توګه د دې جايزي وړ وګڼل شو ، او دا وياړ يې هم د خپل هيواد لپاره د چوپړ او خدمت په لاره کي تر لاسه کړ .
شهزاده کلاوس د هلند هيواد د اوسنۍ واکمني مليکې ( بيا تريکس ) ميړه وو ( ١٩٢٦ کال زيږيدلې او په ٢٠٠٢ زيږد کال ومړ ) په ١٩٩٦ ميلادي کال يې د کلتوري هڅو د ستايني او پالني په نيت يو نړيوال مرستندويه فوند د پرينس کلاوس په نوم جوړکړ. چي د خپلو کلتوري موخو تر څنګ ،کالنۍ نړيواله جايزه د کلتوري هڅو د پالني او هڅوني لپاره هم لري . دا جايزه په بيلا بيلو هيوادونو کي د کلتور په برخه کي زيارکښو او مستحقو کسانو ته ورکول کيږي .
د پرينس کلاوس مرستندويه ادارې له خوا ښاغلۍ مسعودي ته رسمي بلنه وليږل شوه چي د هلند هيواد د يوشمير علمي ، کلتوري موسيسو او شخصيتونو سره د پيژندګلوۍ په نيت هلند ته د يوې اونۍ لپاره ورشي . ښاغلۍ مسعودي د روان ٢٠٠٥ ميلادي کال داکتوبر مياشتي په د ويمه نيټه ، د هلند هيواد پلازمينه امستر دام ته ورسيدۍ . د پرو ګرام سره سم په هوايې ډګر کي د هلند هيواد د يوشمير کلتوري او علمي مخورو له خوا ورته هر کلۍو ويل شو .
ښاغلۍ مسعودي د اکتوبر د ٢ دوهمي نيټې څخه د اکتوبر تر ٩ نهمي نيټې پور ي د هلند په بيلا بيلو کلتوري او علمي ادارو کي د افغانستا ن د تاريخي او لرغونو اثارو په اړه سمينارونو ته ويناوي واورولې او د هلند د نامتو ورځپاڼو سره يې مرکې او مصاحبې تر سره کړې ، او د يوشمير علمي او کلتوري ادارو سره يې د افغانستان د کلتوري او علمي ادارو په وړاندي دپرتو ستونزو په تړاو خبري وکړي او د يو شمير تفاهمو نو او سپارښتونو له لاري يې د افغانستان سره په کلتوري چارو کي د مرستو ډاډ تر لاسه کړ . اوهم يې په هلند کي د ميشتو افغانانوسره ليد ه کاته وکړل . په دې لنډه ليکنه کي شونې نه ده چي د ښاغلي مسعودي د يوې اونۍ ټولي برياوي را يادي کړو ، يوازي د يو شمير هغو خپروشويو مضامينو او ليکنو د بيلګو په يادولو بسنه کوو چي په هلندي ورځپاڼو کي يې انګازې کړيدي .
دهلند يوې نامتو اوپه مليونونو تيراژه خپريدنکي ورځپاڼي ( Spits ) خبريال ( John Maes ) د ښاغلي مسعودي هغه وينا د خپلي ليکني سر ليک ګرځولۍ دۍ چي ويلي يې وه : د افغانستان ملي موزيم په کابل کي ډير ناوړه حالت درلود ، موزيم چور شو ، اور يې واخست ، اثار يې مات شول ، يو شمير يې په راکټونو ټوټه ټو ټه شول ؛ او تر دې کرښو ورسته سمدستي ليکي چي : خو د موزيم مشر عمراخان مسعودي راتلونکي ته ګوري ، هغه هيله من دۍ چي د نړيوالې ټولني په مرسته به بيا هم هاغسي ډير ښه موزيم ودان کړي ، چي پخوا وو .
د همدې ورځپاڼي په راپور کي راغلي چي : د دې سره سره چي په لسګونوزره ارزښتمن اثار د افغانستان د ملي موزيم څخه لومړۍ پاکستان او بيا اروپايې هيوادونو ته په ناقانونه او قاچاق توګه وړل شويدي ، لا هم تر څلور ويشت زرو زيات ارزښتمن تاريخي او لرغوني اثار د افغانستان په ملي موزيم کي شته چي په لرغونو زمانو کي د افغانستان کلتوري ، تجارتي او سياسي ارزښت جوته وي . په دې تاريخي توکو کي د منځنۍ اسيا ، مصر ، روم ، يونان ، هند او چين لرغوني اثار ساتل شويدي ، چي د لرغوني افغانستان د هغه مهال د نړيوال ارزښت او وړتيا سپيناوۍ کوي . ( Donderdag 6 Oktober 2005 Sp!ts )
د ښاغلي مسعودي انځور په ( Sp!ts ) ورځپاڼه کي
په ( Sp!ts ) ورځپاڼه کي د افغانستان د يوه تاريخي اثر انځور
د هلند هيواد يوې بلي نامتو ورځپاڼي ( Het Financieele Dagblad ) د ښاغلي مسعودي سر ځانګړې مرکه په بشپړه توګه خپره کړيده ، د ورځپاڼي خبر يال ( Chris Reinewald ) د ښاغلي مسعودي په باب د راپور لپاره د ( د يوه موزيم د مشر زړه ور توب ) سرليک غوره کړۍ ، او بيا يې د ښاغلي مسعودي تر لوۍ انځور لاندي دا جمله کښلې چي : (( په افغانستان کي د هر چا ژوند ته د زيان رسول شوني وو )) او تر هغه ورسته يې په خپل راپور کي هغه ټول معلومات چي د ښاغلي مسعودي له خوا د سيمنار په څير وړاندي شوي وه ، خپاره کړيدي .
د دې ورځپاڼي د راپور په يوه برخه کي داسي لولو چي : د کورنۍ جګړې پر مهال موزيم نه کړکۍ درلوده او نه ور ، په ساړه ژمي کي چي سوړ شمال به لګيدۍ په خپلو کارونو د خپلو زړورو کارکونکو سره د اثارو د سانتي او ژغورني په نيت په پر له پسې کار بوخت وو ، او زموږ سره يوځاې نورو دوستانو لکه نانسي دوپرې . کارلا ګريسمان ، د هلند هيواد يت پان کريکن او د هغو ملګرو به د موزيم په کارونو کي برخه اخستل او يا به يې په وخت او موقع مالي مرسته کول . او د ژوند په ډيرو ناوړه حالاتو کي مو د خپلو کلتوري او تاريخي وياړنو ساتنه او پالنه کړيده . ؛؛ د ښاغلي مسعودي په زيار ساتل شوي اثار په حقيقت کي د نړۍ د يوې داسي برخي د اثارو څخه ساتنه وه چي په شتون يې د نړيوال تاريخ زياتي ناڅرګندي برخي راڅرګنديدلای شي . ( Zaterdag 22 Oktober 2005 Het Financieele Dagblad )
په ( Het Financieel Dagblad ) کي د ښاغلي مسعودي انځور
د هلند هيواد يوه بله نامتو ورځپاڼه چي ( Volkskrant ) نوميږي ،د هغې خبر يال هم د ښاغلي مسعودي سره ځانګړې مرکه کړيده . دې ورځپاڼي د ښاغلي مسعودي له خوا د ورکړل شويو سيمنارونو او لکچرونو څخه ارزښتمن مطالب را ټول کړي او د ورځپاڼي په ځانګړي کالم کي يې خپاره کړيدي . د نوموړي ورځپاڼي خبريال ښاغلي ( Cor Speksnijder ) د خپل راپور سرليک د ښاغلي مسعودي په يوه وينا پيل کړې او ليکي چي د افغانستان ملي موزيم مشر وايې چي : زه ځان مکلف ګڼم دا زما دنده ده ؛ او په دې باور يم چي خامخا بايد د خپل هيواد کلتوري ميراث وساتو . ما او زما ملګرو په دې لار کي حتی خپل ژوند ته خطر منلۍ دۍ .
د دې ورځپاڼي د راپور په يوه برخه کي لولو چي : د ښاغلي مسعودي سره هغه کتاب هم وو چي په هغه کي د افغانستان د لرغونو او تاريخي اثارو عکسونه خپاره شوي وه . په دې کتاب کي د داسي توکو انځورونه ځای شويدي چي نه يوازي د افغانستان بلکي د سيمي او نړۍ د تاريخ لپاره ارزښتمن ګڼل کيږي . په هغو کي يوشمير هغه انځورونه خپاره شويدي چي د دويمي ميلادي پيړۍ څخه تر شپږمي ميلادي پيړۍ پوري زمانه په بر کي نيسي چي په افغانستان کي د بودايې مذهب مهال ګڼل کيږي . او دا اثار او تاريخي توکي د بهرنيو هيوادونو د يوشمير نامتو لرغونپوهانو په زيار د افغانستان د بيلا بيلو لرغونو سيمو څخه تر لاسه شويدي ، چي ملي او نړيوال ارزښت لري . ( Volkskrant 10- 10- 2005 )
په ( Volkskrant ) ورځپاڼه کي د ښاغلۍ مسعودي خپور شوۍ انځور
لنډه دا چي ، ښايې د هلند اولس به د افغانستان په اړه د تيرو شل پينځه ويشتو کلونو په ترځ کي د خپلو رسنيو له لاري د افغانستان د کلتور او تاريخ په اړه دومره زيات او ارزښتمن مطالب نه وي اوريدلي او لوستلي ، لکه چي هلند ته دښاغلي مسعودي د رسمي بلني پر مهال يې واوريدل ، او يايې ولوستل . او ښايې هلند ته په يادشويو کلنو کي د افغانستان بيلا بيل دولتي او سياسي استازي ، او چارواکي راغلي وي خو د هلند خلکو به يوازي د هغوۍ د سفر خبرتيا اوريدلي او لوستلې وي ، ولي دا ځل د ښاغلي مسعودي له برکته په هلند کي د افغانستان د وياړلي لرغوني تاريخ په تړاو مقالې ، مرکې ، او راپور تاژونه خپاره شول ، چي په هلند کي د مسلکي او علمي کړيو او موسيسو برسيره د زياتوعامو هلنديانو د پاملرني وړ وګرځيدل .
ښاغلۍ مسعودي په هلند کي ميشتو افغانانو غونډي ته د وينا په حال کي
د ښاغلي مسعودي په وياړ د افغانانو د جوړي شوي غونډي يوه برخه
ښاغلۍ مسعودي او د غونډي نور برخه وال
ښاغلۍ عمراخان مسعودي ( ٥٧ ) اوه پنځوس کاله وړاندي د لوګر ولايت په محمد اغه ولسوالۍ کي سترګي نړۍ ته پرانستي دي . لومړنۍ زدکړي يې په محمد اغه کي تر سره کړي ، بيا يې د منځنۍ ښونځۍ او لېسې زدکړي د هيواد پلازمينه کابل کي بشپړي کړي او د کانکور تر ازمويني وروسته يې د کابل پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو پوهنځۍ څخه د ليسانس دپلوم تر لاسه کړيدۍ . د زدکړو د پای ته رسيدو سره سم يې د هيواد په فرهنګي چارو کي چوپړ ته دانګلي او پر له پسې ديرش کاله يې د افغانستان ملي موزيم کي د مسلکي کارپوه په توګه دنده تر سره کړيده . د خپلي کورنۍ سره يوځاې د هيواد په غيږ کي اوسيدلۍ او د ټولو ناخوالو سره سره د کابل د اسمايې غره په شان هسک پاته شويدۍ .
ښاغلي مسعودي ته په کلتوري هڅوکي د لا نورو بريو په هيله