د ژويو اوښتون د ژباړي دويمه برخه
دا لا تر اوسه نه پوهيږو چي د مځکي پر مخ په څه ډول ژوند پيل شويدۍ . دپوهانو په وړاندي لا تر اوسه دا ستونزه پر ځای پاته ده او حل شوې نه ده . دا سي بريښي چي د مځکي پر مخ لومړني ژوي د ساده او پرايميت يا نيمګړي ژو يو په څير ژوند پيل کړۍ دۍ . لومړني ژوي د خپل مناسب چاپيريال په دننه کي ، هلته چي ساحل او يا اوبو ته څيرمه ځايونه وه منځ ته راغلي دي . وروسته د هغو څخه زيات پيچلي ژوي منځ ته راغلل ( وزيږيدل ) . دې ژويو تر هغه ژوند وکړ چي په بيلا بيلوډولونو و ويشل شوه او له هغو ژويو څخه يوه هم انسان ته وده وکړه . او نورو يې بيلا بيل ډولونه جوړ کړل . که چيري د مځکي پر مخ په ژويو کي د انواعو د منځ ته راتلو په اړه پام وکړو دوې شونتياوي ( امکان ) به مخ ته راشي :
١ : د ژويو ډولونه او د هغوۍ شکلونه بدلون نه کوي . دا ډولونه يو د بل څنګ ته او يو له بله بيل منځ ته راغلي دي . ( د پيدايښت ( تناسل ) تيوري . ( Scheppingstheorie )
٢ : حيوانات او نباتات دا شونتيا لري چي په خپل دننه او بهر کي د اوسنۍ پوهي پر بنسټ ورو او تدريجي وده وکړي او اوښتون ومومي ، او دا لړۍ تر هغه دوام کوي چي ژوي يو له بله بيل شي ، پخوانۍ ورته والۍ له لاسه ورکړي او د ژوي يو بل ډول منځ ته راوړي . ( د ودي تيوري ؛ Evoluitietheorie )
ګريګوري يوهان ميندل ( ١٨٢٢ _ ١٨٨٤ ) د وراثت تيوري پنځوونکۍ
همدا يوازنۍ شونتيا په ګوته کيدای شي چي د ژويو زيات شمير ډولونو وکړای شول ، په زرګونو ميليونو کاله د مځکي پر مخ د ودي لاره طۍ کړي . هغه وخت هم د لومړۍ نظريې ، ( يا د پيدايښت تيوري ) په څير د ډولونو پر زياتوالۍ باندي چا زيات باور نه درلود . دا نظريه په هغه مهال کي د لوۍ لينايوس ( Linnaeus ) له لوري ملاتړ کيدله ، چي د دې نظريې د مدرني برخي موسيس هم شميرل کيږ ۍ . د هغه مدرن ويش د نباتي او حيواني برخو په حد کي لنډ وو . د هغه په باور د انواعو ډولونه د بيلا بيلو ژويو هغه ډولونه دي چي د پيدايښت پر مهال وه . او هغه د بدلون پرته رارسيدلي دي . د هغه تر څنګ فرانسوي کو وير ( Cuvier ) هم د پيدايښت ( تناسل ) تيوري کلک پلوي وو . د کو وير په باور کولای شو چي د ژويو بيلا بيل ډولونه په بيلا بيلو زماني واټنونو کي وښيو . دا تيوري د رامپين تيوري ( Rampentheorie ) يا د تصادفاتو تيوري په نوم ياده شويده . د دې تيورۍ په بنسټ په مځکه کي په پر له پسې توګه طبيعي تصادفات او اتفاقات منځ ته راغلي دي ، په دې تر تيب د ژويو هر ډول د يوې بيلي پيښي او تصادف زيږنده دۍ . د مځکي پر مخ تر هر تصادف وروسته يو نوۍ جوړښت او تولد په خپل خاص فورم او ډول منځ ته راغلۍ دۍ . په دې ډول نوۍ شکل جوړشوۍ ، او بيا يې د هم هغه لومړي ځل جوړشوي ژوي په څير انکشاف کړيدۍ . د دې مباحثې څخه څرګنديږي چي دې حقيقت ته پخوا هم پام شويدۍ ، په داسي حال کي چي هيڅ لاسوند يې هم نه دۍ وړاندي کړۍ . خوپه دې ترځ کي پوهانو څرګنده کړل چي د مځکي پر هره برخه تغيير منځ ته راغلۍ دۍ چي هيڅکله تصادفي نه وو ، بلکي ټوله طبيعي پيښي وې . خو د اوښتونونو پروسې ورو او د پيښو سره يوخاي انکشاف او وده کړيده .
دويمه تيوري چي د ژويو ډولونه توضيح کوي د ودي تيوري ( Evolutietheorie ) ده . په دې تيوري کي د ژويو ټول ډولونه بدلون مومي او د بدلون دالړۍ تر اوسه هم روانه ده او ور سره سم د ژويو بدني جوړښت هم پر مختګ کوي . په دې تر تيب بيشميره ژوي د مځکي په اوږده تاريخ کي چي له کله ژوند پيل شوۍ بيا تر اوسه په بيلا بيلو ډولونو اوښتي او ځانګړي بڼي يې غوره کړيدي . په دې تيورۍ کي يو زيات شمير ډاډمني او رښتيني برخي منځ ته راغلي دي ، يو شمير له هغو څخه نيمګړي څرګندي شويدي ، خو زيات شمير يې په علمي توګه منل شويدي . په تيرو څه نا څه ( ١٠٠ ) سلو کلونو کي مو وليدل چي زيات شمير علمي څانګو دا پوښتني و څيړلې . په دي توګه په اوس وخت کي موږکولای شو چي دزيات شمير ژويو په اړه مالومات تر لاسه کړو چي په اړه يې څيړني شويدي ، او هم هغه نور پخواني ( ژوي ) چي کله او څنګه به وه ، تصور کړو . د ودي تيوري تر اوسه په څرګنده د منلو ده په همدي ډول دې تيورۍ د انواعود بدلونونو په اړه دزړي تيورۍ نيمګړتيا دي په علمي توګه څرګندي کړيدي .
د دويمي برخي پای