دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د يوه ارزښتمن کتاب په اړه

پوهنوال رسول باوري

 

 

                                      (( د کوډو سر نوشت د علمي څيړنو په رڼا کي ))

 

ماچي کله د کانديد اکادميسن ، ښاغلي نوميالي دا کتاب ولوست ، سمدستي  را ته د کوډو تاثيرات  معلوم شول . قلم مي په دې نيت راواخيست  چي څه وليکم ، خو کوډو متاثر کړۍ وم او دې ټکي ته مي پام وګرځېدۍ چي : زه څوک يم چي د دې اثر په اړه څه ليکم ؟ نه مي دائره سل په سل کي ترتيب کړې او نه د امام غزالي د مثلث مرسته راسره شته . بيا مي ژر خپل   ((  بابو نيکه  )) راوننګوۍ  چي ماته د ليکلو توان راکړه ! او دادۍ د څه ليکلو په نيت د سپين کاغذ مخ د قلم په رنګ لړم ، چي د دې اثر په اړه خپله رايه  څرګنده کړم .

لومړۍ د اثر تخنيکي اړخ  ته کتنه  :   (( د کوډو سرنوشت د علمي څيړنو په رڼا کي )) کتاب زما په اند د خپل باب لومړنۍ پښتو اثر دۍ چي په دې تړاو له انتقادي نظره ليکل شوۍ او خپورشويدۍ . په ليکنه کي د نوميالي صاحيب برلاسۍ د مسلې پر ټولو اړخونو برملا دۍ . د هغو باوري سرچينو څخه يې ګټه پورته کړې  ، چي د کوډګرو او دهغو د پېروانو لپاره اصلي مراجع  او اخځونه دي .

د دې کتاب سرليکونه په ډيره ښه توګه  وډل شويدي ، چي د لوستونکي  څخه د کلاوې سر نه ورکيږي ، په تخنيکي  اړخ کي د دې اثر ارزښت  په دې لا زيات شويدۍ چي ښاغلي نوميالي  د پيل څخه تر پايه په خپل لاس کښلۍ دۍ ، او په دې ډول يې د خپريدو لاره لنډه کړيده ،  چي ښايې مالي ستونزو به دا چوپړ تحميل کړۍ وي .

دوهم د دې اثر دمنځپانګي لوري ته کتنه   : په دې اثر کي په وارو وارو دا خبره شويده چي د کوډو (  او د هغه ډولونه ) مسئله پيچلې او د ټولنو د اقتصادي ، ټولنيزو ، علمي  او سياسي فکتورونو سره په پيوند کي  څيړل کيدلای شي . په رښتني توګه د دې مسئلې د علمي څيړلو لاره همدا ده ، خو د ځينو مطالبو څخه داسي بريښي چي نوميالۍ صاحيب لا د وړاندي  د دې مسئلې د ريښې او جرړي سره په مخالفت کي ولاړ دۍ . او په خا صه توګه دا مخالفت بيا هغه وخت ښه څرګنديږي چي  د هيواد د معاصر تاريخ پيښو ته يې د يادوني اړتيا پيښه شوې وي .

زما په  اند د مسئلې سياسي تحليل په برخه کي دا مطلب د پوره درک ، پاملرني او پوهيدو وړ دۍ ، چي سياسي نظامونه ( دولتي دستګا  )  د خپلي بقا لپاره  ايديالوژي  ( ايديالستي وي او که ماتريالستي  ) استخداموي ، هيڅ يوه ايديالو ژي د يوه سياسي نظام ( دولت ) له خوا نه ده زيږيدلې ، خو کله چي ايديالو ژۍ شکل نيولۍ ، بيا دولتونو د هغو څخه ګټه پورته کړې او د خپلو موخو سره د برابرولو په هيله يې پکي بدلونو نه او نوښتونه راوستي  ، څو د هغې ايديالوژۍ په مرسته خپل پايښت تضمين کړي .  چي د بشري نړۍ د  تاريخ پاڼي د دې مطلب تائېد کوي .

که د بيلا بيلو ايزمونو څخه چي اوس معمول شوې ، تير شو نو په ټوليزه توګه تيوريګاني  د فلسفي اړخه په دو لويو کټه ګوريو کي پيژندلای شو . چي دا دواړي يودبل په مقابل کي ټاکلي موقفونه او دريځونه لري او په لنډه کي يو دبل ضد دي . د دې دواړو ايديالوژيو جرړي ډيرو پخوانيو زمانو ته رسيږي . خو د اېديالستي ايديالو ژي ريښې تر ماتريالستي هغې په لرغونو زمانو کي  تديون شوې او جرړي يې پخوانيو زمانو ته رسيږي  .

هغه توکي او لاسوندونه چي د بيلا بيلو پخوانيو زمانو رازونه پکي ساتل شوي ، په يوه يا بل ډول  د معنويت برلاسۍ په پخوانيو انساني ټولنو کي څرګندوي . د هسپانيې د هيواد په يوه لرغونې سمڅه کي د حيواناتو انځورونه څرګند شوي چي  لرغونتيا يې په لسګونو زره کاله پخوا زمانو ته رسيږي ، د څيړونکو له نظره دا رسامي او په هغه اړوند چاپير يال کي تر لاسه شوي د کار وسائل ، د انځورونو پر مخ د غشو ويشتلو بيلګي د هغه پير د ښکاريانو د معنوي پابندۍ او باور ښکارنده وۍ دي . د لرغونو انسانانو لومړي قبرونه هم  د هغه خيال او مفکورې برتري او واکمني ښئي چي د معنويت پر بنسټ يې تکيه کړيده .  توتميزم ، فيتيشيزم او په پای کي اني ميزم دا ټول معنوي ريښې لري . که د ډيرو لرغونو زمانو راتير شو ، د انساني ټولنو د لومړنيو مدنيتونو په دوره کي هم معنويت پر ماديت غښتلۍ څرګند يږي . چي بيلګي يې په لويديځ کي د ميګاليت کلتور ، يونان او روم مدنيتونه دي او په ختيځ کي د اثوريانو ، مصريانو او زموږ په هيواد کي د ويدا ، اوستا او تر هغه وروسته په ټولو دورو کي  د معنيوت واکمني برملا وه ، خو د دې واکمنۍ او حاکميت مانا خامخا دا نه ده چي حقيقت هم دۍ .

پر ماديت باور او اتکا او په هغه پوري تړلې تيوريګاني  هم  داسي په اسانۍ سره چي يوشمير خلک يې تصور کوي ، منځ ته نه دي راغلي . په زرګونو کالونو پر له پسې هڅي چي د طبيعي او ټولنيزوپيښو  د ارزوني او تحليل او په هغو د پوهيدلو په مجبوريت ، تر سره شويدي  ، د ماديت تيوري ګانو ته يې د پيدايښت او پايښت زمينه برابره کړيده ، چي د فيلسوفانو او منطقيونو په زيار يې د اېديالوژۍ او مکتب دريځ تر لاسه کړېدۍ .او د دې تر څنګ په منځنيو پيړيو کي د يوشمير عېني طبيعي قوانينو د کشف  او بشپړيدو سره  يې د دې توان وموند چي د معنويت سره د مقابلې او مخامختيا دريځ ولري .او  اوس د دې اېديالوژۍ د بشپړ تيا  او بډای کيدو بهير په ګړندې توب پر مخ  ځي ، هر ه نوې پوهنيزه وده  ،کشف او نوښت د دې اېديالوژۍ لپاره د بري نوۍ سنګر دۍ  ، چي  د معنويت پر بنسټ ولاړو موسيسو څخه يې ترلاسه کوي . په دې اړه د نوميالي صاحيب دا هر اړخيزه او پر علمي منطق ولاړه  جمله  چي : (( د پوهي د حاصلولو ډياليکټيکي طريقه که څه هم چي يوه اوږده پروسه ده خو په خپل ماهيت کي په غوڅه توګه پر مختلونکې  او شاته نه ګرځيدونکې عمليه ده )) هغه ډاډمنه وينا ده چي د علمي څيړنو لورۍ ټاکي .

که زه په دې برخه کي د خپلي رائې د څرګندولو وړتيا ولرم  نو غواړم چي دې ټکي ته د يوشمير پوهانو پام واړوم :

پر ماديت متکي اېديالوژي اوس په داسي دريځ کي ده چي د معنوي اېديالوژۍ پر نيمګړتياو  رڼا واچوي  او هغه ډول استدلال ولړزوي  ، چي پر معنويت متکي دۍ ، خو د دې لپاره لا زيات وخت  په کار دۍ اوپه علمي برخه کي  لا زياتو  کشفياتو او نوښتونو  ته اړتيا شته  چي په نړيوال ټوليز شعور کي د کل په توګه بې رقيبه پاته شي . که چيري داړيني او لازمي  پوهي پرته د تخنيکي لوړو امکاناتو په نشته والي کي  د يوې ټولني پر اوسيدونکو جبرا يا د تفنن په توګه تحميل شي ، په هغه صورت کي به  د دې اېديالوژۍ برۍ نه بلکي سپکاوۍ په برخه شي .د نوميالي صاحيب په دې اثر کي په بيا بيا همدې حالت ته ګوته نيول شويده  چي زموږ د هيواد دسياسي پيښو په تړاو ترخې ،  خو رښتينې  پيښي دي .

د دې تر څنګ د خپلي رائې يوبل اړخ هم څرګندول غواړم چي په طعن سره د هغو کسانو يادونه په کار نه ده چي يو وخت يې د دې اېديالوژۍ پلوي کوله او اوس لاس په سر دي . دا ځکه چي يوشمير کسانو د خپل سياسي حاکميت د پايښت لپاره دا اېديالوژي وسيله ګرځولې وه ، کله چي موانع او ستونزي زياتي شوې او د سياسې واکمنۍ بنسټونه يې ولړزيدل ، بيانو هغو ته د دې مفکورې سره پلويتوب اود هغې اېديالوژۍ ملاتړ هم ارزښت نه درلود  . او يوشمير نورکسان  بيا داسي هم وه چي د دې اېديالوژۍ د لازم درک او په هغې د پوهيدلو په داسي دريځ کي نه وه چي هغه خپل کړي ، وه يې ساتي او د پايښت سره يې مينه ولري . پريږدۍ چي د طبيعي علومو بيلا بيلي څانګي او فلاسفه د دې اېديالوژيورښتينوالۍ څرګند کړي نه د سياسي او ټولنيزو سازمانونو واکمنان .

((  د کوډو سر نوشت د علمي څيړنو په رڼا کي  ))  اثر په همدې تړاو په ستونزو او مريضيو کي راګير کسانو لپاره د تداوۍ نوې لاره ده ، پخوا به  (( معمول ))  د معنوي افاتو او بلاګانو څخه د ژغورني لپاره تعويذ ونو ته پنا وړل ، خو اوس به د دې اثر په لوستلو (( معمول )) د معنوی افاتو او بلا ګانو څخه د ژغورني لپاره د علت العلل او علمي څيړنو لوري ته پنا وړي ، چي نوموړۍ اثر د دې ډول پنا اخستونکو لپاره مخامخ لاره ښئې . زه د نوميالي صاحيب  د دې اثر لوستل  د مطالعې ټولو مينه والو او په ځانګړي توګه هغو کسانو ته چي د کوډو او تعويذونو د ستونزو سره لاس او ګريوان دي ، ضروري او ګټور ګڼم ، چي  ((  معمول )) کسان به د دې ستونزو څخه د خلاصون همېشنۍ لاره ومومي . په پاې کي ټول څيړونکو او د دې اثر مينه والو او په ځانګړي توګه ښاغلي کانديد اکادميسن نوميالي صاحيب ته د دې اثر د خپريد مبارکي وايم  ، د نوميالي صاحيب د لا بريو او خوږ ژوند په هيله .

 

ياودونه : دا ليکنه مي په (    ١٩٩٨  \\   ٠٤ \\ ١٩  ) زيږد کال  په مسکو کي خپريدونکې  (ليمه ) مجلې ته ليږلې او د نوموړي مجلې په اتمه ګڼه کي خپره شوېده .

 د ليکني د خپريدو پر مهال د ښاغلي نوميالي صاحيب يوه يادونه هم مجلې ته رسيدلې وه چي په هغه کي يې دا څرګنده کړې وه چي :  د  کتاب په لاس ليکل د مالي ستونزو  له امله نه بلکي د خپل ليک د پايښت لپاره يې دا نوښت کړۍ دۍ .

                 

                  

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006