( زما خاطرې او يادونه )
په نړيواله کچه د پوهانو په منځ کي د استاد درناوۍ
تر همدې سرليک لاندي مي يوه ليکنه هغي غونډي ته واورول چي د استاد د رحلت د لومړي کال په ياد د سويدن هيواد په مالمو ښار کي د دوستۍ کلتوري ټولني له خوا جوړه شوې وه . او دادۍ د هغې ليکني دويمه برخه د سلام فرهنګي ټولني درنو مينه والو ته وړاندي کوم .
په هيواد کي د ننه د علامه رشاد ټولنيز او سياسي نفوذ
هغه وخت چي په هيواد کي د اسلامي امارت تر نوم لاندي د مدرسيې نظام بشپړه برلاسي وه ، د هيواد په اداره او سياسي څوکيو کي د مکتبي نظام لوستي کسان يا ليري شوي او يا يې د واک لمن تر هيڅ رسيدلې وه ، د کابل پوهنتون وروتړل سو او اړوندان يې د خپل ژوند د عادي چارو د سمون په نيت نور کارونو ته مخه وکړه ، او په دي لړ کي زه هم د څه وخت لپاره د ارزګان ولايت د هراوت ولسوالۍ ته ولاړم . زما د رسيدلو سره سم په هغه ولسوالۍ کي د دوستانو او عزيزانو له لوري په پوره ورورۍ اوګرمۍ وپالل شوم .
زما د دې يون پر مهال د لومړۍ اوني په ورستۍ ورځو کي د د هراوت ولسوالۍ يو تن مامور محمد اسماعيل جان چي زموږ قومي هم دۍ ، زما د ستړې مشې په نيت راغۍ او په ترځ کي د ولسوال له لوري د پيام په توګه راته و ويل چي : موږ هم مشکلات لرو ، که زه ستړې مشي ته ونه رسيدم ، بې پروايې يې مه ګڼۍ . د دې پيام څخه دا ښکاريدل چي دا مشکلات چي ولسوال صاحيب ورسره مخ دي ، نور څه نه دي بيله دې چي د مدرسيې نظام او مکتبي نظام تر منځ توپيرونه او بدبينۍ دۍ ، چي حل او يا له پام غورځول يې د ولسوال تر توان لوړ وه . د هغه مهال ادارې او واکمنو ته ، نه يوازي داچي د رسمي تعليم او لوستو کسانو ته د وړ او مناسب کار ورکول شوني نه وه ، بلکي کله ناکله به د توهين او تحديد تر بريده ورته سپکاوۍ هم کيدۍ .
په داسي يوه ناوړه سياسي چاپيريال کي زما په ګډون يو زيات شمير روڼ اندي نهيلي شوي اويو زيات شميرنورو ته بيا ديوه هيوادوال افغان په توګه د ژوند کولو او پر مخ بيولو په لار کي زيات کږليجونه پراته وه . هغه مهال هرڅه د شريعت له سترګو کتل کيده ، او شريعت هم هغه مهال د افراط تر ټول ځورونکې او ازارونکې وسيله ګرځيدلې وه . هر منبر او هر جومات د همدې ډول شريعت د تبليغ مرجع وه . امر بالمعرف او نهي عن المنکر بنسټيزه دنده د عامه اذاهانو وينځل او په قرون اوسطا يې ډول د هغو عيارول وه . د هيواد عام اولس او په ځانګړي توګه روڼ اندي او د رسمي زدکړو لرونکي ورځ تر بلي زيات د دې ناوړه شرايطو تر جبر لاندي تسليمۍ او ماتي ته اړ کيدل .
د تاريکيو او نهيليو څخه د ډکو حالاتو واکمني هيولا او بلا ته علامه رشاد په زغرده ودريدۍ او د تورتم سکوت او چوپتيا يې ماته کړل . د لومړي ځل لپاره د هيواد په پلازمينه کابل کي د روڼ اندو د ملاتړ ږغ د استاد رشاد له لوري پورته شو او په ډاګه يې د روڼ اندو د مرستي پرته د هيواد رغونه او جوړونه ناشوني وګڼل او د هغه مهال چارواکي يې د رسمي زدکړو لرونکو ته په پام اړ وګڼل او د روڼ اندو په وړاندي بي پروايې ، يې د هيواد او اولس سره دښمني وګڼل . علامه استاد رشاد په خپلو پر له پسې بيانيو او مرکوکي چي د نړيوالو اژانسونو له خوا خپرې شوې ، له يوېخوايې دحاکم تورتم په وړاندي د علمي مقاومت بنسټ کښيښود او له بله پلوه يې د هيواد په بيلا بيلو سيمو کي د زيات شمير روڼ اندو او لوستوکسانو لپاره د نفس کښلواو سا ايستلو زمينه برابره کړل .
زما په ياد دي چي علامه رشاد د امريکا ږغ سره د يوې مرکې په ترځ کي د خبريال دا پوښتنه چي : تاسو خو دولتي ادارو کي ګډون نه غوښت ، څنګه راضي شوۍ چي اوس د علومو اکادمي پالنه کوۍ ؟ استاد په جواب کي وويل چي : ما خپل ژوند د هيواد چوپړ ته وقف کړيدۍ ، هغه وخت چي مي د دولتي ادارې بهر ځان موثر ګاڼه ، نومي دولتي ادارو کي کار نه دۍ کړۍ ، خو اوس چي د يوخوا دهيواد بيا رغوني ته سخته اړتيا ده او له بلي خوا هغه څوک چي دهيواد د بيا رغوني وړتيا لري د اوسنۍ ادارې څخه ليري پاته شوي او يا پام نه ورته کيږي . زه غواړم په دې حساسو شرايطو کي اوسنۍ ادارې ته دا وروبرېښوم او ورته څرګنده يې کړم چي بيله روڼ اندو او مسلکي کسانو د هيواد پرمختيا او روغاونه ممکن کار نه دۍ ،او هڅه مي داده چي اوسنۍ اداره دا ومني چي د روڼ اندو پرته د هيواد بيا روغونه شونې نه ده او که دا رښتنې حقيقت ونه منل شي زما په ګمان دا به تيروتنه نه بلکي د هيواد او اولس سره دښمني وي او په هغه صورت کي به زه د خپلو اصولو له مخي له دې اداري لاس په سر کيږم .
دا او دې د ته ورته مرکې يو په بل پسې په نړيوالو اژانسونو کي خپرې شوې ، چي د پلازميني سربيره يې د هيواد په نورو سيمو کليو او بانډو کي داسي اغيزي وشندلې چي د اولس تر څنګ د هغه مهال ادارې واکمن هم په خود او هوښ راغلل ، همهاغه سهار چي د امريکا ږغ سره د علامه رشاد نوموړې مرکه خپره سوه ، غرمه يې د دهراوت ولسوال د ستړې مشي په بهانه زموږ کو رته راغۍ ، په دې ترتيب يې زما او د نورو لوستوکسانو سره خپل ملاتړ څرګند کړ . دا اغيزه يوازي په هغه سيمه کي نه بلکي د هيواد په هره برخه کي محسوسه او څرګنده وه ، په لوړو تحصيلاتو ، د ښوني او روزني او د اطلاعاتو او کلتور وزارتونوکي د اړوندو کارکونکو پر ژوند او کړو يې سمدلاسه اغيزي څرګندي شوې ،د پوهنتون د بيا پرانستلو هڅي ګړندۍ شوې ، د علومو اکادمي کارکونکي بيرته را ټول او خپلو کارونو ته يې دوام ورکړ او په ښوني او روزني وزارت کي هم څه ناڅه کارونه پيل شوه .
مرحوم علامه رشاد په عملي ډګر کي هم د هغه وخت د واکمنو په وړاندي د مقاومت سپيڅلۍ مرکز وو . د کابل پوهنتون او علومو اکاډمي په استادانو او اړوندانو کي هغه پيښه لا تر اوسه پر ذهنونو حک ده چي د امر بالمعروف د مشر ( مولوي قلم الدين ) او د علومو اکادمۍ د اړوندانو ترمنځ د علومو اکادمۍ په دوانۍ کي ، واقع شول . د امر بالمعروف ادارې د تعامل له مخي ، د هغي ادارې اړوندانو کولای شول چي د شريعت د پلي کولو تر نوم لاندي د هيواد په هر برخه کي هر هيواد وال ودروي او پوښتني ګرويږني ترې وکړي ، دا کړه وړه به په ادارو کي هم تر سره کيدل او د امر بالمعروف وګړو به د ادارو په ودانيو کي د اړوندي ادارې کسان څيړل ، پوښتني به يې کولې او د هغوۍ د اصولو په نه اجرا کولو متهم به توهين او تحديد کيدل .
د همدې لړ ۍ په ترځ کي يوه ورځ د امر بالمعروف مشر د علومو اکادمۍ ودانۍ ته تللې او هلته يې بيله دې چي د ادرې مشر ته خبر ورکړي په خپل سر يې د اړوندو کسانو څخه په پوښتنو او ګرويږنو پيل کړۍ وو . په دې ترځ کي يوه تن مرحوم رشاد ته د دې جريان خبر ورساوه ، او استاد هم د خپل دفتر څخه د حالاتو د ليدلو په نيت د علومو اکادمۍ د ودانۍ بهر ساحې ته را وتلۍ وو ، د علومو اکادمي د هغو کسانو په وينا چي په همدې مهال يې شتون درلود ټولو د ا وينا کوله چي پوهاند رشاد په هغه ورځ خپل ژوند ته د خطر په منلو د هغو مسلحو کسانو مقابله وکړه چي هغوۍ د علومو اکادمي اړوندان د پښتونو په نيت د خپلو دفترونو څخه بهر را ايستلي وه .
د سر څيړونکي مرستيال عبدالصمد عزيزي چي د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځۍ استاد او بيا دعلومو اکادمۍ د حقوقو په څانګه کي دنده درلودل ، هم د دې پيښي ناظر او شاهد وو ، د نوموړي په وينا استاد رشاد هغه مهال راورسيدۍ چي د امر بالمعروف د پوښتني وار تاريخ پوه ښاغلي مددي ته رسيدلۍ وو ، استاد رشاد چي کله د مولوي قلم الدين لکړه د ښاغلي مددي په لور وليدل نو يې د ليري په لوړ اوز ورته و ويل چي : ګوره پام کوه چي ښاغلي مد دي ته په لکړه اشاره ونه کړي ، هغه زموږ د تاريخ څانګي مشر او څيړونکۍ دۍ . د استاد په جواب کي مولوي و ويل چي رشاد صاحيب موږ په دې ودانۍ کي يو مشر پيژنو چي هغه ته يې ، نور نو شرعي اوامرو ته مشر او کشر نه شته ، او بيا يې د مددې لوري ته لکړه اوږده کړه او هغه يې مخاطب کړ چي : ((وجهه دي نه ده سمه کړې )) او ، خو د مولوي او نه شو بشپړ چي استاد رشاد د هغه لکړي ته لاس اوږ دکړ او لکړه يې پر مځکه ووهل او بيا يې و ويل چي دا وداني د علومو اکادمۍ حريم دۍ ته حق نه لري چي د ادارې د خبرتيا پرته د ادارې د منسوبينو سره خبري وکړي . او همدا اوس غواړم چي ته د خپلو شلاق والاو سره يوځای له دې ودانۍ څخه ووځې . مولوي غوښتل څه ووايې خو استاد ورته د ويلو موقع ور نه کړه او په نور لا جديت يې خپله وينا تکرار کړل ، او زياته يې کړل چي : که ته نه وځۍ نو بيا موږټوله وځو ، د همدې خبري سره سم يې د اکادمي غړو او ولاړ کسانو ته وويل چي ځۍ ولاړسۍ که دا شلاقوالا ونه وتل ، بيا به ټوله يوځای وځوو. د دې وينا تر ويلو وروسته د اکاډمي ټوله کارکونکي مولوي ته په بې پروايې د خپلو دفترونو پر خوا ولاړل ، او مولوي هم چي نور يې خپل د بېځايه کار نتيجه وليدل ، د خپلو شلاقوالاو سره د اکادمۍ له ودانۍ څخه ووت او استاد د علومو اکادمۍ د ټولو کارکونکو څخه په دفاع کي لا نور هم د زړونو تل ته لاره وکړل او لا ګران او د احترام وړ وګرځيدۍ .
د دويمي برخي پاې