د کابل بالا حصار ختيځ لورته د څلور کيلو متره په واټن د ختيځ لويديځ په اوږدوالي پرته لرغونې غونډۍ ده چي اوس د مرنجان او کله هم د نادرخان تپې په نوم ياده شوې ،او په دې ورستيو کي د شهيدانو په نوم هم نومول شوېده .
د مرنجان نوم يو فکلوريک بنسټ لري چي ريښې يې د کابل پاچاهانو( کوچيني کوشانيان ٤٠٠ څخه تر ٥٠٠ ميلادي کلونو پوري ) مهال ته رسيږي او مرنجان د هغه پاچاهانو له ډلي د يوه پاچا لايق وزير ګڼي چي جوله او ښايست يې نه درلود او هم يې په دربارکي د يوه جوګي او غېب وينوکي وزير په توګه دنده درلودل ، نوموړي غوښتل چي د هغه پاچا لور خپل کړي ، خو ونه توانيدۍ . د نادرخان تپه ځکه ورته ويل کيږي چي د همدې غونډۍ پر بر سر د نادرخان زيارت پروت دۍ او د لويديځ لور ته يوڅه لاندي برخه کي د سياه سنګ سيمي پر خوا د سلطان محمد خان طلايې زيارت دۍ ، ځکه يې خلک د نادر خان په نوم هم يادوي ، او ورستۍ نوم ځکه ورکړل شو چي د اوښتون په کالونو کي د انقلابي بهير د يو شمير پلويانو هديره ده .
د مرنجان تپه د کابل ښار يوه لرغونې سيمه ده چي د اسلامي پير وړاندي زمانو زيات ارزښتمن اثار يې په خپل لمن کي ساتلي دي . د لومړي ځل لپاره په ١٩٣٣ ميلادي کال په تصادفي توګه يوه بودايې مجسمه د همدې لرغوني سيمي څخه تر لاسه شوه ، چي همدې پيښي د هغه وخت د موزيم ادارې د کارکونکو او په ځانګړي توګه د فرانسوي لرغونپوهانو ټيم پام ځان ته واړاوه ، لومړۍ فرانسوي لرغونپوه ژان ګزل ، او بيا ژوزف هاکن د ١٩٣٣ ميلادي کال د جون په مياشت کي لومړنۍ سپړني تر سره کړې ، او بيا د همدې سپړنو سره مسيو هاکن هم مل شو .
د مرنجان غونډۍ هغه لورته چي د سلطان محمد خان طلايې زيارت ودان دۍ ، د مځکي له مخه څه ناڅه د زرو مترو په لوړالي د ختيځ لورته د فرانسوي لرغوپوهانو له لوري دسپړنو چاري پيل شوې، د سپړنو څخه ډير ژر جوته شوه چي دا سيمه د بودايې پير د اثارو يوه بډايه زيرمه ده . د سپړنو په نتيجه کي يوشمير داسي ودانۍ چي په کوشاني پير پوري يې اړه لرل را څرګندي شوې ، د خاورينو لوښو ټوټې ، د هغه وخت يوشمير زينتي وسايل ،ايکۍ( مسکوکات )، مجسمې او يو شمير نور اثار چي د کوشاني پير او کابلي پاچاهانو دمهال استازيتوب يې کاوه راڅرګند شول . د مرنجان غونډۍ په لومړنيو کلتوري طبقو کي داسي اثار هم په زياته پيمانه تر لاسه شول چي د يفتلي پاچاهانو مهال پوري يې اړه لرل ، د هغو تر څنګ د ساساني پير اثار اوپه ځانګړي توګه د شاپور د مهال ٣٧٣ ايکۍ ، اوهم د دويم شاپور چي د ٢٧٩ څخه يې تر ٣١٠ ميلادي کالونو تر منځ يې پر پارس واکمني چليدل ، په نوموړي پوري اړوند ايکۍ هم تر لاسه شويدي .
فرانسوي لرغونپوهانو په همدي سپړنو او څيړنو بسنه وکړل او تر ١٩٨٢ ميلادي کال پوري د مرنجان غونډۍ په اړه نور نوي مالومات وړاندي نه شول ، خو په ١٩٨٣ ميلادي کال د افغاني لرغونپوهانو له لوري چي مشري يې د افغانستان د علومو اکادمي د لرغونپوهني انستيوت له خواکيدل ، له سره سپړني پيل شوې چي پوره درې کاله يې په بر کي ونيول . په دې کالونو کي د سپړنو چار و د پر مخ بيولو لپاره د علومو اکادمۍ د لرغونپوهني انستيوت له لوري مير احمد جوينده ، ظاهر يوسفزۍ ، عبدالروف ذاکر ، محمد نادر رسولي ، عبدالواسع فيروزي ، او د کابل پوهنتون له لوري د لرغونپوهني څانګي د محصيلينو لارښوونه د رسول باوري پر غاړه وه .
د دريو کالو په ترځ کي اوه دورې سپړني د مرنجان غونډۍ په هغو برخو کي تر سره شوې چي فرانسوي لرغونپوهانو هلته د سپړنو چاري نه وې تنظيم کړي ، دا د لرغونپوهني انستيوت د ځوانو لرغونپوهانو زيار وو چي له هغه لرغوني سيمي څخه يې زيات شمير ارزښتمن اثار تر لاسه کړل ، د بودا يو زيات شمير ډبريني او خاوريني مجسمې ، چي په بيلا بيلو حالاتو کي يې د بودا د ژوند تمثيل کاوه ، د همدې سپړنو په ترځ کي د يوه معبد څخه د طلا متبرک صندوق تر لاسه شو چي بيا وروسته د زياتو څيړنو او اثارو ته د لا مقاومت ورکولو په نيت په ١٣٦٨ لمريز کال د پخواني شوروي د ختيځ پوهني انستويت د لرغونپوهني څانګي ته وليږل شو . او په ١٣٧٤ لمريز کال د افغانستان له لوري د يوه علمي _ سياسي لوړ رتبه هئيت په وسيله بيرته افغانستان ته راوړل شو .
د مبارکو شيانو د ساتني لوښۍ چي د مرنچان تپې څخه تر لاسه شويدۍ
په مرنجان غونډۍ کي د سپړنو چاري په ١٣٧٠ لمريز کال ودريدې ، خو هغه يوشمير اثار چي د غونډۍ په محوطه کي ساتل کيدل ، ملي موزيم ته يوړل شوه ، او د هغو اثارو سره يوځای شول چي پخوا په مرنجان غونډۍ کي پيدا شوي او موزيم ته سپارل شوي وه . د دريو کالو په ترځ کي چي په نوبتي ډول په اوو دورو کي د سپړنو چاري تر سره شوې زيات ارزښتمن اثار په لاس راغلل چي نه يوازي د کابل په لرغوني تاريخ کي د پام وړ ځای لري بلکي د بوديزم او بودايې پير په روښانه کولو کي هم زيات ګټور ګڼل شويدي . او په ځانګړي توګه د مرنجان غونډۍ ورستيو لاس ته راوړنو دا خبره بيخي پخه کړه چي د بالا حصار څخه تر شېوه کيو او خاکجبار پوري ټوله حوزه د بودايې پير اړوند ګڼ ميشته سيمه وه .
د مرنچان غونډۍ څخه تر لاسه شوې ډبرينه مجسمه چي د افغاني لرغونپوهان په زيار را برسيره شول
د مرنجان غونډۍ څخه د تر لاسه شوي ستوپې د زينتي ديوال يوه برخه
اخځونه د الفبا په تر تيب :
١ __ باوري ، رسول . د افغانستان لرغوني مدنيتونه . کابل ، کابل پوهنتون . ١٣٧٠ .
٢ __ پولاديان ، جليل . په افغانستان کي د فرانسوي لرغونپوهانوڅيړني . افغانستان لرغونپوهنه . کابل ، دولتي مطبعه . ١٣٦٥ .
٣ __ کهزاد ، احمد علي . افغانستان در پرتوتاريخ . کابل ، مطبعه کابل . ١٢٤٦ .